افغانستان

قانوني: طالبان د دوهم پړاو ټاکنې ګډوډوي

نن ټکی آسیا: د ولسمشر لومړي مرستیال خبرداری ورکړ،چې طالبان د دوهم تر ټاکنو مخکې له مخکې د دې پروسې د ګډوډولو هڅې پيل کړې او ښایې ستر خطر را منځته کړي.

محمد یونس قانوني نن په کابل کې د دوهم پړاو ټاکنو د امنیت د خوندي کولو لپاره د ملي دفاع وزارت په خبري ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې وسله وال مخالفین آن د لومړي پړاو ټاکنو له ترسره کېدو سره جوخت د دوهم پړاو ټاکنو د ګډوډولو لپاره لاس په کار شوي او ډيرې جدي هڅې يې پیل کړې دي.

قانوني له خپلو امنیتي ځواکونو په ټېڼګه وغوښتل، چې طالبان پرینږدي چې په دې پلان کې بریالي شي او خپلو موخو ته ورسېږي.

نوموړي وویل، چې د امنیتي ارګانونو پر وړاندې د لومړي پړاو په پرتله دا ځل ننګونې او ستونزې خورا زیاتې دي او خپل منسوبین یې ورسره مقابلې ته وهڅول.

د شنونکو په اند دا چې د دوهم پړاو ټاکنو ته یوه میاشت وخت پاته دی؛ خو بیا به هم امنیتي ځواکونه د ټاکنو د امنیت په تامین کې پاته راشي.

دوی د طالبانو له لورې د خیبر په نامه اعلان شویو عملیاتو ته په اشارې سره اندېښنه لري، چې طالبان په دې وتوانېدل، چې د دې عملیاتو یوازې په لومړۍ اونۍ کې لسګونه وړې او غټې حملې ترسره کړې او درانه تلفات واړوي؛نو د دوهم پړاو ټاکنو تر ورځې ښايې نور هم پياوړي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x