fbpx
Fazalhadi100

فضل هادي مسلمیار: که ضرورت شي، له هېواده به پخپلو وینو دفاع وکړو

د مشران جرګې ریس فضل هادي مسلمیار پرون د مشرانو جرګې په یوه خبري ناسته کې د پاکستان له خوا پر افغان خاوره شوی تېری وغانده او په خبره يې چې دا بریدونه د پاکستان په خیر نه دي.نوموړي وویل: په افغانستان د پاکستان تېری نه منو، یواځې په خوله هم غبرګون نه ښیو، که ضرورت شي، له هېواده به پخپلو وینو دفاع وکړو. او افغان ولس دا ثابته کړې هم ده.

د مسلمیار په خبره د مشرانو جرګې غړي د ډيورنډ کرغېړنه کرښه د افغانستان او پاکستان د پولې په توګه په رسمیت نه پېژني او پاکستان دې هم خپل خیر په افغان کمزوری دولت کې نه غواړي، د ده په خبره د دوی خیر په باثبات افغانستان کې دی.

په یاده ناسته کې فضل هادي مسلمیار وړاندې وویل چې ګاونډي هېوادونه دي خیالي خوبونه نه ويني، تاریخ دې ولولي چې افغانانو دهیچا غلامي نه ده کړې.

په یاده ناسته کې پر دې ټینګار وشو، چې ګواکي ګاونډي هېوادونه ایران اوپاکستان دي په هېواد کې له کمزوري دولت دارۍ یاهم د امنیتي ځواکونو له مصروفیته بده ګټه نه اخلي.

دا په داسې حال کې دی، چې د کندهار په معروف کې د پاکستاني ځواکونو تاسیسات پیل دی، چې څو ورځې وړاندې ورسره د افغان امنيتي مسولینو له لوري دنښتي راپورونه هم ورکړل شول، همدارنګه په دهېواد په جنوب لویدیځ پکتیکا کې هم پاکستاني پوځیان نږدې شپېته کیلومتره وړاندې راغلي او انګوره اډه بازار يې ټول خپل کړی دی.چې د طالبانو په وخت کې د افغانستان خاوره وه.

دې ته ورته د ترکمنستان او ایران پوځي قوتونه هم په نیمروز او بادغیس کې وړاندې راغلي دي، چې لا تراوسه افغان دولت یواځې په خوله ورنه د نه وړاندې راتګ هیله کړې ده.

یاده دې وي، چې ګاونډیو هېوادونو د هېواد په تاریخ کې دومره وړاندې راتګ نه دی کړی، لکه د حامدکرزي په کمزوري دولت کې، شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان ځکه پرلپسې تر ډېورنډ دې خوا حملې کوي، تر څو افغان دولت دې ته اړ کړي، چې ډېورنډ ورسره په رسمیت وپېژني.چې تېر کال د ګوشتې پېښه د ډېورنډ په رسمیت پېژندنې یوه هڅه وه، ځکه افغان امنیتي ځواکونه ترهغې په پاکستاني پوځيانو باندي بریدونه کول، چې هغوی تر ډېورنډ واوښتل، یعنې له هغه وروسته نو د پاکستان خاوره ده.

نړیوالې ټولنې څو وارې مستقیم یاغیرمستقیم د ډېورنډ رسمیت پېژندنه یاده کړې ده، چې د افغان دولت له لفظي غبرګون سره مخ شوي دي. په دې دیارلس کاله کې د نړیوالې ټولنې په شتون کې داسې تمه کېده چې د ډیورنډ جنجالي مسله به حل شي، خو داسې ښکاري چې نړیوال هم د دې دوو هېوادو تر منځ په جوړجاړي خوښ نه دي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د