روغتیا

پنځه لاملونه چې د سترګو شاوخوا حلقو توروالی رامنځته کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): زیاتره وخت د سترګو شاوخوا حلقو توروالی د بې خوبۍ له کبله رامنځته کیږي خو یواځې بې خوبي نه، ددې نور ډیر لاملونه هم کیدلای شي چې په لاندې ډول دي:

د اوسپنې کمښت

بدن کې د اوسپنې کموالی د سترګو شاوخوا توروالي راپيدا کېدلو لوی لامل دی، اوسپنه د بدن داخلي حجرو ته آکسیجن ورکوي، چې د کمښت پر مهال حجرو ته آکسیجن په سمه توګه نه داخلیږي، او د سترګو د توروالي او کمزورۍ لامل ګرځي، بدن کې د اوسپنې پوره کولو او د سترګو توروالي ختمولو لپاره باید شنه سبزي، سلاد او میوه وخوړل شي.

زیات خوب کول

که د خوب کموالی د سترګو د توروالي لامل کیږي خو د خوب زیاتوالی هم ددې لامل کیږي، تر اندازې زیات ویده کېدل ټول مخ مایع کوي چې د سترګو شاوخوا د تورو حلقو لامل ګرځي.

زیاته مالګه خوړل

د زیاتې مالګې خوړل د یو شمېر ناروغیو ترڅنګ د سترګو حلقو توروالی هم رامنخته کوي، ځکه چې زیاته مالګه خوړل بدن کې د اوبو جمع کولو لامل جوړیږي، چې د توروالي په شکل د سترګو شاوخوا ته راټولیږي.

زیات وخت لمر ته ګرځېدل

د لمر وړانګې د بدن لپاره اړینې دي، چې ددې څخه بدن د ویټامن ډي ماده ترسره کوي، خو له اندازې زیات لمر ته ګرځېدل د سترګو توروالی راپیدا کوي، ځکه چې د لمر وړانګې په بدن کې د میلانین کچه زیاتوي چې په چټکۍ سره توروالی رامنځته کیږي.

د سینګار سامان او یا مصنوعي کریمونه استعمالول

زیاتره وخت انجونې د سینګار لپاره پر سترګو مصنوعي شیان استعمالوي، لکه مسکارا، د وریځو لاینر او داسې نور شیان، چې د تورو حلقو لامل ګرځي، ځکه چې دغه مصنوعي شیان پوستکي سره الرجي پيدا کوي، چې له امله یې توروالی رامنځته کیږي، که بیا یې هم استعمال اړین وي باید د سترګو شاوخوا ته دغه شیان په سختۍ او زور سره ونه لګول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Taj wali

Aslamualekom
zmong starge yawaze nunn.asia ta de .che yawa islami website de. magar taso ham kala dase karona wakre che zomong omedona pah aobo laho krae
aya da aks (picture) pah yawa islami parra ke da nashrawalo de???
Tase khpala fekar wakree ? che yao laghar ,los taswee pah yawa islami ao meli we side kae nashrawal kha kar de?
aya bal taswe na wa da de mozoo mutabeq?
Hela da ghawar pre wakre
waslam
Taj

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x