افغانستان

پکتیا کې د کمپاین عسکر د مدرسې یو ۱۹ کلن زده کونکی وژلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): تیره ورځ د پکتیا ولایت په ګردې څیړۍ ولسوالۍ لکه تیګه سیمه کې د مدرسې یو زده کونکی وژلی. اسد الله د خوست د یوې مدرسې د وړې دورې طالب و.

پلار یې مولوي محمد انور نومیږي چې په اصل کې د لوګر ولایت د سپیست د کلی دی خو کورنۍ یې له څلوېښتو کلونو راهیسې د پکتیا ولایت وزې ولسوالۍ په خنډ کلي کې اوسیده. تیره ورز اسدالله خوست نه کور ته په رخصتۍ راغلی و.

سهار له خپل یوه ملګري سره له کور نه بېرته خوست ته مدرسې ته په موټر سایکل روان وو چې په (لکه تیږه) سیمه کې د کمپاین عسکر ورته رامخکې شوي وو.

ملګری یې وایي چې اسد الله یې موټر سایکل څخه راکوز کړ او له ۳۰۰ زیات مرمۍ یي وویشت.

اسدالله په درېوو وروڼو کې تر ټولو کشر وو، کورنۍ یې وایي چې د اسدالله جسد یې په داسې حال کې تر لاسه کړ چې په مرميو غلبيل او ټول ټوک ټوک و.

د کمپاین عسکر هغه ځواکونه دي چې افغان دولت هیڅ کنټرول نه ورباندې لري او قومانده، معاش، اسلحه او نور تجهیزات یې د امریکایي ځواکونو له طرفه ورکول کیږي.

د یادونې وړ ده چې دا د هدفي وژنو په دي اونۍ کې دویمه پیښه ده چې کمپاین د عسکرو له طرفه پرته له کوم عدالت او محکمې ترسره کیږي. څو شپې مخکې د خوست ولایت په “خاني خوړ” سیمه کې یې هم دوه تنه ملکیان په خپل کور کې ویشتلی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

الله دی تباه او برباد کړی څوک چی افغانان وژنی الله دی دا د امریکا سپیان وشرموی دا دومره سپک او بیشرمه خلک دی چی خپلی ښځی هم په امریکایانو غیی یا الله ته یی تباه کړی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x