نظــر

پنټاګون ولي د سیګار پر معلوماتو بندیز لګوي؟ْ!

شاهد (غزنیوال)

د افغانستان لپاره د امریکايي مرستو او بيا رغونې د څار ادارې (سیګار) په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» اجازه نه ورکوي چې د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې او د طالبانو تر واک لاندې سيمو په اړه راپورونه او معلومات خپاره کړي.

د پنټاګون د دې اقدام په اړه سيګار ویلي چې د امریکايي ماليه ورکوونکو د مرستو لګولو په اړه دا معلومات له خلکو پټول (ستونزې) زياتوي اوله پنټاګون نه یې غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

سره له دې چې سيګارخپله هم د کانګريس اړونده هغه اداره ده، چې له تیرو ۸ کلونو راهيسې په افغانستان کې د امریکايي مرستو او بيا رغونې د چارو په اړه څېړنيز راپورونه او معلومات خپروي.

له طالبانو سره په جګړه کې د داخلي او بهرنیو ځواکونو د تلفاتو ارقام او همداراز په افغانستان کې د طالبانو د واکمني نفوذ هغه څه دي چې د داخلي او خارجي سرتیرو په مورال ډیر منفي اغیز کوي.

یاد ځواکونه چې په افغانستان کې د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ او مورال بایللي دی په جګړه کې د هغوی د تلفاتو واقعي ارقام خپرول نورهم د دوی د مورال پریوتو لامل ګرځي.

همدا وجه ده چې پنټاګون مجبوریږي ټول هغه حقائق او واقعیتونه چې په افغانستان کې د طالبانو د مقاومت په ترڅ کې پیښیږي له امریکايي او داخلي ځواکونو څخه پټ وساتي او کوښښ وکړي د تشو تبلیغاتو په وسیله خپلو سرتیرو ته د جګړې په ډګر کې مصنوعي مورال ورکړي.

له سیګار ماسیوا هم امریکايي مطبوعات او د هغوی سیاسي او پوځي ماهرین په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په ناکامي باوري دي او د نیویارک ټایمز او واشنګټن پوست په څیر مشهورو امریکايي ورځپاڼو ورباندې متعدد تحلیلونه نشر کړي دي.

سیګاراوس هم د کانګریس د یوې مربوطې ادارې په توګه د تلفاتو هغه حقائق چې د بهرنیو او داخلي ځواکونو په لیکو کې رامنځته کیږي او یا هم هغه جرائم چې د دغو ځواکونو لخوا د ولسي خلګو په وړاندې تر سره کیږي هیڅ نه دي خپاره کړي.

کوم ارقام چې سیګار تر اوسه د داخلي ځواکونو د تلفاتو او یاهم د افغانستان په ۷۰ سلنه باندې د طالبانو د واکمنۍ په اړه خپاره کړي هغه داسې ملموس واقعیتونه دي چې هیڅ څوک تري انکار نشي کولی.

مثلا د سيګار دا خبره چې د امریکا د نوې سټراټيژي له اعلان وروسته هم د طالبانو د نفوذ مخنیوی نه دی شوی، بلکې لا هم مخ پر وړاندې روان دي او یا دا چې ګډ حکومت يوازې په ۵۷ سلنه خاوره واکمن دی هغه واقعیت دی چې هم د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکلسن او هم د ګډ حکومت مشر اشرف غني له سي بي اس ټلویزون سره د خپلو مرکې په ترڅ کې ورباندې اعتراف وکړ.

خو د امریکا د دفاع وزارت ( پنټاګون) همدا ملموس او مشهود واقعیتونه هم نشي زغملی او له سیګار څخه غواړي چې په دې اړه خپل معلومات او راپور ورکول متوقف کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شيرمحمد

ويل کيږی چي ډونالډ ټرمپ باندی وسلوال بريد شوی نن ټکی اسيا سه معلومات لری

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x