پخوانی ولسمشر حامد کرزی

حامد کرزی: ټرمپ جګړه اوږدوي، زه يې کلک مخالف یم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي د ټرمپ د وروستیو څرګندونو کلک مخالف دی.

هغه له اشنا تلویزون سره په خبرو کې ويلي، د ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې چې له طالبانو سره له خبرو يې انکار کړی، دا مانا لري چې په افغانستان کې باید جګړه نوره هم وغزول شي.

کرزی وايي د جګړې اوږدېدل دا مانا لري چې ټرمپ د افغان ولس وژل غواړي، چې په دې توګه پاکستان او امریکا دواړه زموږ تخریب کې سره ملګري دي.

نوموړي یو ځل بیا امریکا پر دروغ ویلو تورنه کړه او ويې ویل چې ده ته ثابته ده، چې د امریکا هره وعده دروغ وخته، په وينا يې امریکا موږ پخپلو منځو کې سره اخته کړلو.

نوموړي د پاکستان په اړه د ټرمپ څرګندونې هم یوازې د خبرو تر بریده یادې کړې او ويې ویل چې تر څو پر پاکستان د فشار په برخه کې امریکا عملي ګام نه وي پورته کړی، خبرې اغېز نه لري.

د حامد کرزي پر خلاف ارګ د ټرمپ د څرګندونو په ملاتړ ویلي، چې د جګړې له ډګره به سوله راوړي.

د ارګ مطبوعاتي مسوول شاه حسین مرتضوي وايي، چې طالبان به ماتې خوري او دوی به د جګړې له لارې د سولې غږ پورته کوي.

په ورته وخت کې بې بې سې پخپله تازه څېړنه کې ويلي، چې حکومت ته یوازې دېرش سلنه خاوره ورپاتې ده او طالبانو په دې وروستیو کې پراخې سیمې لاندې کړې دي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نورالدین
میلمه
نورالدین

منافقت) کہ تہ دجګړ‎ی مخالف وایی تابہ اولہ ورځ جګړ‎ہ افغانستان تہ نہ راوړ‎لایی تہ دصلیب پر………..سپورافغانستان تہ راغلی داھربد اوناخوالی ستا زیږ‎ندہ دی -( الله جل جلاله)دي پہ محشر ھم ددویی د ډلی فرد کہ

عبدالکریم
میلمه
عبدالکریم

الله ج دہ وکی سی پہ ورز دہ محشر داکرزی خبث دہ شیطان پہ شرمووشرموی پہ افغانستان کی اول دہ فتنی سردہ ایش دہ الله ج دہ تبااوبربادکی امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین

سرتور
میلمه
سرتور

عبدالګریم او نورالدین ورونو سلامونه می ومنی ! د الله ج دشمنان هم په دی ژوند د ترکی ، امین ، کارمل او نجیب په شان هم پی عزته او شرموی او د اخرت حساب یی هم د الله ج سره دی د الله ج سره جنګ د غرونو سره ډغری وهل دی . د کرزی او نورو غلامانو د بی عزتیو په اړه : نړیوال استعمار د کرزی او غنی په شان لوړ پوړو چارواکو د یرغملتیا د پاره هغوی لمړی په شرابو او داسی نورو عیاشیو روږدوی یعنی باداران ورته ځانګړی میلمستایوی برابروی د کورنیو سره بلنه ورکوی… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د ښاغلی سرتور ورور د لیکنی د تائید په هکله عرض کړم چه: څو کاله وړاندی د یهودو د غاصب رژیم خارجه وزیره چه د نوم راوړله ئې هم شرم راته ښکاری، د فلسطینی خود مختاره! حکومت د ځینو لوړ رتبه مامورینو سره جنسی اړیکی درلودې، یو د هغوی څخه صائب عریقات ؤ، عبری خبیث رژیم غوښته لدې لیاری پر فلسطینی خود مختاره تشکیلانو د امتیاز د لاسته راوړلو پخاطر، فشار وارد کی چه همداسی هم وشوه. جالبه داده چه دې قاطري یعنی وزیرۀ خارجه د یهودی خاخام په فتوا دا کار تر سره کړی ؤ.دې ته وائي د دنیا… نور لوستل »