ورزش

کرېکټ: د ویرات کوهلي په زړه پورې سلیزه او د هند بریا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د هند او سویلي افریقا ترمنځ په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د ویرات کوهلي په زړه پورې سلیزې هند ته د سویلي افریقا په وړاندې په شپږو ویکټو بریا ورکړه.

که څه هم د سویلي افریقا لخوا فیف ډوپلیسي غوره توپوهنه ترسره کړه او سلیزه یې ووهله، خو د ویرات کوهلي سلیزې د ډوپلیسي په وړاندې په زړه پورې وه او لوبډلې ته یې بریا ورپه برخه کړه، چې په پای کې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

لوبه کې پچه د سویلي افریقا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، دوی له ښه پېل ورسته له ستونزو سره مخ شول، خو لوبډلمشر فاف ډوپلیسي په زړه پورې او مسؤولانه لوبه ترسره کړه او سلیزه یې ووهله، نوموړي د ۲ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مرسته په ۱۱۲ توپونو ۱۲۰ منډې جوړې کړې چې د لوبې په پای اور کې وسوځېد.

د سویلي افریقا لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره ۲۶۹ منډې جوړې کړې چې هند ته یې د ۲۷۰ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د هند لوبډلې غوره توپوهنه ترسره کړه، چې د ویرات کوهلي او اجینکې رهانې ترمنځ په غوره شراکت او د ویرات کوهلي په غوره سلیزه د بریا پخلی وکړ، چې په پای کې یې په ۶ ویکټو ستره بریا ترلاسه کړه، دغه سلیزه د ویرات کوهلي لخوا په یو ورځنیو لوبو کې ۳۳مه سلیزه وه.

سویلي افریقا پخپل کوربه توب تیرې ۱۷ یو ورځنۍ لوبې ګټلې وې چې په دغه ماتې سره یې دغه ریکارډ له لاسه ورکړ، ددوی د ماتې خوړلو یو لامل د ای بي ډیویلیرز په لوبډله کې نه شتون و، ډیویلیرز د ټپي کېدو له امله د لومړی ۳ یو ورځنیو لوبو څخه له لوبډلې بهر دی.

د یادونې وړ ده چې د سویلي افریقا او هند ترمنځ د ۳ ټیسټ لوبو لړۍ ترسره شوې چې هند په دوه صفر د سویلي افریقا په وړاندې ماتې خوړلې وه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx