
د ولسي جرګې ټاکنې ممکن د یوې میاشتې لپاره وځنډول شي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټه راتلونکی ۱۳۹۷ د چنګاښ ۱۶ مه اعلان کړې؛ خو د راتلونکو ټاکنو لپاره د چمتووالي له امله کېدای شي ټاکنې پر خپل وخت ترسره نه شي.
د صیاد په خبره، راتلونکو ټاکنو لپاره چمتووالی روان دی؛ خو د ټاکنو د ځنډېدو احتمال هم نه شي رد کېدای.
دی وايي، که راتلونکې ټاکنې یوه میاشت ځنډول کېږي؛ نو دغه پرېکړه به د ټاکنو په بهیر کې د ټولو شاملو اړخونو په سلا وشي.
ګلاجان عبدالبدیع صیاد د تېرې چهارشنبې په ورځ د دغه کمېسیون نوی مشر وټاکل شو، چې له دې وړاندې یې د ټاکنو د کمېسیون کمشنر او د ویاند دنده ترسره کوله.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې داسې مهال ځنډولي، چې تېره اوونۍ اروپايي ټولنې له دغه کمېسیون سره د ۱۵ میلیونه یورو د مرستې اعلان وکړ.
له دې وړاندې هم د ټاکنو د څار بنسټونو ویلي وو، چې د ملي یووالي حکومت غواړي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په بېلابېلو پلمو وځنډوي او ممکن ولسي جرګې موده د دوو کلونو لپاره وغځول شي.
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو احتمالي ځنډ خبره داسې مهال کېږي، چې د تېرې چهار شنبې په ورځ بي بي سي په خپله څېړنه کې ویلي وو، چې طالبانو خپل نفوذ د افغانستان پر ۷۲ سلنه خاورې ته رسولی.
د امریکا د مرستو د څار ادارې«سیګار» تېر ماښام ویلي وو، چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله طالبانو خپل نفوذ دوه برابره ډېر کړی او حکومت ته یوازې د ولایتونو مرکزونه پاتې شوي دي.
د ۱۳۹۳ ل کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کېري د لاسوهنې له امله ورځ تر بلې د ټاکنو پر کمېسیون د سیاسیونو اعتبار کمېږي.