افغانستان

غني: د بلخ لانجه به د اساسي قانون په چوکاټ کې حل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): محمد اشرف غني وايي، د بلخ پر سر روانه لانجه به د اساسي قانون په چوکاټ کې حل شي.

هغه چې په ارګ کې د بلخ ولایت له ځینو قومي مخورو سره خبرې کولې وویل، هڅه کوي چې دا ستونزه د قانون په چوکاټ کې حل کړي.

د ګډ حکومت شریک په داسې حال کې د دې لانجې د قانوني حل خبره کوي، چې روانه لانجه خپله دویمه میاشت هم شاته پرېږدي.

که څه هم ګډ حکومت د اساسي قانون خلاف رامنځته شوی دی، خو محمد اشرف غني ټینګار وکړ، چې د ده په ګډون هیڅوک نه شي کولی قانون تر پښو لاندې کړي.

د شنونکو په باور د حکومت ناقانونیت په حکومت کې د ننه مخالفینو ته دا زړورتیا ورکړې چې مخالف ګام پورته کړي.

د کندهار امنیه قومندان عبدالرازق په ډاګه وویل، چې دا حکومت د دوو تنو تر منځ یو جوجاړی دی او ان د مکتوب لېږلو قانوني وړتیا نه لري.

عطامحمد نور دوه ورځې وړاندې ګواښ وکړ، چې که ارګ له جمعیت سره ژر یوې پايلې ته ونه رسېږي، نو لاریونونه به پیل کړي.

هغه وویل، کله چې موږ کوڅو ته راووځو، بیا به تاسې پښېمان شئ.

ارګ د عطامحمد نور پر ځای انجینر محمد داود د والي په توګه معرفي کړی، خو له دوو میاشتو راهیسې يې دنده نه ده پیل شوې، د چارو څارونکي پر دې اند دي چې د یو تن له لوري د بشپړ ارګ ننګول دا ثابتوي چې په ارګ کې د ننه هم د فساد جرړې زورورې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x