اول‌ګل مجاهد..ګل‌مجاهد

لطف الله خیرخوا

دريځ ژور قناعت غواړي. هغه قناعت چې ستا مخالف يې شونې ده تعصب وګڼي، خو قناعت او تعصب ژور توپير لري. تعصب د حق وباطل توپير او تصور باندې سترګې پټول دي، مګر قناعت داسې نه دی. قناعت خامخا باور غواړي. پر باوري بنسټ قناعت د ټينګار، وفاء او سرښندنې جرئت او صلاحيت زېږوي. پر همدې استدلال ويلی شو، چې کوم خلک د خپلې نظريې او دريځ لپاره ټينګار، وفاء او سرښندنه نه شي ښوولی، د دوی قناعت نه شته او اساساً باور نه لري.

د شهرت ننګيال يوه ليکنه کې مې لوستي وو، چې خالص بابا ضدي جهادي رهبر و. ضدي يې پر دې ورته ويلي وو، چې خالص بابا خپله جګړې ته ووت، سنګر کې يې سختې ګاللې او د مرګ مخې ته يې شپې سبا کولې. زما په فکر ننګيال تېروتی، ده بايد ضدي ويلی نه وی، ده بايد قانع ويلی وی. ضد وجه لرلی شي، خو دليل نه لري او قناعت دليل لري. خالص بابا پر خپل باور دومره قانع و، چې ځان يې ترې قربانولی شو.

د باور او قناعت نه شتون، دا لامل شي، چې ان د دعوی څښتنان له خپل دريځه واوړي. دوی که ذاتاً کوم جريان کې نه وي، مطرح نه وي، اسانۍ ونه لري، دوی شونې ده يوازې دا نه، چې  ترې منکر به وي، بلکې د مخالفت چغې به وهي. که قناعت وي، نو که څوک په کوم جريان کې مطرح وي او که نه، شخصاً په کې وي او که نه، اسانۍ ولري که نه، قناعت به يې دې ته اړ کړي، چې ناليدلي خلک يې اشنايان شي او ان په ستر قيمت يې ننګې ته اړ شي!

د بې قناعتۍ پايله کله دا هم وي، چې انسان نفاق ته اړ شي. دی، چې هيڅ باور او قناعت نه لري، نو هيڅ ټينګار، وفاء او سرښندنه نه لري او د حق وباطل هغې ترهوونکې معرکه کې يوازې د نفاق لار ورپاتې وي، چې خامخا پرېکنده دريځ غواړي. زموږ د امت روانه ستونزه کې بې قناعته خلکو دا جګړه دومره اوږده کړه، که نه اوس به ټوله نړۍ ډېره پخوا پر شا تللې وی. دا خلک موږ وينو، چې پر کور هم نه کيني، بلکې دښمن سره ولاړ دي. دښمن سره هم پر هغه ټينګار نه دريږي، چې د دښمن باور يې زېږوي، بلکې ځان د مسلمانانو پر باور ښيي او کار يې د هغوی لپاره دی.

د همدې قناعت په لټه کې دې خلکو روان جهاد اقتصادي جګړه وګڼله، چا د پاکستان جګړه وګڼله، چا نه خو بيخي لوری ورک دی، چې څه روان دي؟ زما خپل فکر دا دی، چې قناعت وي، همدغه د دورنګۍ ښکار خلک به شاهکارۍ او اتلولۍ ولري. د يوه ښه مناسبت په توګه شهيد اول‌ګل مجاهد د بېلګې په ډول وړاندې کوم.  نن دوهمه فروري ۲۰۱۸ ده. په همدې ورځ د قناعت دا بېلګه د ګوانتانامو زندان کې د زباد پر څوکه هسکه شوه..

ده، چې په خبرلوڅه فضاء کې د عشق کوم تور پر غاړه واخيست، نړۍ يې هيڅ بېلګه نه لري..د ده د څنګ ملګري يا د بې قناعتۍ له امله د دښمن خوا کې ولاړ ول يا د کمزوري قناعت له امله ګوښه ګرځېدل، مګر نه د اوښتو بې باورۍ بې قناعته کړ او نه د ګوښه ملګرو کمزوري قناعت ټکنی کړ..دی په خپل باور او قناعت ډېر يرغه ووت او زه فکر کوم، هغه کار يې وکړ، چې ممکن په ځانګړې مرحله کې د ده ټول وجود د نړۍوال رسالت برخليک محور وګڼل شي.

