افغانستان

هرات: د سيمه ييزو ارګانونو د پلاوي رئيس او دوه همکاران يې نيول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سيمه ييزو ارګانونو له لوري هرات ولايت ته د لېږل شوي پلاوي رئيس او ورسره دوه همکاران يې د بډو اخيستو په جرم نيول شوي دي.

يوې دولتي سرچينې اريانان نيوز ته ويلي، دغه پلاوي د هرات د ښاروالۍ چارو د څېړنې په موخه لېږل شوی و، خو د خپل کار پر مهال يې د ښاروالۍ د سرپرۍت د ساتونکي له لوري ديارلس زره ډالره بډې اخيستي دي.

سرچينې زياته کړې،دغه کسان تېره ورځ د ملي امنيت له لوري نيول شوي، خو په وينا يې د سيمه ييزو ارګانونو اداره په دې هڅه کې ده چې دا يوه تېروتنه وښيي او نيول شوي کسان د ملي امنيت له بنده خلاص کړي.

په عين حال کې د هرات د ښاروالۍ وياند نعيم عزيزي د يادو کسانو نيول کېدل تاييدوي او وايي، چې دغه پلاوی د ښاروالۍ د تېر يو کال د څېړنو په موخه راغلي و خو د ديارلس زره امریکايي ډالرو بډو اخيستو په تور د ملي امنيت له لوري نيول شوي دي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د هرات د والي وياند د اداري فساد په جرم د دغې ولايت د معارف رياست د سواد د زده کړو امر د نیول کېدو خبر هم ورکړی و.

تر دې دمه د سيمه ييزو ارګانونو ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

په حکومت کې فساد او بډې اخيستل تر ټولو لویه ستونزه بلل کېږي خو د راپورونو له مخې د ګډ حکومت په راتلو سره په حکومتي ادارو کې د فساد کچه تر بل هر وخت لوړه شوې او لوړ رتبه حکومتي چارواکي هم په اداري فساد کې ښکېل دي.

د يادونې ده، چې څه موده مخکې د بلخ ګوښه شوي والي عطامحمد نور د فساد اصلي مرکز د ولسمشرۍ ماڼۍ بللې وه او په وينا يې چې دی شواهد لري چې د امنيتي ځواکونو په قراردادونو کې د ميليونونو ډالرو په ارزښت اختلاس او فساد شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x