افغانستان

فارياب: په بمبار کې ملکیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د فاریاب ولایت په سبزپوش ولسوالۍ کې د بمباریو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پژواک خبرې اژانس د راپور سره سم د فاریاب امنیتي او ولسي سرچینو ورته تایید کړې چې په بمبار کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي چې یوه یې ښځه ده، او نهه کسان نور چې ماشومان او ښځي هم په کښي شاملي دي، ټپیان شوي دي.

د خواجه سبزپوش یوه قومي مشر اسد الله رسنیو ته ویلي چې دغه بمباري نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته دوه بجې تر سره شوې چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه او اندېښنه یې وښوده چې کیدای شي د مړو شمېر تر دې هم زیات شي.

بلخوا یوې امنیتي سرچینې ملکیانو ته د رسیدلو تلفاتو پخلی کړی او زیاته کړې چې دولتي الوتکو د طالبانو یو مرکز په نښه کړ چې له امله یې د یاد مرکز د تخریب تر څنګ ملکیانو ته زیان اوښتی دی.

په میمنه ښار کې د افغان ترک روغتون یوه موظف ډاکټر هارون هم ویلي چې دوی ته نهه کسان په ټپي حالت کې رسیدلي چې د اکثرو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د چاپو او بمباریو له امله د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x