نظــر

اشرف غني د ابوجهل پر لار (زه به غچ اخلم)

عمر وهاج
2018م – Feb – 1

د بدر په غزا کې چې په لومړي ځل د مسلمانانو او مشرکانو ترمنځ تر ټولو ستره معریکه وه د مؤمنانو امیر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ؤ او د مشرکانو مشر ابوجهل ؤ، د جګړې تر مخه د مبارزې په مهال د حضرت حمزه، علي او یوه بل صحابي رضی الله عنهم له خوا عتبه، شیبه او ولید چې د مشرکانو مشران او اشراف وه ووژل شول، له همدې ځایه د کفارو مرال ټیټ او د شکست نښې پکښې پیدا شوې، کله چې جنګ پیل شو د جنګ نقشه هم دومره بدله وه چې مشرکان ورته حیران وه هغه داسې چې مخکې به د جګړې دواړو غاړو یو پر بل حملې پیل کړې خو دا ځل رسول الله صلی علیه وسلم خپل ملګرې پر ځنګنو کښېنول او ورته وې ویل چې د هغو برید مه کوئ او همدلته کښېنئ ترڅو مشرکان ډېر درته رانږدې شي، کله چې مشرکان ښه رانږدې شول اصحابو د نبي په امر په یووار برید پیل کړ او سخته نښته ونښته.

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل ټاکل شوې ځای ته ځان ورساوه او الله تعالی ته یې دعاوې پیل کړې او د نصرت غوښتنه یې ځنې کول، الله تعالی له اسمانه زرګونه ملکې راولېږلې او د مجاهدینو سره په جنګ کې شریکې شوې، شیطان چې دې جنګ ته د مشرکانو د تیرایستنې لپاره د سراقه ابن مالک په شکل کې راغلی ؤ مخامخ وتښتېد، مشرکانو یې مخه ونیول چې تا خو زموږ سره وعده کړې ده؟ خو شیطان ورته ویل زه هغه څه وینم چې تاسو یې نه وینئ.

دلته نو د مشرکانو شکست پیل شو او ماته په ګډه شوه او هر یو د تیښتې هڅه کوي خو په دې وخت کې ابوجهل د کبر او غرور خبره وکړه او ویل یې: #اې_قریشو_شاته_مه_ځئ_زه_به_دمحمد_لښکر_ټول_ژوندي_ونیسم_اوپه_رسیانو_به_یې_وتړم

خو قریش مات ول او تېښتې ته یې مخه کړه او په أخر کې ابوجهل هم د دوو تنکیو ځوانانو: معاذ او معوذ رضی الله عنهما په اتلوال برید کې ووژل شو.

داسې بریښي لکه کټ مټ چې هغه کیسه روانه وي، طالبانو د افغانستان اتیا سلنه خاوره په لاس کې اخیستې ده، د هیواد په هر ګوټ کې چې زړه یې وغواړي برید کوای شي او څومره لوړ هدف چې وغواړي په نښه کوای یې شي، په تیره اونۍ کې یې په کابل او کندهار کې پرلپسې څو لوی بریدونه ترسره کړل او د حکومت ډېر لوړ اهداف یې په نښه کړل؛ خو حکومت چې د زوال په لور رهي دی، د طالبانو په مقابله کې بالکل ناتوان او ناکام دی او په خپل منځ کې سره اړم دی آن درست حکومت په میاشتو – میاشتو یو والي نه شي تغیر کوای؛ خو ولس مشر اشرف غني د دې پر ځای چې د مسألې اصلي علت درک کړي او خپلې ناکامۍ کابو کړي غټې خبرې کوي او وایي: #زه_به_له_طالبانو_څخه_غچ_اخلم.

ابوجهل هم تر ځان درنه خبره وکړل او ویل یې د محمد لښکر وژنم نه، بلکي ژوندي یې نیسم او په رسیو یې تړم، خو په همدې جنګ کې د معاذ او معوذ (فدایان) رضی الله عنهما له خوا ووژل شو او سر یې ترې پرې کړ، اشرف غني هم د ابوجهل پر لار روان دی او د غچ اخیستلو په فکر کې به د دې ملت معاذ او معوذ ورباندې برابر شي او سر به ترې غوڅ کا. ځکه دا هم هغه د محمد صلی الله علیه وسلم لښکر دی چې ملکې یې ملګری کا او د الله تعالی غیبي نصرت ورسره مل دی.

د یوه خپلواک او اسلامي افغانستان په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x