په تشه معده له دغو خواړو څخه ځان وساتئ!

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): ویل کیږي، «معده د ناروغۍ کور ده»، نو له همدې کبله انسان ته په کار دي چې د معدې په روغه ساتلو کې ښه پاملرنه وکړي، او له هغو خوړو ځان وساتي چې معدې ته ستونزې جوړوي او په نهاره معده د درد او تیزابیت لامل کیږي.

هغه خواړه چې په تشه معده یې باید انسان ونه خوري په لاندې ډول دي:

بوره «چیني»

کله چې په تشه معده له اندازې زیات خوږ شی او یا بوره وخوړل شي، په داسې حال کې بدن د وینې کچې په پوره کولو کې پاتې راشي، چې له امله یې روغتیایي ستونزې راپیدا کیږي.

رومیان «ټماټر»

که څه هم رومیان روغتیایي خواړه دي خو په تشه معده ددې خوراک جدي ستونزې پیدا کوي، ځکه چې په دې کې موجود تروش او تیزابي مواد د کولمو سره په ټکر شي چې غبرګون ښکاره کوي او د معدې لپاره ستونزې لوړوي.

ګرم خواړه

هغه خواړه چې ډیره اندازه مصالحې ولري د معدې تیزابیت زیاتوي، چې د سخت درد او سوخت (د معدې سوخت) لامل کیږي.

کیله

کیله یو له غوره میوو څخه ده، خو په تشه معده یې خوراک د مګنیزم «magnesium» کچه لوړوي، چې دا په وینه کې د کلسیم سره اړیکه نیسي او د بدن توازن اغیزمن کوي.

ګیس لرونکي مشروبات

په ګیس لرونکې مشروباتو کې مختلف صناعتي رنګونه او مختلف خوندونه «Flavors» په معده کې د تیزابیت کچه تر ډيرې اندازې لوړوي، او کله چې ددغې مشروباتو رنګ او خوند معدې ته داخل شي جدي روغتیایي ستونزې راپیدا کوي، همدا لامل دی چې اکثره داخلي ډاکټران یې هر ناورغ ته د نه څښلو مشوره ورکوي.

مستې

مستې که څه هم طبیعي او د روغتیا لپاره ګټور خواړه دي خو په تشه معده یې باید له خوراک څخه ځان وساتل شي، ځکه چې په دې کې داسې بکتریاوې شتون لري چې معده کې د ګډ کېدو سره سم معده زیانمنوي، چې ورسره نورې ستونزې هم راولاړیږي.

څه ډول مو معده روغه وساتئ؟

په تشه معده باید له فرایي «fries» شوي خوړلو څخه ډډه وشي، او ددې پرځای دې میوې، سبزي، سوپ او سلاد خواړه غوره کړی شي، او همدا ډول د ډوډۍ پر وخت دې نرم خواړه غوره شي لکه شات، غنمو ډوډۍ، وربشو ډوډۍ او هندوانه، ځکه چې دغه اوبه لرونکې خواړه دي، او معده روغه ساتي.

همدا ډول پکار دي له خوراک نه وړاندې باید معده تیاره شي، ددې لپاره باید له ډوډۍ نیم ساعت وړاندې اوبه وڅکل شي او یا یوه دانه خرما وخوړل شي، او د همدا ډول د ډوډۍ په پېل کې باید له سختو خوراکونو، لکه غوښه او غوړ لرونکي خوړو څخه ډډه وشي.

سرچینه: عربي۲۱

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د