دشیخ القرآن والحدیث مولانا عبد العلي (دیوبندي) دوفات ددوهمې کلیزې په مناسبت

shaikh_dewbandiشاهد (غزنیوال )

درنو لوستونکو! نن ټکی آسیا غواړي ستاسو دمعلوماتو لپاره دهیواد دځینو مهمو سیاسي ،جهادي ،فرهنګي او ټولنیزو علمي شخصیتونو دپیژندګلوي لړۍ پیل کړي .

پرځای بولو چې ددې معلوماتي سلسلې پیل دهیواد دعلمي ،جهادي اوټولنیز وتلي شخصیت ارواښاد شیخ  صاحب  عبد العلي(دیوبندي) رحمه الله په پیژندګلوي پیل کړو.

زوکړه یې:

شیخ الحدیث والتفسیر الحاج  مولنا عبد العلي (دیوبندي) په کال ۱۳۱۷  هجري لمریزکال کې  دکندهار ولایت  د سنګسار په لاکوخيلوکلي کې د دغې سیمې دمشهور عالم  مولانا شيرمحمد مرحوم  په علمي کورنۍ کې زيږيدلی.

زده کړه او تحصیل  يې:

ارواښاد مولنا عبدالعلي (دیوبندي) لومړنۍ دیني زده کړي له خپل والد صاحب  څخه  ترلاسه کړي ، متوسطه زده کړې یې د کندهار ښار په محمديه مدرسه کې اولوړې شرعي زده کړې یې دخیبر پښتونخوا په مشهورې دینې مدرسې  جامعه اسلاميه اکوړه خټک کي په ۱۳۸۳ هق کې سرته رسولې .

نوموړي له دیني زدکړو ترفراغت وروسته په خپلې سیمې او دکندهارولایت په بیلا بیلو سیموکې  دتدریس ،دعوت  اوارشاد سلسله پیل کړه او ویې کړای شول  له دغې لارې څخه  یوزیات شمیر  داسلامي علومو طالبان  دټولنې داسلامي خدمت لپاره وړاندې  کړي.

جهاد اومبارزه یې :

کله چې په کال ۱۳۵۷ کې  په افغانستان کې کمونستانو واک ترلاسه کړ او افغانانو یې په خلاف  جهاد پیل کړ  ارواښاد دیوبندي صاحب هم دکندهار ولایت دهغو علماوو په جمله کې  چې مسلمانان یې دکمونستانو په خلاف جهاد ته رابلل  فعال  رول درلود چې وروسته  پاکستان ته مهاجر  اوهالته یې  ددعوت اوتدریس ترڅنګ دمجاهدینو په دیني اوفکري روزنه کې دپاموړ خدمتونه  ترسره کړل .

تدریس او اصلاحي فعالیتونه یې:

په افغانستان کې  دکمونستي رژیم  له ړنګیدو او دتنظیمي  وسله والو ترمنځ دخپل منځي جګړو په  پیلیدو سره یې بیرته  خپل تدریس ته مخه کړه او دخپلې سیمې په کچه یې  دمتحاربو (جګړه مارو) ډلو ترمنځ دسولې ډیرکوښښونه وکړل .

دخپل منځي جګړو دله منځه وړلو لپاره دطالبانو داسلامي تحریک  په  رامنځته کیدو سره  دیوبندي صاحب ته په خپلې سیمې کې لا د دعوت او تدریس زمینه مساعده شوه ؛هماغه وه چې  خپل هیواد ته راستون  اودکندهار په مرکز ي  مدرسې کې طالبانو ته  دحدیثو  تدریس پیل  کړل.

ارواښاد دیوبندي صاحب  په خپل ژوندکې دیولړ ځانګړیو مشخصاتو لرونکی شخصیت وو.

اوهغه داچې سره له دې چې  دطالبانو دتحریک اکثره مسؤلین اوچارواکي دده  شاګردان او زیات عقیدت مندان  ول خو ده بیاهم دطالبانو په اسلامي امارت کې  ترآخیره پوري کومه رسمي  دنده  نه  واخیسته  .

