
دولت وزیري: د بې بې سې څېړنه کېدای شي ناسمه وي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د بې بې سې د ترسره شوې څېړنې په غبرګون کې ويلي، «کېدای شي له واقعیته لرې وي.»
وزيري په خپره کړې خبرپاڼه کې په ګڼو سیمو کې د طالبانو د حرکاتو پخلی وکړ، خو د خاورې له تسلطه يې چورلټ انکار وکړ.
بې بې سې پخپله څېړنه کې ویلي، چې حکومت ته یوازې دېرش سلنه خاوره ور پاتې ده او طالبان اویا سلنه خاوره ګواښي.
د بې بې سې د څېړنې له مخې ۱۲۲ ولسوالۍ چې شاوخوا دېرش سلنه خاوره تشکیلوي، په داسې ډول د افغان حکومت تر واک لاندې ګڼل شوې چې د طالبانو حضور پکې کمرنګه دی، خو د طالبانو له بریدونو خوندي نه شي ګڼل کېدلی.

بې بې سې لیکي، طالبان ټولټال ۱۴ ولسوالۍ په واک کې لري او په نورو کې پراخ تګ راتګ کولی شي:«اوسمهال طالبان د ۱۴ ولسوالیو بشپړ واک په لاس کې لري (چې د هېواد ۴سلنه کېږي) او په نورو ۲۶۳ ولسوالیو (۶۶سلنه) کې فعال او څرګند فزیکي شتون لري.»
طالبانو د بې بې سې د څېړنې په تړاو څه نه دي ويلي، خو د شنونکو په باور طالبان تر بل هر وخت پرمختللي ښکاري.
امریکا کې د کارولینا پوهنتون دامنیتي مسائلو پروفیسور په افغانستان کې د امریکا وضعیت خورا بد بللی او پر امریکايي چارواکو يې د جګړې د پای غږ کړی دی.