افغانستان

کندهار: دامان ولسوالۍ کې د طالبانو درو نفوذي کسانو پنځه عسکر ووژل

نن ټکی آسیا: امنیتي چارواکي وايي، چې تېر ماخستن د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د یوې پوستې عسکرو پر او یو بل د ټوپکو شپېلۍ راړولې او مرګ ژوبله یې پېښه کړې.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند دا نښته یوه خپل منځي شخړه وبلله، چې په ترڅ کې يې دوه پولیس وژل شوي.

ضیا درانی وايي، په دې نښته کې، چې تېر ماخستن ۹ بجې د دامان ولسوالۍ د هجران کلي په پوسته کې رامنځته شوه، دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړي د پېښي په باب د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه.

بل خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي ، چې د دوی درو تنو نفوذي ملګرو بیګاه ماخستن د هجران کلي په پوسته کې په مېشتو عسکرو ډزې وکړې او د پوستې د قوماندان حیات په ګډون یې پنځه پولیس ځای پر ځای ووژل.

د احمدي په خبره: «مجاهدین په دي اتلوال بریدکې دپوستي دقومندان [حیات خان ] په شمول 5 تنه اجیرعسکرځای په ځای ووژل.
مجاهدینو ددښمن یوراکټ اوڅلورکلاشنکوفونه غنیمت کړل.

په پېښه کې یوتن مجاهد هم هغه مهال دشهادت لوړمقام ته ورسید چې دیوه زخمي شوي عسکرله لوري ورباندي ډزي وشوي »

د یادونې وړ ده، چې دا په جنوب او جنوب ختيځ کې د طالبانو له لورې د خیبر په نامه د پیل شویو له پیل راهیسې د خپل ډول درېیم برید دی.
په تېره اونۍ کې د کندهار په خاکریز او د هلمند په سنګین او مارجه کې درې ورته بریدونه را منځته شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x