کابل کې امنیتي ځواکونه د تیارسئ په حال کې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کابل امنیتي مسوولین وايي، د ښار د خونديتوب لپاره ټولو ځواکونو ته د تیارسئ امر شوی دی.

د کابل د امنيه قومندانۍ مرستیال حق نواز حقيار وايي، کشفي، استخباراتي او امنیتي ځواکونه ټول د تیارسئ په حال کې دي.

هغه وايي لکه څنګه چې په خواله رسنیو کې د ښار د وضعیت په اړه اندېښنې خپرېږي، وضعیت هغومره کړکېچن نه دی، خو بیا هم دوی تیارسئ ولاړ دي.

حقيار وايي امنيتی ارګانونه په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي او کومه ستونزه به نه پېښېږي.

وروسته له هغه چې ولسمشر غني هم د کابل محاصره ومنله، ورپسې په کابل کې وروستیو بریدونو امنيتي ځواکونه تیارسئ ته اړ کړي دي.

تېره اوونۍ په کابل کې هغه خونړۍ اوونۍ وه، چې په کمه موده تفاوت کې پرلپسې بریدونو درنه مرګ ـ ژوبله واړوله.

د شنونکو په باور چې د پلازمېنې خونديتوب تر پوښتنې لاندې وي، د نور هېواد په اړه د خوندیتوب فکر نا ممکن دی.

تازه بې بې سې پخپله څېړنه کې ښوودلې، چې حکومت یوازې په دېرش سلنه خاوره حاکمیت لري، خو د پلازمېنې ناامني په ډاګه کوي چې طالبان همدا دېرش سلنه هم ګواښلی شي.

کابل کې وروستیو پېښو پر حکومت شکونه پياوړي کړي او کورنیو چارو وزارت وزیر ویس احمد برمک هم منلې چې په امنیتي ادارو کې د طالبانو همکاران شته.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د