fbpx

د وينډوز د انسټالولو لپاره د USB جوړول يا Bootable کول

د وینډوز انسټالولو لپاره د فلش جوړولو یا بوټیبل کول په لاندې لارو ترسره کړئ!

Create a Bootable USB Flash Drive

1- کمپيوټر ته مو فلش (USB) داخل کړئ.
2- د کمانډ پرمټ (Command Prompt) پروګرام د اډمنسټريټر په حيث (Run as an administrator) راخلاص کړئ.
3- په CMD یا (Command Prompt) کې<< disk part >> وليکئ او ENTER يې کړئ.
4- بيا << list disk >> وليکئ او ENTER به يې کړئ، په دي سره به د خپل فلش نمبر په نښه کړئ، چې په کوم نمبر کې قرار لري.
5- له دې څخه وروسته به << <select disk <x >> وليکئ، دلته <x> پرځای د خپل فلش نمبر وليکئ او ENTER يې کړئ. (په دي ځای کې ډير خيال کوئ چې غلط نمبر ونه ليکئ.)
6- بيا << clean >> وليکئ او انټر يې کړئ، په دي سره به ټوله ډيټا له USB څخه ډيليټ شي.
7- بيا د نوي پارټيشن جوړولو لپاره << create part pri >> وليکئ او ENTER يې کړئ.
8- بيا د نوي جوړ شوي پارټيشن د انتخابولو لپاره << select part 1 >> وليکئ او ENTER يې کړئ.
9- بيا د پارمټ کولو لپاره << format fs=ntfs quick >> او ENTER يې کړئ.
10- بيا << active >> وليکئ او ENTER يئ کړئ.
11- بيا << exit >> وليکئ او ENTER يې کړئ، په دې سره به مو پروګرام بند شي.
12- بيا د وينډوز ټول فايلونه به USB ته کاپې کړئ، په دي سره به مو فلش د وينډوز د انسټالولو لپاره چمتو شي.

نوټ: د فلش د Bootable جوړولو لپاره ډير شمير پوستغالي (Software) وجود لري ، لکه Rufus او Win ToBootic، خو زه دې پورته ذکر شوي طريقې ته ترجيح ورکووم.

دا << >> علامې په کې مه ليکئ.

مطيع اللّٰه حکيمي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د