نوموړي  دطالبانو دواکمنۍ په مهال  دشریعت غږ  راډیو له لارې دهیواد والو فقهي  پوښتنوته   له ځوابونو  ویلو او په  مدرسه کې  له تدریس کولو سیوا بله کومه رسمي وظیفه  نه لرله .

دنوموړي دغه فتواوې  دژوند په بیلابیلو  اړخونو عباداتو ،عقائدو ،معاملاتو  ،سیاست ،اسلامي اقتصاد او احوال شخصیه  باندې مشتملې  دي .

دغه علمي  ذخیره چې شمیر يې (۷۰۰) فتواووته رسیږي  په سمعي اوبصري بڼه  دارواښاد  دیوبندي  دازامنو اودهغه دعقیدت مندانو له لوري راټول شوي  او ښايي په دې نیږدي کې   دهیواد والو داستفادې  لپاره  عرضه شي .

ددغې علمي  ټولګې ځانګړتیاداده چې هغه  ډیرساده ،عام فهمه او دمرحوم دیوبندي صاحب  په ډیره خوږه دعوتي لهجه  وړاندي کیږي له همدې امله  هرڅوک  که نارینه وي که شځینه ،که عالم وي که بی علمه ،که لوستوال وي اوکه نالوستی کولای شي له هغې څخه په اساني سره استفاده وکړي  .

شخصي ژوند یې :

سره له دې چې شیخ صاحب زمونږ دهیواد په کچه  یومشهور علمي شخصیت وه  خو ژوند یې ډیر ساده  اوله تکلفاتو لیري وو، انتهایي ميلمه پال او ډير سخي  سړی وو،  اخلاص ، محبت ، تواضع او دمريض عيادت یې ځانګړي صفتونه وو، هرانسان  اوپه مجموع کي انساني کرامت ته  په ډير احترام قايل وو، متواضع په دې اندازه وو، چې  هرعالم به د ده مجلس ته راغی هغه که به دده شاګرد هم وه خوده  به  درناوی  په  غرض  هغه   په  خپل ځای  کیناوه  او خپل ځای به یې ور ته پریښود .

او چې کله به يوڅوک د ديني پوښتنې له پاره ورته راغی نو لومړی به یې دا ورته ويل چې  په خپله علاقه او سيمه کي له علماء کرامو څخه  په دې اړه  پوښتنه  کوه ، هغه تر ما ډير اوچت خلګ دي .

تألیفونه یې  :

سره له دې چې  شیخ صاحب  خپل عمر ټول  په تد ریس ،دعوت  اوجهاد کې تیرکړی  خو دهغه ترڅنګ یې  ددیني علومو په برخه کې  لیکل  اوتالیفات هم  له پامه نه دې غورځولي .

نوموړي  په شرعي علوموکې په پښتو، فارسي او عربي ژبو ښې لیکنې کړې چې هغه په لاندې توګه تشریح کیږي .

۱ـ  نصرالاحباب علی رغم المرتاب / فارسي

۲ـ   نصب الخيام فی رد الاوهام /فارسي

۳ـ نصيرالاسلام فی اخبار سيدالانام / پښتو

۴ـ بلوغ المرام فی تعليم الاسلام/ پښتو

۵ـ  نصرة الاسلام / پښتو

۶ـ  ارشادالمسائل بین الحق والبا‎طل / پښتو

۷ـ  قرات خلف الامام /فارسي ناچاپ

۸ ـ دجلالین حاشیة ناچاپ

۹ ـ دخیالي اوشرح العقائدحاشیة ناچاپ

او الرعاية علی الهداية /حاشية د صلوة هدايه او نکاح هدايه . چي دادوې برخي یې چاپ شوي خو بيع او شفع هداية د دې وروستنۍ ورپيښي ناروغۍ له امله نيمګړي ځيني پاته شوې.

ټولنیز او علمي شخصیت یې :

شیخ  صاحب  زمونږ  دهیواد دعلمیت اوفقاهت د صحنې هغه ځلیدونکې ډیوه  وه چې علمي روڼایې دهیواد ګوټ ګوټ روښانه کړی ،او دافغانستان دمعاصروشرعی علماووپه منځ کې دیوه جامع اومنلي علمي شخصیت په توګه خپل ولس اوټولنې ته  نه هیریدونکي علمي خدمتونه ترسره کړي  دي.

