نړۍ

دامريکا محکمه: د ګوانتانامو زندانيانو ته دي په زوره خوراک نه ورکول کېږي

واشګنټن (۱۷ مۍ- ۲۰۱۴ ز) امريکايي محکمې د ګوانتانامو بي زندانيانو ته د نه خوړلو اعتصاب پر مهال په زوره د خوراک نه ورکوکو حکم کړی دی.
 دا لومړی ځل دی چې امريکايي محکمه دغه ډول پرېکړه کوي، تېر کال په ورته پېښه کې امریکايي  فوځيانو له ۱۶۶ زندانيانو څخه ۴۶ ته په زوره خوراک ورکړی و.

د رسنيو د راپورونو له مخې، د ځايي محکمې قاضي ګليډيز کیسلر امريکايي حکومت ته ويلي دي چې ابو وائل الضیاب زنداني ته دي د مۍ تر ۲۱ نېټې پورې په زوره خوراک نه ورکول کېږي او د خوراک په موخه دي له کوټې هم نه ويستل کېږي.

قاضي زياته کړه چې تر راتلونکې پرېکړې پورې دي زندانيانو ته په زوره د خوړو ورکولو او له کوټې څخه دويستلو ويډيو فلمونه خوندي وساتل شي.
 څارنوال ليفټينټ کرنيل ټاډبريسیلی قاضي ته د يادو پرېکړو د عملي کېدو ډاډ ورکړ، حال دا چې څو کاله وړاندې د ورته کړنو پر خلاف محکمېداډول  وړانديز نه مانه او ويل به يې چې په دې ډول کړنو کې يوازي ولسمشر اوباما پرېکړه کولای شي.

 د کولمبيا يوې محکمې بيا دې ته  د ورته وړانديز پر مهال پرېکړې کړې چې د ګوانتانامو بي زندانيان دا حق لري چې د فوځيانو د ناوړو کړنو پر خلاف محکمې ته شکایت  وکړي.

د زنداني ابو وائل الضياب مدافع وکيل د دغې پرېکړي هرکلي وکړ، او دا يې يو مهمه لاس ته راوړنه وګڼله.

 د بشري حقوقو استازي او ډاکټران له زندانيانو سره له زوره کار اخيستل له  اخلاقو مخالف او ناسم کار ګڼي؛ خو وخت ناوخته  د نه خوړولو اعتصاب پر مهال زندانيانو ته د پوزې له لارې مشروبات ورکول کېږي.
 
جمعه خان نائل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x