سپوږمۍ تندر نیولې وه

دکتور کفایت الله ودرګ

سپوږمۍ تندر څنګه نیسي؟ د ساینس له نظره ولې کله کله سپوږمۍ ټوله او یا ځینې برخه تیاره کیږي؟ ددې پوښتنو لور ته نه ورځم بلکه د یو مسلمان په صفت دا وایم چې د عالم د نظام چلوونکی یوازې الله تعالی جل جلاله دی بل هېڅوک ورسره شریک نشته نو چې په سپوږمۍ باندې هرڅه کیږي چې له امله یې تیاره کیږي دا حالت ورباندې الله تعالی جل جلاله راولي هر وخت چې وغواړي ورباندې راوستلی یې شي او په دنیا کې بل هېڅ قوت نشته چې دا حالت ورباندې راولي او چې کله الله تعالی جل جلاله وغواړي نو هغه یې ورڅخه لرې کولی هم شي او چې الله تعالی جل جلاله یې رڼا نه کړي نو چې یو ځل سپوږمۍ تیاره شوه د دنیا هېڅ قدرت نشی کولی بېرته یې رڼا کړي .

لکن کله چې په سپوږمۍ باندې دا حالت راشي د یو مسلمان په صفت مونږ باید څه وکوو؟

زه به ددې پوښتنې ځواب له خپلو لوستونکو سره د ثواب په نیت شریک کړم.

حضرت ابو موسی الاشعري رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وخت واقعه بیانوي فرمایي : د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې سپوږمۍ تیاره شوه رسول الله صلی الله علیه وسلم په وېره کې را پاڅېدو هسې نه چې قیامت شوی وي جومات ته راغلو لمونځ یې وکولو اوږد قیام یې وکولو ، اوږده رکوع یې وکوله ، سجده یې وکوله ما هغه کله په داسې اوږده لمانځه نه وو لیدلی بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دا نښې دي چې الله تعالی یې را لیږي دا د چا د مرګ او یا د چا د ژوند له وجې نه راځي لکن الله تعالی ورباندې خپل بندګان ډاروي کله مو چې داسې څه شی ولیدل نو د الله تعالی ذکر ته زر ور پاڅېږئ او دعا ګانې او استغفار کوئ . د صحیح البخاري د حدیث ترجمه

همدارنګه حضرت اسماء رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه حالت واقعه بیانوي چې کله لمر تیاره شوی وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډېره وېره کې را پاڅېدو او په لمانځه و درېدو او اوږد لمونځ یې وکولو چې د اوږده وخت لپاره په لمانځه ولاړ وو ، اوږده رکوع یې وکوله ، اوږده سجده یې وکوله .

په همدې ډول پدې موضوع کې نور احادیث دي چې ښکاره کوی کله به چې سپوږمۍ تیاره شوه او یا به لمر تیاره شو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به خلکو ته امر کولو چې لمونځونه وکوئ ، صدقه وکوئ ، خیراتونه ورکړئ دعاګانې او استغفار وکوئ .

د حضرت ابی مسعود الانصاري رضی الله عنه څخه روایت دی فرمایی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : إِنَّ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ آيَتَانِ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهِمَا عِبَادَهُ، وَإِنَّهُمَا لَا يَنْكَسِفَانِ لِمَوْتِ أَحَدٍ مِنْ النَّاسِ، فَإِذَا رَأَيْتُمْ مِنْهَا شَيْئًا فَصَلُّوا، وَادْعُوا اللَّهَ حَتَّى يُكْشَفَ مَا بِكُمْ . رواه مسلم

ترجمه : بېشکه لمر او سپوږمۍ دوې نښې دي د نښو د قدرت د الله تعالی پدې سره خپل بندګان ډاروي او دا دواړه په خلقو کې د چا د مرګ یا د چا د ژوند له امله نه تیاره کیږي کله مو چې دا شی لیدل نو لمونځ کوئ او د الله تعالی نه وغواړئ چې هغه له تاسې پورته کړي چې تاسې پکې یاست .

د خسوف (سپوږمۍ تندر نیولو) لمونځ

کله چې مسلمانان وویني چې سپوږمۍ تندر نیولې ده پدې وخت کې دوه رکعته لمونځ سنت دی ، ځینې علماوو ویلی چې واجب دی او ځینې علماء یې بیا د فرض کفایې خبره هم کوي لکن اکثر علماء پدې رایه دي چې دا سنت دی .

د لمانځه طریقه :

د خسوف لمونځ دوه رکعته دی .

ددې لمانځه لپاره اذان نشته صرف اعلان به کیږي چې خلک خبر شي او را ټول شي چې لمونځ وکوي .

