ټولنیزه برخه

بدلون / داد محمد ناوک

((هرڅوک د نړۍ د بدلون په فکر کې دي، خو د ځان د بدلون په فکر کې نه دي. تولستوى))

موږ فکري يرغمل يو، زموږ فکر له هاغه وخته راهيسې محاصره دى، چې  هغه اپلاتون چې غلامان به يې ازلي غلامان او دهغوى اخېستل او خرڅول  او په هغوى درانده فزيکي کارونه به يې روا ګڼل، موږ ته د داسې چا په نامه را پېژندل شوى، چې هره خبره يې دکاڼي کرښه ده، موږته هغه بودا چې ښځه به يې د نارينه کمزوري ګڼله  او هغه ولټر چې ښځينه توب به يې د انسانيت عيب ګاڼه، دعلماوو او پوهانو پرنامه راپېژندل شوي وو.

موږ له هاغه وخته راهيسې محاصره يو، چې حضرت امام محمد غزالي، ابو نصرفارابي، ابن سينابلخي، ابو ريحان البيروني…مونه پېژندل خومارکس، ګورکي، تولستوى،هوګو، ټاګور … راته د نړۍ دنابغه ګانو پر نامه راپېژندل شوي وو، د روسي تولستوى په وړاندينۍ خبره چې  په پوره ډاډ يې له اسلامي ارزښتونو په اړون را اوړون کړې ده، د هغوى دبدلون دمعيار په مرسته بايد ووايم چې،هر انسان هڅه کوي، د خپل وس پر اندازه خپل ژوند، ځان حتى ټولنه بدله کړي، مګر بدلون په کوم معيار؟ او ولې؟
که موږ سل کاله شاته فکر وکړو؛ نو اوس سل کاله پر مخ تللي يو، اوس له هغه حالته د سل کاله پر اندازه پر مخ شوي يو، نو ولې نور ځان بدل کړو؟ ايا هغه حالت ته چې زه غواړم ځان ور بدل کړم، پربدلون سربېره به بياهم د بدلون لټه وي؟ ځواب يې ځکه هو دى، چې نړۍ وړاندې ځي، خلک وړاندې ځي، په وړاندې تلو وړانديني شيان او حالتونه چې پخوا نه وو، زموږ مخې ته راځي، که ځان ورسره برابروو، نو بدلون کوو اوکه يې نه برابروو نو موږ وروسته پاتې يو، بدلون منونکي به وړاندې ځي.
خو دغه بدلون په کوم معيار؟ د نړۍ د بدلون معيار د چا په لاس کې دى، او ايا له هر بدل شوي سره موږ بايد ځان بدل کړو،غربي ټولنه پر دې خوښه ده، چې دين يې د کليسا په څلور دېوالي کې ايسار کړى، دغه هم بدلون دى، ځکه د دغو خلکو نږدې اووه پېړۍ وړاندې ټول واک د کليسا په لاس کې وو، نو ايا دغه بدلون ومنو؟ په پوره ډاډ چې دغسې بدلون هيڅ د منلو نه دى، نو ولې بيا زه هغه نړۍ معيار ونيسم چې هغه له ماسره په هرڅه کې بدله ده؟ ولې هغوى موږ ته ځان نه رابدلوي؟
دمسلمانانو لپاره د ژوند په هر اړخ کې ستره نمونه زموږ ستر لارښوود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم دى  او د بدلون معيار د نړۍ دخالق کتاب دى،موږ اوس بدلون ته اړتيا لرو، يو لوى بدلون ته، ځکه چې موږ د بدلون له ياد معياره لرې شوي يو،موږځکه له نورو وروسته ، د نورو تابع او نورو ته اړيو،چې اصلي لاره مو پرې اېښې ده، او د لارو په منځ کې د تبليغاتو په شور کې په بله روان يو.
دا چې د ځان بدلون ډېر اړين دى که د محيط؟ دا به دې ته ورته وي لکه يو څوک تر ستوني په شرابوکې ډوب دى، غواړي له شراب خورۍاوله دغې ډوبتيا ځان خلاص کړي، دغه نفر دوه لارې لري، يا به دشرابو په منځ کې هڅه کوي، چې د ډنډ سورى پيداکړي اوله غضبه يي ځان خلاص کړي،خو د دغې لارې عملي کول ځکه شوني نه دي، چې شراب دغه شرابي  د ډنډ زوال ته نه پرېږدي او هڅه کوي، چې تل يې نشه وساتي. دويمه لارچې عملي کول يې ترلومړۍ هغې ډېراسانه دى، داده چې شرابي له ډنډه تښتي، او بيا له باندې کولاى شي دغه ډنډ په اسانۍ تش کړي. نو هغه څوک چې د نړۍ يامحيط يا د ټولنې تر بدلون وړاندې د ځان د بدلون خبره کوي، د دې مثال دلومړۍ برخې غوندې دى، که څوک استدلال وکړي، چې يوچاپه ځان کې بدلون نه وي راوستى نو په چاپېريال کې به يې څنګه راولي؟ روښانه خبره ده چې په هره ټولنه کې يو څوک هرومرو پر اصلي معيار او سمه لار روان وي، خو د دې معيار او دغې لارې موندنه د نننۍ بلواکه معيار په واسطه نه شي کېداى. دغه معيار او لاره هغه څوک پيداکولاى شي، چې د انسانانو د سرتاج له سيرته پوره خبر او عملي کوونکى وي.او دهغې ډلې په مرسته کولاى شي، ټولنه بدله کړي او د بدلون معيار يې هم په خپل لاس کې د الله قرآن وي.

لیکوال: دادمحمد ناوک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x