ګل مجاهد دا جرئت د قناعت له امله وکړ، چې شونې ده کوم زيره خور يې تصور کې ومري..ګل مجاهد قناعت د خودۍ پر داسې څلي درولی و، چې ټول اوښتي چاپېريال يې ارادې بدلې نه کړی شوې. ګل مجاهد د قناعت له امله ټول هغه ګواښونه تصور کړي وو، چې دی به ورسره مخامخ کيږي، مګر دا تصور يې لا ناشونی ګاڼه، چې څنګه يو مسلمان خرڅ شي؟ ولې يو مسلمان د ژوند پر يو اوږد پړاو(جهاد) معامله وکړي؟

ګل مجاهد خپل قناعت له اوښتو يارانو ډېر جلا په داسې صف کې ودراوه، چې د جهاد د حسينو قامتونو د ښکلا سيالۍ ته جوړيږي..ګل مجاهد د خپل قناعت له امله د خپلې مرحلې د حسينو قامتونو د ښکلا هغه بې ساری شهزاده شو، چې د څنګ ډېر ملګري به يې لا د ښنګرو قامت هم پوره نه کړي..ګل مجاهد د خپل قناعت له امله له ګوانتامو څخه هم په نيمه کې رانغی، بلکې ټوله نړۍ يې هم قانع کړه، چې ګل مجاهد څه ويلي وو، دروغ نه وو، ټوکې نه وې، له رالوتي باد سره د شنې څانګې په څېر مات نه و، بلکې څه يې، چې د قومندانۍ پر مهال ويل، د نعمتونو او رفاه پر مهال يې ويل، همغه يې د زولنو پر مهال هم وويل!

هغو يارانو ، چې ده ته زولنې اچولې، څومره بدل وو؟ هغه يارانو، چې ګل مجاهد امريکايانو ته سپارلو په کومو سترګو، په کومو سترغليو او په کومو کسو يې لار ليدله؟ پر همغو، چې د ګل مجاهد د سپارلو صحنه يې ليدلې وه؟ د ګل مجاهد خاينو يارانو ته به ياده وي، چې نن دوهمه فروري ده؟

همدغه نېټه وه، هغه خاينو يارانو سپارلي ګل مجاهد الله جل جلاله او نړۍ ته د خپل قناعت ثبوت وړاندې کړ..خاينان څومره کمزوري او ډارن وو؟! ګل مجاهد څومره قوي او زړور و؟! هغوی د يوې شرموونکې رفاه په بدل کې ګل مجاهد باندې پرده ونه غوړولی شو، خو ګل مجاهد د نړۍوال تعقيب له منځه د نړۍوال رسالت غمي په خپلو ورغوو کې تر خپل صدفه ورسول، د ده جسد وداغل شو، د ده ژوند وداغل شو، د ده کور وداغل شو، مګر د خرمورو د بازار بې سليقې خريدارانو ترې دا ملغلرې ونه داغلی شوې..

ګل مجاهده!

يوازې ستر پروردګار ستا د شاهکاريو بدل ګاللی شي، پروردګار دې له هغو سترو بدلو مه محروموه، پروردګار دې مرتبې درته لوړې کړي..آمين!

تبصرې (1)

  • تقبله الله
    له دې غوره تعبير به ونه مومو، بس همدا به ووايو چې ګل هغه سړی و چې الله جل جلاله په خپل کتاب کې سړي بللي دي...
    دغسې ګلان يې ورژول اوس خو د هغو سپيو ژوند او انجام هم وګورئ، چې د امريکا خدمت کې يې په ډېر غدر او نامردۍ د خپلو زمرو لاسونه وتړل.
    خدای چې را ته وايي څه دې راوړل ورته وايم به
    دا په پښو کې وګوره پرهار د زولنو ته مې...
    د جنتونو سردار دې شي