ورزش

بیګ بیش لیګ: د راشد لوبډله له سختې لوبې وروسته پایلوبې ته ووتله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د استرالیا په بیګ بیش لیګ سیالیو کې د راشد خان لوبډلې نبي لوبډلې ته له سختې لوبې وروسته په یوه منډه په زړه پورې ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

د راشد خان لوبډله «ایډلیډ سټرایکرز» به پایلوبه کې د هوبارټ هورایکنز لوبډلې سره د یکشنبې په ورځ مخ کیږي، چې په دغه لوبه کې د راشد خان شرکت شکمن دی، ځکه چې راشد خان به شاید د خپلې لوبډلې سره د یوځای کېدو لپاره عربي اماراتو ته ځي.

ننۍ نیمه پایلوبه کې لومړی د راشد خان لوبډلې توپوهنه ترسره کړه او د ۲۰ اورونو په لوبولو سره یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدولو ۱۷۸ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا لوبډلمشر ټریویس هیډ ترپایه لوبه وکړه، ۸۵ مسؤولانه منډې یې جوړې کړې او ونه سوځېد.

په ځواب کې د نبي لوبډلې ښه توپوهنه ترسره کړه، دوی ته په پای ۳ اورونو کې د ۶ ویکټو په لرلو سره ۲۸ منډې پاتې وې، چې د ټریویس هیډ په غوره لوبډلمشرۍ یې ونشو کړای هدف پوره کړي.

راشد خان په پېل کې ۳ اورونه ترسه کړل چې ۲۰ منډې یې ورکړې او ۱ ویکټ یې ترلاسه کړه، په پای کې د  لوبډلمشر په باور ۱۸م اور ته راوستل شو چې غوره اور یې ترسره کړ او یوازې ۸ منډې یې ورکړې، همدا ډول په پای اور کې ۱۴ منډو ته اړتیا وه او د ویسټ انډيز غوره او چټک توپوهونکی کرن پولارډ توپوهنه کوله، چې ویې نشو کړای په پای توپ ۳ منډې جوړې کړي او نیمه پایلوبه یې د یوې منډې په توپیر وبایلله.

باید وویل شي چې د راشد خان لوبډلې په لومړي ځل د بیګ بیش لیګ پایلوبې ته لار وموندله، چې ددوی په بریا کې د راشد خان ځلیدل په لومړي سر کې دي، نوموړي تر دې دمه په یاد لیګ کې د ۱۸ زیاتو ویکټو اخیستلو سره په لومړي نمبر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x