ټکنالوژي

د ړندو کسانو لپاره موبایل جوړ شو

نن ټکی آسیا: د موبایلونو یوې برتانوۍ کمپنۍ په لومړي ځل د داسې موبایل په اختراع کولو وتوانېدل، چې د ړندو او نابینا خلکو ډيرې ستونزې به پرې حل شي.

دا موبایل د -اون فون- شرکت اختراع او تولید دی، چې اوس تازه یې بازار ته وړاندې کړی.

کمپنۍ له خپلو مشتریانو غوښتې دي، چې په دې موبایل کې د اسانتیاوو د را منځته کولو لپاره د دوی هر ډول وړاندیزونه او غوښتنې په پام کې کېږي.  

د خپل دغه تولید د مینه والو او پېرودونکو د اسانتیا لپاره د موبایل د پرلېکه رانیولو لپاره په خپله ویب پاڼه کې هم جلا برخه پرانیستې.

دوی وايي، چې دوی د موبایل د مخ د نومونو او شمېرې د ثبتولو پروګرام هم را منځته کړی.

د -اون فون- شرکت د مشر ټام سنډرلینډ رسنیو ته ویلي، چې اوس یو ړوند کس د درو یا څلورو بټنو په وهلو له خلکو سره په تماس کې کېدای شي.

نوموړي وویل، چې د دوی دا تولید په نړۍ کې د تري ډي ټیکنالوژۍ لومړنۍ بېلګه ده.

په انګلستان کې د دې موبایل لومړنۍ بیه ۶۰ پاونډه ټاکل شوې.
 

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close