نوموړي د افغانستان دعلمي قشرپه منځ کې دشیخ التفسیر والحدیث غوره لقب په لامنازعه توګه دځان کړی ،او دعلم التفسیر اوحدیث ترڅنګ دفقه ، اصول الفقه، صرف، نحو، بدیع اوبیان دعلومو هم دیوه ماهر استا‍ ذپه حیث پیژندل شوی عالم  وه.

دافغانستان علماوو اوددیني علوموطالبانوهغه ته دعلمي اسلافو اوروحاني اکابرینودوروستي یادګارپه سترګه کتل .

مرحوم دیوبندي صاحب دخپلو دغو ټولو فضایلو تر څنګ دبي سارې تقوا اوفضیلت نمونه هم  وه.

له تکبر،تظاهر،حسد،اوبدبیني څخه یې ډیربد راتلو؛له هیچا سره یې دمقابلې اوسیالي خیال په سرکې نه درلود اوټولوته  دیوه قدرمن  اودرانه  استاذ په توګه منل شوی  محبوب شخصیت وه.

ارواښاد دیوبندي صاحب د خو دخواهۍ ، خود پرستۍ اوځان ستایلو  دبدمرغې ناروغې له اغیزوڅخه په بشپړه توګه ځان  روغ  ساتلی وه اوچاهم  د ده په  ټول علمي ژوند کې د دغې اخلاقي ناروغۍ آثارنه  وه لیدلي.

دخدای بښلی دیوبندي صاحب  ټول علمي ژوندداخلاقي فضایلو یوه مجموعه وه.

صدق، اخلاص ، ریښتینولې، شفقت ، صله رحمي  او للهیت دده دژوند له ځانګړیتوبونو څخه ګڼل کیدو.

له ماده پرستي اوطماعیت څخه یې سخته کرکه کوله،دحق او واقعیت په اظهارولوکې ډیرجرأتمن اوهرچاته په حق ویلوکې ډیرصریح وه .

مرحوم دیوبندي صاحب د دومره زیاتو فضایلوڅښتن وه چې په دغې لنډې لیکنې کې دهغوﺉ راټولول له امکانه وتلې خبره ښکاري.

زه غواړم دمشت نمونه خروارپه توګه دلته یواځې  دخدای بښلي دژوند یوې اهمې  تاریخي کارنامې ته  اشاره وکړم اوهغه داچې:

نوموړي په خپلو علمي فتواو کې چې دشریعت غږ راډیو له لارې به دخلاصون لارې  ترعنوان لاندې دده په خواږه غږکې خپریدې   دهرې استفتا اوپوښتنې ځواب دکتاب الله ،نبوي احادیثواوفقهي  علمي دلایلوپه رڼاکې په ډیر صراحت ،فصاحت اوبلاغت سره ورکاوه چې دعلامه دیوبندي صاحب رحمه الله له دغې علمي سلسلې څخه زمونږدټولنې ډیرنارینه اوښځینه اوریدونکي په کافي اندازه  مستفیدشوي دي.

دهمدغه علمي پروګرام له لارې یوه ورځ یوه پوښتونکي  له دیوبندي صاحب  څخه دمزار شریف دروضې په اړه وپوښتل چې ایاداپه ریښتیاهم دحضرت علي کرم الله وجهه روضه (مقبره)ده؟

مرحوم دیوبندي صاحب د ده په خپلې خوږې علمي لهجې کې دنوموړي په ځواب کې داسې وویل:

حضراتو! داسلامي تاریخ دکتابونودمعلوماتوله مخې دمزار نومول شوې روضه په هیڅ صورت دحضرت علي رضي الله عنه مبارکه مقبره نده.

بلکې دغه دروضې په نوم  ودانۍ افغانستان ته داسلام دمبارک دین تر رارسیدو له مخې دزردشتو اتش پرستانو دآتشکدې په ځای جوړه شوې هسې یوه مصنوعي بناء ده  چې دمسلمانانو لپاره هیڅ رازمذهبې قداست او ارزښت نه لري.

