fbpx

سرپل پوليس: که اکمالات مو ونه شي، پوستې خوشې کوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ سيمه ييز پوليس وايي، له تېرو څو مياشتو راهيسې اعاشه او اکمالات نه ورکول کېږي او که دغه چاره همداسې دوام پيدا کړي نو خپلې پوستې به خوشې کړي.

د محلي پوليسو سيمه ييز قوماندان امان الله وايي، د سيمې پوليسو په دې یخ موسم کې په کمو امکاناتو يې د صياد ولسوالۍ امن ساتلی خو زياتوي چې له تېرو شپږو مياشتو د دولت له لوري اکمالات نه دي ورکول شوي.

نوموړی وايي، که ژر تر ژره اکمال نه خپلې ټولې پوستې به خوشې کړي.

قوماندان امان الله زياتوي، “د سيمې له دکاندارانو مو ګوښه، وړه، غوړي، وريجې او لرګي په قرض اخيستي هغه هم خلاص شول، ژمی په ختمېدو دی تر اوسه د سوخت لرګي چا نه دي راوړي، څه وکړو مجبور يو خپلې پوستې طالبانو ته تسليم کړو”

په ورته وخت کې د سرپل امنيه قوماندان خليل الله دستيار هم د پوليسو مشکل مني خو زياتوي چې په لوړه سطحه د کورنيو چارو وزارت له لوري جوړ شوی دی.

نوموړی وايي، تر اوسه د ۱۳۹۶ کال قرارداد نه دی تاييد شوی او معلومه نه ده چې څه وخت به دغه قرارداد کېږي.

دا لومړی ځل نه دی، چې پوليس د اکمالاتو او اعاشې نه شتون څخه سر ټکوي بلکې تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پوليسو ويلي چې د حکومت له لوري يې معاشونه په ځنډ ورکول کېږي او ډېر کله د دوی په نوم راغلي امتيازات لوړپوړي چارواکي خپلو جېبونو ته اچوي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
منصوری ځدران
میلمه
منصوری ځدران

ددی څخه بغیر بله چاره هم نه لری
تخته طالب راغلی

mha
میلمه
mha

This is a real problem, with all that tons of dollars and billions that come from doner countries these soldiers can not have food and heating material in this winter time, Mr Ghani shall find the responsible people and hang them up. I am going tweet Mr Trump and the state department.