د ستړي انقـلاب ستړی داستـان/عُقابي جانان

ليکوال:عُقابي جانان

انقلابه يم ستا غېږ کې رالوی شوی
ماشومتوبه تر ځوانۍ راراسېدلی
دستا هر رنګ ازمائښت سره بلد يم
انقلابه تا يم دومره زورولی
تا غازي او مجاهد کړم انقلابه
اوس مې ټول ژوند د الله لار کې ليکلی
. . . .
چې مې سترګې غړولې انقلابه
د بارودو تور لوګي مې پرې ليدلي
ماشومتوب کې يم له پلاره يتيم پاتې
ډېر غمونه او دردونه مې ګاللي

خوږې مور مې په پردو جامو کې لوی کړم
انقلابه دی شهيد مې پلار او ورور
د ژوندون له رنګينيو نه محروم شوم
وران ويجاړ دی زمونږ کلی زمونږ کور

انقلابه چې خبرو باندې پوی شوم
چې لږ ستر شوم او په خپلو پښو روان شوم
مور په لاس کې سيپاره راکړه په مينه
انقلابه زده کونکی د قرآن شوم

ما په ډېرې غريبۍ کې قرآن زده کړو
بيامې حفظ هم استاذ نه مکمل کړو
د پلارجان په پله روان وم انقلابه
هرمشکل کې مې په يو خدای توکل کړو

انقلابه مدرسې ته تلم راتلمه
یوه ورځ مخې ته راغلل سرۀ کُفَّار
ډېر په کبر او غرور رانه چاپېر شول
بې ګناه يې کړم په لار کې راهيسار

بیایې يوړم د څرخي وحشي زندان ته
بند په بند يې وتړلم ځنځېرو کې
د وحشت تورو تمبو کې يې بندي کړم
زولنې او هتکړۍ مې پښو لاسو کې

د يوسف په څېر بندي شوم انقلابه
تېرې دې ورځې او شپې مياشتې کلونه
مور په ماپسې ړانده لکه یعقوب وه
انقلابه وو په برخه يې دردونه

انقلابه له مودو وم بې درکه
بې اسرې مورکۍ مې ډېره وه اوتره
يوځای بل ځای یې په ماپسې لټون کړو
بيا يوچا کړله زما په حال خبره

انقلابه تر زندان راپسې راغله
یوخوا بل خوا يې کتل وه آرمانجنه
په تپوس تپوس راورسېده خواته
خو افسوس راپرې يې نښوده دننه

ځنځیرو کې وم تړلی کش کېدمه
په خپوړو باندې راغلمه جنګلې ته
د ديوال په مټ په ډېر زحمت ولاړ شوم
انقلابه ورنېږدې مې شوم ادې ته

ادې ګولې مې خپل سر په جنګلې کېښوو
کړل يې ښکل زما زخمي دواړه لاسونه
بيايې سوړ اسويلی وکړو په ژړا شوه
ويل يې زويه زر که اوایه حالونه

انقلابه تر ډېر وخته په ژړا وو
مور مې ماته کتل مامې کتل مور ته
ماويل بس کړۀ نوره مۀ ژاړه مورجانې
بس کړۀ بس کړۀ نوره لاړه شه خپل کور ته

انقلابه مور ژړا کې راته اوېل
بې لتا يوه ورځ ژوند نشم کولی
ما ویل مورې دعاګانو ته محتاج یم
ان شاءالله د ازادۍ خوب مې لیدلی

انقلابه مور مې ډېره شوه خوشحاله
ویل يې زویه پاک الله به دې راخلاص کړي
له خپل رب څخه مدام کوه سوالونه
په دې لوې امتحان کې به دې پاس کړي

ماویل مورې وړکۍ خورکۍ ده څنګه
يو ساعت مې هم نه وځي له زړګي نه
خوارې مور سترګې مې بيا شولې راډکې
ويل يې څوک به څه ګیله وکړي مرګي نه

انقلابه بیا يې غم کیسه شروع کړۀ
ویل يې زويه بمبار شوی وو ټول کلی
خُورَکۍ دې په کوڅو کې لوبېدله
زمونږ د کلي په کوڅو بم رالوېدلی

چم ګاونډ کې ماشومان هم شهيدان دي
ستا وړه معصومه خور وه ټپي شوي
تداوي لپاره ما سره خرڅ نه وو
له زخمونو خوارکۍ شهيده شوي

انقلابه زړه مې بیا له درده ډک شوو
وړې خور ته مې په چيغو نارې وکړې
د وجود اعضاء مې ټول ودردېدلو
د خور غم زما په زړه کې لارې وکړې

انقلابه بس يوه مور مې وه پاتې
هره میاشت به جېل خانې ته تله راتلله
آزادۍ ورځې نېږدې وې انقلابه
خوږې مور مې د خلاصون لاره څارله

موده تېره شوۀ د مور په انتظار وم
انقلابه ما ویل زيرۍ به پرې وکړم
تر زندانه بیا رانغله انقلابه
ما ویل خدایه رحم وکړې اوس به څه کړم

انقلابه د قسمت چارو ته ګوره
لوی الله په فضل خلاص شوم له زندانه
بيا په ورکې مور پسې کلي ته راغلم
ما ویل نن خو به خوشحاله شي مورجانه

انقلابه چې خپل کور ته رانېږدې شوم
کور مو وران وو هديره مې وليدله
د ادې قبر ته ورغلم په بيړه
مای په قبر لوپټه وپېژندله

زړه مې ډوب شو او په قبر يې ورړنګ شوم
په سلګو سلګو مې ویل چې ادې ګلې
نن راغلی له زندان يمه راپاڅه
سر راجګ کړه نن يې ولې غلې پلې

انقلابه زما له زړه يو خدای خبر وو
په ما څه تېر شول او نور به څه تيريږي
دا دې څنګه لوبې وکړې انقلابه
دا زمونږ وطن به کله آزاديږي

انقلابه دومره ظلم په ما شوی
بس کړه نور د شهادت په خوند مې پوه کړۀ
له دې ستړي ژوندانه یمه نور ستړی
د ابد په خوشحالی او ژوند مې پوه کړۀ

جنتي حورو ديدن رباندې وکړه
ستړی ستړی يم چې غېږ کې مې دمۀ کړي
چې سندرې راته اوایي په مینه
مرور يم که مې چېرته راپخلۀ کړي

انقلابه دا ارمان خو مې پوره کړۀ
د خدای لار کې مې شهيد پرچه پرچه کړۀ
چې نازک وجود مې وسوځي کباب شي
پاک اسلام ځينې مې داسې صدقه کړۀ

انقلابه زما کيسه ورته بيان کړۀ
“”عُقابي جانان”” خبر کړۀ انقلابه
انقلابه انقلابه انقلابه
شهادت غواړمه زر کړۀ انقلابه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د