هالته چې دنوروزپه شپو ورځوکې کومې میلې کیږي ،اجتماع ګانې جوړیږي اوجنډې پورته کیږي داټول ناروا، بدعات اوخرافات دي اوداسلام په دین کې هیڅ اصل نه لری.

دمرحوم دیوبندي صاحب دغه جرأتمندانه علمي ځواب هغه څه دې  چې دافغانستان د دیني علماوو، داعیانو اومبلغینو په تاریخ کې یې نظیر ډیرکم  لیدل کیږي.

ځکه   د  حضرت علي  کرم الله وجهه دمقبرې په نوم  ددغې وهمي روضې اساس په ۸۸۵ هجري قمري کال کې یواځې  دخوبونو اوخیالي تصوراتوپه استناد شوی  اودصحت په اړه یې له هیچاسره هم  هیڅ کوم معتبرعلمي اوتاریخي سند نشته .

چې له بده مرغه له هماغه وخته تراوس مهاله  (دطالبانو د اسلامي امارت دحاکمیت له دورې نه په استثناء) هرکال دپسرلي په موسم کې هالته  ددغې  نامعلومې روضې  د درناوي په منظور په دولتي کچه محفلونه جوړیږي ، په زرګونو کسان دثواب میندلو په نیت پکې ګډون کوي او دلوړ پوړو دولتي چارواکو له لوري  دجنډې دپورته کولو مراسم ترسره کیږي .

په دغه تیرې ۵۴۵ کلنې اوږدې مودې کې دعنعوي اومذهبي مراسموپه نوم ددغوخرافاتي مراسمو دمخنیوي په هکله  دشیخ صاحب دیوبندي دقاطع اقدام  اوصریحې فتوا په څیر دافغانستان دوخت دحاکمو علماوو له خوا داسې  اجراأت نه  دی ترسره  شوی چې له مخې یې  دغه خرافاتي مراسم  غیرمشروع  بلل شوي اوپه مخنیوي کې دي  اقدام شوی وي.

خومرحوم دیوبندي صاحب  ددغې  خرافاتي  فتنې په اړه خپل مسؤلیت په خورا څرګندوتورو کې واضح کړ او داسلامي امارت چارواکویې له مخې  ددغو بدعتي مراسموسرته رسول دیوه شرعي  ایجاب په توګه  ممنوع اعلان کړل.

په دې هکله دمرحوم دیوبندي صاحب جرأتمندانه حکم دسپیڅلیودیني لارښو ونواومقرراتو  په رڼاکې ترسره شوی  نه دهغه دعندي اوځاني فتوا له مخې.

ځکه دټولو دغسې خرافاتي اوبدعتي اموروپه اړه داسلام سترپیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هغه مبارک حدیث کې چې ام المؤمنین حضرت عایشې رضي الله عنها روایت کړی داسې راغلي.

عَنْ أُمِّ الْمُؤْمِنِينَ أُمِّ عَبْدِ اللَّهِ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، قَالَتْ: قَالَ: رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:

من أحدث في أمرنا ه‍ذا مالیس منه فهوردٌ .رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ، وَمُسْلِمٌ.

وَفِي رِوَايَةٍ لِمُسْلِمٍ: من عمل عملا لیس علیه أمرنا فهوردٌ  .

ژباړه: له حضرت ام المؤمنین  عایشه  رضي الله عنها څخه روایت دی چې هغې ویلي :

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:  چاچې زمونږپه امر(اسلام)کې  داسې څه احداث(نوي  له ځانه  جوړکړل) چې هغه  د اسلام  (له احکامو) څخه نه وي  نوهغه  رد دي.

دمسلم شریف په یوه روایت کې داسې راغلي:

چاچې داسې عمل (کار) وکړچې  په هغه باندې زمونږ امر نه وي نوهغه رد دی.

