fbpx
Image processed by CodeCarvings Piczard ### FREE Community Edition ### on 2015-07-04 11:02:12Z | http://piczard.com | http://codecarvings.com

له طالبانو سره د شمالي کوریا مرسته/ طنز

ذره بین

دروازه په درب خلاصه شوه،ډلمشر قدم شاه چې ګونځې مخ یې تازه خرېیلی و له څو نورو کسانو سره اطاق ته راننووت، د تحقیق د اطاق په منځ کې زخمي طالب پروت و  او ورسره یې وسله،چانټه او  موټرسایکل هم و.

د پلټنې د هیئت مشر قدم شاه وویل: موږ ته مهمه داده چې معلومه کړو، له ترهګرو سره څوک مرسته کوي او د سیمې کوم هیوادونه یې اکمالوي؟؟ د ملي امنیت شورا له موږ نه غوښتي تر څو په دې برخه کې دقیقه څیړنه وکړو او د شواهدو په اساس مستند راپور برابر کړو.

په همدې سره د پلټنې پلاوي تحقیق پیل کړ او ښه ځنډ وروسته د پلاوي محرر خپل نهایي کړی راپور د تحقیقاتي پلاوي غړو ته داسې واوراوه.

هغه هیوادونو چې له وسلوالو مخالفینو سره لوژستیکي او تسلیحاتي مرستې کوي زموږ تحقیقاتو یې په اړه لاندې شواهد وموندل.

۱ –  ایران : له نیول شوي ترهګر سره یو ځای ګیر شوی موټرسایکل که څه هم جاپانی دی خو د شا په ټېر یې واضح لیکل شوي(ساخت ایران) له دې څخه معلومیږي چې ایران زموږ د مخالفینو تر شا کلک ولاړ دی او نه پریږدي چې د هغوی موټرسایکلان پنچر شي، نو ځکه ورته ګریس بند ټایرونه رالیږي.

۲ – روسیه : له نیول شوي کس سره مصری کلاشینکوف نیول شوی دی. خو موږ له ژورو پلټنو وروسته ثابته کړه چې په دې کې اصلي ملامت د روسیې هیواد دی. ځکه پنځوس کاله پخوا هغه وخت چې په مصر کې روس پلوه جمال الناصر واکمن و، روسانو په دې هیواد کې د کلاشینکوف جوړولو فابریکه تأسیس کړه، چې بیا د انور سادات تر وخت پورې یې ډير کلاشینکوفونه تولید کړل، او وروسته امریکایانو د روس ضد جهاد لپاره ترې د افغانستان مجاهدینو ته رانیول. اوس چې دا کلاشینکوف زموږ مخالفینو ته رسیدلی موږ د مصر حکومت ملامت نه بولو ځکه هغه زموږ د دوست هیواد امریکا انډیوال حکومت دی. زموږ په نظر په دې کې اصلي ملامت روسیه ده، اصلا شوروي اتحاد پنځوس کاله پخوا لا د ترهګرو طالبانو ملګری و او ددې خبرې ثبوت دادی چې د هغوی لپاره یې نیمه پیړۍ په خوا په مصر کې کلاشینکوف جوړ کړی و.

۳ –  پاکستان : زموږ په نظر پاکستان هم له مخالفینو سره ډیره مرسته کوي، ځکه نیول شوي ترهګر چې کوم کالي اغوستي، که څه هم رخت یې هندی او ګنډل شوي په افغانستان کې دي، مګر کومې تڼۍ چې ورباندې لګول شوي دي، زموږ تخنیکي ټیم د دې تڼیو په ډي این اې باندې تحقیقات وکړل او  ثابته شوه چې دا تڼۍ په پاکستان کې جوړې شوي دي.له دې څخه څرګنده معلومیږي چې زموږ ګاونډی هیواد پاکستان له مخالفینو سره د تڼیو او بټنانو په برخه کې لوژستیکي مرستې کوي. له دې څخه زموږ هغه مدعا هم ثابتیږي چې وسلوال مخالفین دپنجاب ګوډاګیان دي.

۴ –  شمالي کوریا:  د نیول شوي ترهګر په موټر سایکل یوه خارجي کمپله( توس) نیول شوی چې په یوه کونج یې لیکلي دي( میډ این کوریا) دا چې له کوریا سره دا نه دي لیکل شوي چې توس په کومه کوریا کې جوړ شوی، زموږ تحقیقاتي ټیم دا خبره خپل اجتهاد ته واچوله او پایله یې دا راوایسته، چې جنوبي کوریا چون زموږ دوست هیواد دی، نو امکان نلري چې طالبان یې له توس څخه استفاده وکړي.

بل اړخ ته شمالي کوریا چې په دې وروستیو کې یې له ښاغلي ضلالت مآب ډونالډ ټرمپ سره شخړې پیل کړې دي شاید زموږ له متحدینو امریکایي پوځیانو څخه د انتقام اخیستلو لپاره یې طالبانو ته توسان رالیږلي وي. په دې برخه کې هیئت فیصله وکړه چې له شمالي کوریا سره ټول دیپلوماتیک روابط باید قطعه او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی رباني باید د دې فتنه ګر هیواد په خلاف څو نورې اعلامیې هم صادرې کړي.

د کوټې په منځ کې پروت زخمي طالب چې د هیئت راپور ته یې غوږ نیولی و، د راپور له پای ته رسیدو سره یې پرې غږ کړ: خدای مو خوار کړه، چې د تڼیو او توسانو معلومات کوئ لږ خو له ما هم پوښتنه وکړئ چې څوک یم، د کوم هیواد یم او له کوم ملت او قوم سره تړاو لرم.

د دې خبرې په اوریدو کومندان له طالب نه تحقیقات شروع کړل. په اوږدو تحقیقاتو کې معلومه شوه چې طالب له اصل او نسله سوچه افغان دی، پلار یې هم افغان دی، نه یې خپله او نه یې هم پلار کوم بهرني ملک ته سفر کړی دی، یوازې نیکه یې اویا کاله پخوا چې افغانستان ډیر غریب و، د پاکستان په لاره هند ته د مزودرۍ لپاره سفر کړی دی.

کومندان د راپور په پای کې ور اضافه کړه چې : خپله طالب که څه هم افغان او د افغان پلار اولاد دی، مګر زموږ تحقیقاتو ثابته کړه چې اویا کاله پخوا یې نیکه په پاکستان کې تېر شوی دی، نو بناء موږ ویلی شو چې طالب د پنجاب ګوډاګی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د