د سولې عالي شوری به اوس څوک تېر باسي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د تیرې دوشنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوې بیړنۍ پریکړې په ترڅ کې اعلان وکړ چې نور نه غواړي له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

د ټرمپ یاده  پریکړه چې د ده د اظهار ما في الضمیر محصول ده د ګډ حکومت پر توهین سربیره یې د سولې عالي شوری کاروبار له رکود سره مخ کړ.

ځکه د سولې په نوم عالي شوری چې د تأسیس له لومړۍ ورځې راهیسي یې د سولې په اړه هیڅ لاسته راوړنه، نه ده لرلې د ټرمپ په دې پریکړې سره یې د افغانانو او نړیوالو د تیر ایستلو اړوند منابع وتړل شول.

پښتانه متل کوي لکه غر هغسي یې کربوړی، د ګډ حکومت ټول تشکیلات له پورتنیو مشخصاتو څخه مستثنی نه دي، خیالي پولیس، خيالي کیلنکونه، خيالي ښونځي او خیالي قراردادونه له ریاست جمهوري نیولې تر کابینې، پارلمان، او قضاء پوري ټول ورکي لتاړ دي.

خو د سولې په نوم عالي شوری د ګډ حکومت په تشکیل کې هغه تر ټولو فاسد ارګان دی چې د تأسیس له لومړۍ ورځې تر اوسه پوري یې له رئیسه نیولې ترعادي ماموره پوري ټول په تقلب، احتیال او تیرایستلو لګیا دي.

په سولې عالي شوری کې د تأسف وړ خبره داده چې دغه ټول مفاسد هغوي د علمي او مذهبي شخصیتونو او یا هم په اصلاح د جهادي شخصیتونو له نوم نه په استفادې سره کوي.

کوم فساد، جعل او تیرایستنه چې مونږ یې د سولې په عالي شورا کې له شتون څخه یادونه کوو هغه یواځې زمونږ الزام نه ، بلکې هغه واقعیت دی چې د دې شوری ډیری غړیو او دولتي اراکینو په تیره د یادې شوری ویاند مولوي شهزاده شاهد د رسنیو په مخ کې ورباندې اعتراف کړی او د فساد هغه موارد یې ټول په نوم یاد کړي کوم چې د یادې شوری چارواکي او غړي ورباندې اخته دي.

د سولې عالی شوری لومړنی مشر فقید استاد برهان الدین رباني په همدي تیرایستنې او احتیال کې سر وخوړ او د دار الانشاء د وخت رئیس ښاغلی ستانکزی په لوی بخت تري د مرګ او ژوند ترمنځ پاتي شو.

اوس چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ګډ حکومت د ټولواک په توګه له طالبانو سره د سولې خبرې تحریم کړې د نوموړي دا فیصله د افغانستان د سولې او جګړې پر بهیر بل هیڅ اغیز نه لري له دې پرته چې د سولې د عالي شورا د افرادو مالي مدارک یې له خطر سره مخ کړل .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د