افغانستان

«یوازې په جنوري میاشت کې ۶۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله« CPAG» وايي، په تېره جنوري میاشت کې ۶۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ډلې په میاشتني راپور کې راغلي، چې د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ میاشت کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ډېروالی راغلی، چې وسله وال بریدونه، ټرافیکي پېښې، هوايي بریدونه، چاپې او نور لاملونه یې په ګوته کړي دي.

« CPAG» د راپور له مخې، په تېره جنوري میاشت کې په ټول هېواد کې ۲۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۶۴ تنه ټپیان شوي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې لیکلي، چې ملکي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله په کابل او ننګرهار کې د وسله والو له لوري اوښتې ده، چې یوازې په کابل کې ۳۳۷ ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

« CPAG» د راپور پر بنسټ په هرات، فراه، زابل، کندوز او جوزجان سربېره د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ځمکنیو عملیاتو، هوايي بریدونو او ماین چاودونو کې هم ملکي وګړي زیانمن شوي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ډېره پړه پر طالبانو اچولې ده؛ خو په کندوز کې د ګډو ځواکونو له لوري د شویو عملیاتو هېڅ یادونه یې نه ده کړې.

یاد ګروپ د کورنیو چارو وزارت په پخوانۍ ودانۍ کې پر پولیسو د طالبانو په برید کې ډېر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې یادونه کړې؛ خو طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو، چې په دغه برید کې یوازې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې او د برید په سیمه کې د ملکي وګړو پر تګ راتګ بندیز د دولتي چارواکو له لوري پخوا لګیدلی و.

د بشري حقونو نړیوال سازمان هم ډېری وخت د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې یوازې د طالبانو یادونه کوي؛ خو د نړیوالو عسکرو له لوري ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې هېڅ یادونه نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x