افغانستان

کرزی او ورسره پلاوی په څلور ورځني سفر چين ته ورسېد

نن ټکی آسیا:په ارګ کې د ولسمشر له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزی او ورسره پلاوی نن ماښام چین ته ورسېد.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر او ورسره پلاوی همدا اوس ماښام د چین د شانګهای ایالت په هوايي ډګر کې کوز شو.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې  د افغانستان جمهور رئیس حامدکرزی او ملګری پلاوی یې د سیکا یا د آسیا د متقابلو همکاریو او د اعتماد جوړونې د تدبیرونو د سازمان د مشرانو په څلورمه غونډه کې د ګډون په موخه په سیمه ایز وخت نن ماښام د چین هېواد د شانګهای ښار ته و رسېد.

په پام کې ده چې حامد کرزی به سبا د چین هېواد له جمهوررئیس شي جین پینګ سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخوکې د همکاریو او د دوه اړخیزو مناسباتو د پراختیا او د یو شمېر سیمه ایزو او د علاقې وړ مسلو په باب به خبرې ورسره وکړي.

همدا راز ټاکل شوې ده چې حامد کرزی به د سیکا سازمان د مشرانو په څلورمه غونډه کې وینا هم وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x