اسماعیل هنیه

امریکا د حماس مشر هم د «تروریزم» په تور لیست کې شامل کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د فلسطین د اسلامي ډلې حماس مشر «اسماعیل هنیه» د امریکې له لورې د تروریزم په تور لیست کې شامل کړل شو.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت نن د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې «اسماعیل هنیه» د حماس د عسکري برخې سره ژورې اړیکې لري، او پر وسلواله مبارزه باور لري.

د الجزیرې د راپور سره سم د امریکا په تور لیست کې د نوموړي شمول به په دې مانا وي چې پر هغه به سفري بندیزونه لګیږي او هغه که په امریکا کې څه ملکیت لري، ځیني اخیستل کیږي به. او همداسي به پر امریکايي اتباعو او شرکتونو بندیز وي چې دده سره مالي تعامل ونه کړي.

حماس چې په فلسطین کې پر غزه واکمنه ډله ده، په کال ۱۹۸۷ کې یې بنیاد ایښودل شوی او په فلسطین کې د اسرائیلو پر ضد د وسلوال مقاومت او جهاد نعره پورته کوي، ددغه ډلې وسلواله برخه ځانته بیل نوم لري چې د «کتائب عز الدین القسام» په نامه یادیږي.

اسماعیل هنیه ۵۴ کاله عمر لري، د حماس ډلې مشري د تېر کال ۲۰۱۷ په مئي میاشت کې ور له غاړې شوه، د هغه تر مخه خالد مشعل ددغه ډلې مشر وو.

باید وویل شي چې ددې تر مخه ټرمپ د سعودي په پلازمینه ریاض کې د مسلمانو مشرانو غونډې ته په وینا کې د حماس ډله تروریستي ډله بللې وه او ګواښ يې کړی وو چې ددغه ډلې سره به هیڅ څوک مالي ملاتړ نه کوي کنه هغه به هم د تروریستانو په مالي ملاتړ تورن شي. خو په جواب کې يې هیڅ کوم هیواد جرآت ونه کړ چې د اسرائیل پر ضد د فلسطین وسلوال مقاومت مشروع وګڼي.

د سعودي، مصر، امارات او بحرین حکومتونو له وړاندي لا د حماس ډله تروریستي ډله بللې وه او پر قطر یې تور پوري کړی وو چې د اخوان المسلمین ډلې او حماس ډلې مالي ملاتړ کوي.

حماس ډلې تر اوسه رسمي دریځ نه دی ښودلی خو ددغه ډلې یوه بل مشر ویلي چې اسماعیل هنیه د فلسطیني قضیې او مقاومت نښه بلل کیږی، هغه به په دې خوښ وي چې امریکا او اسرائیل یې د ځان دښمن وبولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د حماس ډلې د جوړښت وروسته په فلسطین کې ۱۷ امریکایان وژل شوي چې دغه ډله په کښي لاس لري.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

لمړی : د فلسطین د مقاومت مسلمانو ته : دغه دریشی چه د اسمعیل هینیه په غاړه او کله ورسره نیکټای هم په غاړه کوی او عین کړنی خالد مشعل او د فلسطین نور حتی هغه ښه مسلمان مشران ترسره کوی [[ د مجمود عباس او عرفات ډله خو مخکی له مخکی د اسراییلو په مقابل کی تعقیم شوی ډله ده د هغو په اړه خو څّ نه وایو یعنی تر اسراییلو او امریکایانو مسلمانانو ته ډیر ضرر رسونکی او حتی له اسلامه وتلی دله ده ]] ایا دا د مسلمانو عربانو فرهنګ او لباس دی حتی ډیری میرمنی یی… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

عرض کوم:
خبره اصلاً په هنیه او عباس او فلانی کی نده بلکه خبره پدې کی ده چه:
فلسطین مخصوصاً قدس شریف د ایمان او کفر ،انسانیت او وحشت، شرّ او خیر او بلآخره جنت او جهنم پوله او سرحد دی او بس.