سیګار: پر افغانستان د طالبانو نفوذ دوه برابره ډېر شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د څار ادارې«سیګار» په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ۲۰۱۷ز کال په پرتله سږ کال په افغانستان کې د طالبانو نفوذ دوه برابره زیات شوی دی.

د سیګار د راپور له مخې، په تېر یوه کال کې طالبانو له حکومت ډېرې سیمې نیولې او ورځ تر بلې د طالبانو تر نفوذ لاندې خاوره کې زیاتوالی راځي.

سیګار د تېرې سې شنبې په ورځ ویلي وو، چې د امریکا د دفاع وزارت اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه «حقایق خپاره کړي»

د یادې مشر جان سپکو په خبره، په افغانستان کې د ناټو پرېکنده ملاتړ ادارې د امریکا د دفاع وزارت څخه غوښتي، چې «سیګار» دې په افغانستان کې د اداري فساد، امنیتي وضعیت او نورو برخو په اړه له څرګندونو لاس واخلي.

د سیګار د نوي راپور پر بنسټ، په ۲۰۱۶ کال افغان حکومت د افغانستان پر ۷۲ سلنه خاوره واکمن و؛ خو په ۲۰۱۷ کې دغه سلنه ۵۷ ته راښکته شوې وه.

د سیګار په باور، په ۲۰۱۶ کې طالبانو ۷ سلنه خاوره تر بشپړ لاس لاندې وه او ۲۱ سیمو کې جګړه وه؛ خو په ۲۰۱۷ کې طالبان پر ۱۳ سلنه خاوره واکمن شول او جګړه یې له ۲۷ نه تر ۳۰ سیمو پورې وغځوله.

تېره ورځ بي بي سي په تازه څېړنه کې ویلي وو، چې طالبان د افغانستان پر ۷۲ سلنه خاوره واکمن دي او یوازې ۲۸ سلنه خاوره د حکومت ترلاس لاندې ده.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن د بي بي سي په غبرګون کې ویلي وو، چې طالبان یوازې ۱۱ ولسوالۍ تر واک لاندې لري او پاتې ټولې ولسوالۍ د حکومت تر حاکمیت لاندې دي.

افغان امنیتي چارواکي تل د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه هیله مندي ښيي او د نړیوالو څېړنو په اړه توند غبرګون ښيي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د