د نارینه وو لپاره سنت ده چې په جومات کې دا لمونځ وکوي .

زنانه به دا دوه رکعته لمونځ په کور کې کوي او که د فتنې وېره نه وي او په جومات کې د زنانه وو لپاره بېل ځای وي که جومات ته هم لاړې شي نو مشکل پکې نشته .

د امام شافعي او امام حنبل رحمهما الله د مذهب له مخې لمونځ په جمع سره کیږي او د امام ابي حنیفه او امام مالک رحمه الله د مذهب له مخې دا لمونځ به هرڅوک ځان ته کوي په جمع به نه وي .

د لمانځه نه وروسته به به تر هغه وخته پورې دعا ګانې ، اذکار او استغفار وایی ترڅو سپوږمۍ رڼا شوې نه وي .

امام او په خلکو کې عالم به خلکو ته د وعظ خبرې وکوي او خلکو ته به ور په یاد کړي چې لمر او سپوږمۍ د الله تعالی له قدرتونو څخه دي الله تعالی چې هر وخت وغواړي نو دا دواړه نعمتونه له مونږ څخه داسې اخیستی شی لکه اوس یې چې تیاره کړی ده او هېڅوک نشی کولی چې اوس دا تیاره له سپوږمۍ څخه لرې کړي ترڅو یې چې الله تعالی ورڅخه لرې نه کړي او نه هېڅ قدرت کولی شي په سپوږمۍ دا تیاره راولي بغیر د الله تعالی څخه .

که د خسوف په وخت کې د فرضی لمانځه وخت شي نو اول به فرضي لمونځ کوي بیا به دا سنت لمونځ کوي .

که چېرته د خسوف د لمانځه په وخت کې ټول خلک په جومات کې حاضر وي نو بیا هم اعلان کول د هغه کسانو لپاره مستحب دی چې هغوی جومات ته نه وي راغلي .

سپوږمۍ چې تیاره شي پدې وخت کې د لمانځه حکمت :

کله چې سپوږمۍ تیاره شي شریعت ولې مونږ دېته هڅوي چې باید لمونځ وکوو؟ ځکه چې دا د الله تعالی یو قدرت ښکاره کېدل دي او مخکې حدیث تېر شو چې الله تعالی پدې سره خپل بندګان ډاروي پدې معنی چې لمر او سپوږمۍ د الله تعالی د امر تابع دي که الله تعالی یې د ټول عمر لپاره تیاره کول وغواړي نو هېڅ قدرت یې نشي رڼا کولی نو مونږ چې کله دا حالت ووینو باید الله تعالی ته راجع شو لمونځ ، دعاګانې او استغفار وکوو .

صرف دا نه بلکه مونږ ته الله تعالی داسې یو مبارک شریعت را کړی دی چې د ژوند په هره برخه کې مونږ ته هدایات لري که باران کیږي مونږ دعا لرو باید ویې وایو ، که باران نه کیږی نو مونږ دعاء لرو باید ویې وایو ، که په لوړه باندې خیږو باید الله اکبر ووایو که په ښکته باندې ښکته کیږو باید سبحان الله ووایو نو په همدې ډول کله چې سپوږمۍ تیاره کیږی او د هر سبب له امله چې تیاره کیږي فرق نه کوي که ساینس ورته د تیاره کېدو وجه وایي نو له اسلام سره ټکر نه ده ځکه چې مونږ مسلمانان ټول پدې عقیده یو چې ددې نظام چلوونکی یوازې الله تعالی دی او دا لمر سپوږمۍ او مځکه پدې حالت کې چا اچولي دي؟ الله تعالی … آیا بغیر د الله تعالی نه بل داسې څوک شته چې بیا داسې حالت جوړ کړي؟ آیا کله چې د اسې حالت راشي څوک شته چې سپوږمۍ له دې تیارې حالت څخه وباسي؟ نو الله تعالی ورباندې دا حالت راوستلی دی او الله تعالی کولی شي بېرته یې ورڅخه پورته کړي نو ځکه پدې وخت کې شریعت مونږ ته امر کوي چې الله تعالی ته راجع شئ دوه رکعته لمونځ سنت دی او نور چې څومره دعا ګانې او استغفار کولی شئ ویې کوئ .

مسلمان چې څومره په ساینسی علومو کې مخکې ځي باید همدومره د الله تعالی په قدرتونو باندې یې عقیده کلکه شي او له مخکې نه زیات الله تعالی ته تابع او تسلیم شي او د کفارو شان دا دی چې هغوی په ساینسي علومو کې څومره ژور ځي همدومره له الله تعالی څخه لرې کیږی او هغه علم د خاورې شي چې خپله عالم ته د حق لارې لارښونه ونه کوي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د