پاکستان د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده دوه مياشتې وغځوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل):د پاکستان کابينې په خپلې وروستۍ غونډې کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده دوه مياشتې نور هم غځولې ده.

د روان کال په لومړيو ورځو کې پاکستان اعلان وکړ،چې افغان کډوال بايد تر يوې مياشتې له پاکستانه ووځي، تېره ورځ دغه موده پای ته ورسېدله او د افغان کډوالو د اندېښنو پر مهال د پاکستان فدرالي کابینې د خپلې پرېکړې له مخې د کډوالو شتون دوه مياشتې نور هم غځولی دی.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي، چې افغان کډوالو ته بايد يو کال وخت ورکړل شي، خو د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د ملي امنيت شورا د افغانستان غوښتنه رد کړې وه، افغان کډوالو ته يې د اضافي وخت له ورکولو انکار کړی و، تېره شپه يې يو ځل بيا يوازې دوه مياشتې وخت ورکړی او وروستۍ پرېکړه به په راتلونکو دوو مياشتو کې وشي.

پاکستان په داسې حال کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده دوه مياشتې غځولې، چې پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل کمېټې نږدې دوه اوونۍ وړاندې په پېښور کې يوې خبري غونډې ته ويلي و، چې پاکستان دې د افغان کډوالو د وېستلو پرېکړه بېرته واخلي.

د افغان کډوالو د ستونزو د حل کمېټې استازي حاجي ارسلا خان خروټي ويلي، چې دوی خپل هېواد ته د تلو لپاره هيله‌ من دي او چې په هېواد کې سوله، ثبات او امنيت راشي، دوی په خپله هېواد ته ستنيږي.

د کډوالو د چارو وزارت وياند اسلام الدين جرئت په کابل کې رسنيو سره په خبرو کې له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو په اړه يو اړخيزه پرېکړه ونه کړي او په دې اړه د افغان حکومت او کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې «UNHCR»  نظرونو ته په کتو په ګډه پرېکړه وکړي.

ښاغلي جرئت ويلي: «په پاکستان کې له دوو ميليونو زيات افغان کډوال اوسېږي او د کډوالو د نړيوالو قوانينو له مخې پاکستان د دې حق نه لري، چې د دغو کډوالو په اړه يو اړخيزه پرېکړه وکړي.»

پاکستان کې له پنځلس لکو زيات راجسټر او همدومره شاوخوا غیر راجسټر افغان کډوال پراته دي، چې تېر کال څه کم اته لکه کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

که څه هم د ګډ حکومت چارواکي وخت پر وخت له خلکو غوښتنه کوي، چې خپل هېواد ته راستانه شي، خو په ورته وخت کې دا هم مني، چې د راتلونکو کډوالو لپاره چمتووالی نه لري.

تېر کال، چې څه کم اته لکه کډوال افغانستان ته را ستانه شول، خو په هېواد کې د نا امنيو، بې کاريو او نورو ستونزو له امله زرګونه کورنۍ بېرته پاکستان ته ستنې شوي او هلته د لاس او نورو مزدوريو له لارې د خپلو کورنيو لپاره د رزق پيدا کولو په لټه کې دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mha
میلمه
mha

They will live homeless in their native country too. no jobs and they like to live in those mud houses in Pakistan rather than coming to their own country.