hazart.m100

یو لمر څلور ستوري ــ درېیمه برخه

مدينې ته هجرت

کله چې قريش په مدينه منوره کې د اسلام له ډېرخپراوي خبر شول، نو د مسلمانانو ځورونې ته يې لا زور ورکړ، ځکه خو رسول الله صلی الله عليه وسلم مسلمانانو ته امر وکړ، چې مدينې منورې ته هجرت وکړي. مسلمانان به پټ ـ پټ د مدينې په خوا وتل، مګر کله چې امير المؤمنين حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د هجرت نيت وکړ، نو نېغ د کعبې شريفې خوا ته ورغى او ښکاره اعلان يې وکړ: که څوک غواړي چې خپله مور پر ځان بوره کړي، نو د وادي خواته دې راپسې راووځي!  هيچا يې مخ ته د ورتلو جريت ونه کړ.

کله چې مشرکينو په مدينه منوره کې د مسلمانانو عزت درک کړ، نو په مکه کې يې په خپل ځای ناستې (دارلندوه) کې ناسته وکړه، سره ويې ويل: بايد له هرې قبيلې يو ـ يو تکړه ځوان وټاکل، شي چې پر محمد بريد وکړي، نو (بني مناف) به له ټولو سره د جګړې توان نه لري، هغوی به په ديت راضي شي. او دغه ديت به په ټولو سره ورکړو.

هغوی دغسې تړون سره وکړ او له هرې ډلې يو ـ يو تکړه ځوان رامخکې شول، هغوی د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم د هجرت په شپه د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم کور محاصره کړ، او شاوخوا يې کمينونه ونيول، مګر حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم په دې شپه حضرت علي کرم الله وجهه په خپل ځای کې څملاوه، او ورته ويې ويل، چې سبا بيا د خلکو امانتونه پر خلکو وويشي. په خپله د کفارو ځوانانو د کمينونو په منځ کې روان شو او د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه کورته يې تشريف يووړ، خو کفارو ونه ليد. حضر ابوبکر صديق رضی الله عنه د ځان او حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم لپاره تيارې دوه سورلۍ درولې وي، نور نو د مکې تګ ته تيار وو، حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه يو سړی اجاره ونيو، چې دوی بايد مدينې منورې ته په داسې لار ورسوي چې کافران پسې ورنه شي. هو! د نړۍ ستر انسان حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم او د نړۍ ستر رښتوني حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه مکه په داسې حال کې پرېښوده، چې پر تګ  يې له کورنيو او حضرت علي کرم الله وجهه پرته بل څوک نه وو خبر!!!

دوی د خپل لارښوونکي سره د يمن له خوا مدينې ته روان شول، چې د ثور غار ته ورسېدل، نو درې شپې پکې پاتې شول. له مرګه د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم خلاصون مشرکينو ته سمه د قيامت مانالرله، نو د مکې او مدينې ترمنځ په مشهوره لار يې ګزمې شروع کړې، آن د يمن له لارې د ثورد غار خولې ته ور ورسېدل، چاويل ممکن هغوی په دې غار کې وي، چابه ويل: ولې، نه يې وينې، چې غڼي يې په خوله تارونه غځولي او هلته کبوترې ځاله او په هغې کې هګۍ شته، دا ټول دامانا لري، چې دلته له ډېر مودې را په دې خوا څوک نه دي ورننوتي. حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه د کفارو پښې لېدلې، پر حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم وډارېده، ورته ويې ويل: يارسول الله صلی الله وعليه وسلم! که يې پښو ته وکتل موږ ويني! حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم ډاډ ورکړ: ای ابابکره! دهغو دوو په اړه څه وايې، چې درېيم پکې الله جل جلاله وي؟  مشرکينو په ټولو قبيلو کې اعلان وکړ، چې که څوک حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم او حضرت ابوبکر صديق رضی الله وعنه يا ووژني يا يې هم ژوندي ونيسي، ډېره لويه جايزه (سل اوښان)به ورکړو! هر چا يې د نيولو لپاره هڅې پيل کړې، خو سراقه بن جعشم کلک نيت وکړ، چې دغه جايزه به ګټي. حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم او حضرت ابوبکر صديق رضی الله وعنه له دريو شپو وروسته خپل تګ د سرې دريا له لارې خپل تګ بيا پيل کړ، مګر سراقه په هغوی پسې اس نږدې کړ، خو آس يې تر زنګونو پورې په ځمکه کې ننوت، درې واره دغه د ځمکې زغم تکرار شو، وروسته سراقه وعده وکړه چې زه به چاته په مکه کې ستاسې حال نه وايم، او بېرته پټه خوله مکې ته وګرځيد.

مدينې ته د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم ننوتل

لومړی وار حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم د قبا کلي ته ورسېد، هلته يې د اسلام د لومړني جومات بنسټ کېښود، وړاندې لاړ او د جمعې لمونځ يې په بنی سالم بنی عوف کې وکړ، او مدينې ته ورنږدې شو. د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم ملګري او دوستان په ورځو ـ ورځو د هغوی تشريف ته پر تمه وو، هره ورځ به سهار دمدينې غونډيو ته ختل، کله چې يې رسول الله صلی عليه وسلم وليد،  دغه بيتونه ورته وويل:

طلع البدر علينا

وجب الشکر علينا

ايها المبعوث فينا

من ثنيات الوداع

مادعا الله داع

جيت بالامر المطاع

په مدينه کې د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم لومړی کار:

په هغه ځای کې چې د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم اوښې ګونډه ووهله، هغوی مبارک يوجومات پکې راپيل کړ، دغه ځمکه د دوو يتيمانو وه، رسول الله صلی الله وعليه وسلم يې په قيمت ورسره وغږيده، هغو هلکانو ورته وويل: موږ دربخښلې يا رسول الله صلی الله وعليه وسلم! خو حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم يې خبره قبوله نه کړه،تر دې چې دغه ځمکه يې په لس ديناره ترې واخېسته او صحابه يې دجومات پر جوړولو امر کړل. چې په جوړولو کې يې په خپله حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم هم مرسته کوله. د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم دويم کار دا و، چې د ورورولۍ بې مثاله تړون يې وکړ، دغه تړون يې د انصارو او مهاجرينو تر منځ وکړ، چې هر مهاجر يې يوه انصاري ته ور ورور کړ، او هغوی پکې تر دې حده اخلاص وښود، چې انصارو خپل ټول شته او آن کورونه له خپل مهاجر ورور سره نيم کړل.

پاتې شته

لیکوال: مصطفی السباعی

ژباړن: دادمحمد ناوک

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د