پژواک: لوګر کې ملي اردو په جامع جومات کې پوسته جوړه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): پژواک په لوګر کې د خپل ځايي خبریال له قوله ليکي، چې د دې ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د ملي اردو عسکرو په یوه جامع جومات کې پوسته جوړه کړې او خلک لمنځونو ته نه ور پرېږدي.

د سرچينې په قول پوسته د یادې ولسوالۍ په راجان سیمه کې یوه جامع جومات کې جوړه شوې، چې دا جومات خلکو پخپل شخصي لګښت رغولی و.

د لوګر ولایت ولایتي شورا ته د شکایت لپاره په همدې پلمه د بره برکي ګڼ قومي مخور راغلي و او هیله يې کوله چې ستونزه يې واورېدل شي.

د دې قومي مخورو له ډلې سالم خان پژواک ته ویلي: «دغه جومات خلکو په شخصي لګښت جوړ کړى دى، خو اوس په کې اردو پوسته جوړه کړې، خلک نه پرېږدي چې د لمونځ لپاره ورشي او کله چې طالبان او د ملي اردو ترمنځ جګړه وشي، نو د جومات ديوالونه هم زيانمن کيږي.»

دغه پوسته چې د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې لوا اړوند ده، پخلی يې د دې ولسوالۍ ولسوال محمد رحیم امين هم وکړ، خو ښکاره يې کړه چې په لرې کولو کې يې بې وسه دی.

هغه پژواک ته ويلي، خلک دې له لوړو مقاماتو د دې پوستې د لرې کولو امر راوړي دوی به يې بیا وروسته بل ځای ته د انتقالولو هوډ ونیسي.

پر دې سربېره د د ۲۰۳ تندر قول اردو د عامه اړیکو امر فضل خدا بیا له پوستې بشپړه ناخبره ښيي.

د بره کي برک قومي مخورو په استازیتوب عزیزالله ګواښ وکړ، چې که د دوی غږ وانه ورېدل شي نو د خلکو او ملي اردو تر منځ به لا اړيکي خړې شي.

د لوګر ولایتي شورا د ستونزې په هواري کې ژمنه وکړه، خو د دې شورا رییس حسیب الله ستانکزي وویل، دی نه پوهېږي چې ملي اردو ولې داسې کار کړی.

دا لومړی ځل نه دی چې ورته شکایتونه کېږي، تر دې وړاندې هم په ګڼو جنګي ساحو کې د ملي اردو، پولیسو او اربکي عسکرو په مدرسو او ښوونځيو کې پوستې جوړې کړې دي.

تبصرې (1)

  • داسه نوي خبر نه ده بلكي داددغواسلام دشمنو عادت جور شوي جي جيرته مسجدمدرسه په لاس ورشی یاخویی بمبارکوی یایی سوزوی یاپه کی خپلی پلیتی پوستی جوری دمثال په دول دمیدان شهر دکوته عشروپه سیمه کی دنری په سطحه مشهوره مدرسه
    دمولوی حفیظ الله جی یووقت په کی په سلهاوحافظانواو طالبانو خپله دینی تنده ماتوله اودسلهاوویتیمانوکفالت اوتربیت په کی جاری وویعنی دارالحفاظ.درالعلوم.یتیم خانه.ابتداییه.متوسطه عالی لیسه.زوانانو خصوصامعیوبومجاهدینوته کسب ورذده کول لکه قالین بافی.شفاخانه.وغیره وغیره په کی ول اوداکارونه دروسانوپه وقت کی شروع شوی ووخو اوس دغه صلیبی حکومت
    ورسخه لویه قرارگاه جوره کری