په هرصورت  اصلي خبره مو دمرحوم دیوبندي صاحب  په جرأت ،صراحت اوحق ګویې باندې کوله  ، نوموړی  ددین په چاروکې ډیرصریح  ،جرﺉ   اوپه دې هکله یې  دهیچا دملامتي  پروانلرله ، اودغه صفت   دالله تعالی له لوري  دهغه په  مخلصو بندګانو  یوه الهي پیرزوینه ده.

الله تعالی په دې هکله داسې فرمایې:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لائِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ .المائدة54

ژباړه : اي مؤمنانو! په تاسوکې چې څوک له خپله دینه وګرځیده  نوژربه   الله  داسې خلګ راولي  چې الله ته ګران وي اوالله تعالی هغوﺉ ته ګران وي ،پرمؤمنانوبه نرمي اوپه کافرانوسختي کونکي وي ، دالله  په لاره کې به جهاد کوي  اود ملامت کوونکي له ملامتي به نه  ډاریږي ، دانو دالله یوفضل دی چاته یې چې خوښه شي  ورکوي یې ، اوالله پوه دپراخۍ  څښتن دی.

مرحوم دیوبندي صاحب   دعلمیت ،اوفقاهت ترڅنګ  داسلامي دعوت اوبلنې  دمیدان  یوحکیم  اوماهر داعي هم وه .

هغه به  د دعوت  په ډیروحکیمانه اسلوبواو خوږې   ژبې سره خلګ  داسلام دسپڅلي دين   داحکاموتبلیغ ته رابلل .

هیڅکله یې  دهیچا په اړه  له تلخ زباني اوتسرع څخه کارنه اخیست   اودفقهي مسایلوپه استحضارکې الله تعالی ورته  ځانګړې ملکه ورکړې وه.

یوه ورځ ما دیوه دوتلي پښتون شاعر ښاغلي عبدالباري (جهاني ) ددې شعر په اړه تري وپوښتل :

ساقي نن مي لا سیراب کړه  سباګوره څه پیښیږي ـ لکه خدای چې زمونږ هیردی  د ده زمونږ ګناه هیریږي

چې دشریعت له نظره  ددې شاعر حکم څه دی چې هم یې الله تعالی ته دنسیان نسبت کړی اوهم یې داخرت دسوال ځواب په اړه شک ښودلی؟

ده مرحوم  په داسې حال کې چې همیشنۍ موسکا یې په مبارکو شونډوخپره وه راته وویل:

دشاعرانو کور شادو ځانته یوه بیله دنیا ده .

هرشعریې د دوﺉ په نیزد ظاهر او باطن لري ؛  نو تر څو چې  یې  سړي ته  دهغوﺉ د ویناوو اوشعرونو د محتوا اصلي حقیقت نه وي معلوم شوي یواځې دهغوﺉ په ظاهره  باندې حکم کول مشکل  کار دی.

هو!

په اسلامي شریعت کې هم  دیوه عالم  مفتي لپاره  دمفتی به (په کومه مسئله چې فتوا ورکوي )مسألې دحقیقت اوځانته دهغې دټولو  ابعاد معلومول  داسلامي فتوی له  اصولو اوساساتوڅخه بلل کیږي  اومرحوم  دیوبندي صاحب  د دغه  ضروري اصل  په نظرکې نیولوسره  دټولو استفتاأتو دحل په اړه فتوا ورکوله .

خلاصه خبره داده چې دعلامه دیوبندي رحمه الله د علمي ،جهادي ،اخلاقي  اواجتماعي شخصیت  دټولوفضایلو اوځانګړیتوبونواحتوا  اوپه هغوﺉ رڼا اچول ددې لیکنې  ترحوصلې  وتلې خبره ده  .

وفات یې  :

بالاخره  دلوي څښتن  له قضا او تقدیر سره سم دغه دعلم  اوفضیلت   لرونکی شخصیت   د۱۴۳۰  هجري قمري کال  د ذوالقعدې دمیاشتې په ۱۴   ددوشنبې  په ورځ  له دغې  فاني نړۍ څخه دتل لپاره  سترګې پټې او  خپله روح یې دهغې اصلي مالک ته وسپارله .

روح دي  خوشاله ، اوعلمي لاره دې  دده په روزل شویو علمي  ځوانانو پاللې او سي .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.