fbpx

د نفاق بله نښه درواغ ویل

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : په تېرو برخو کې مو د نفاق د تعریف او قسمونو په اړه خبرې وکولې دمنافقینو لپاره څه نښې او علامې دي په تېرو برخو کې مو د منافقینو څه نښې بیان کړې وې پدې برخ کې به د منافقینو په دوو نښو خبرې وکوو:

۱. درواغ ویل.

۲. په جګړه کې فجور.

د تېرې برخې په تعقیب….

د نفاق بله نښه درواغ ویل

درواغ د منافقینو یو له لویو عادتونو څخه دی الله تعالی د منافقینو په اړه فرمایی : إِذَا جَاءَكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ (1) سورة المنافقون

ترجمه : کله چې راشي تاته (اې محمده) منافقان نو وائي دوی (په ژبو خپلو په خلاف د زړونو خپلو داسې چې) شاهدي ورکوو مونږ چې بېشکه ته خامخا رسول د الله تعالی یې (یعني مونږ ستا پر رسالت له زړه معتقدان یو) او الله تعالی ته معلوم دي چې بېشکه ته خامخا رسول د دغه (الله تعالی) یې او الله تعالی شاهدي ورکوي په دې چې بېشکه منافقان خامخا دروغجنان دي ( په دې شهادت خپل کې) .

په بل ځای کې الله تعالی فرمایي : فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ (10). سورة البقرة

ترجمه : په زړونو د دوی کې مرض (د شک او نفاق) دی نو زیات کړ دوی لره الله تعالی مرض او (مقرر) دی دوی ته عذاب ډېر دردناک په سبب د دې چې وو دوی چې درواغ به یې ویل (په اظهار د ایمان سره) .

په بل ځای کې الله تعالی فرمایي چې دوی کله د قیامت په ورځ هم را پورته کړل شي هلته به هم همداسې قسمونه خوري لکه تاسې ته یې چې خوري الله تعالی په دوی باندې پوه دی چې دوی درواغ وايي الله تعالی فرمایي : يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ اللَّهُ جَمِيعًا فَيَحْلِفُونَ لَهُ كَمَا يَحْلِفُونَ لَكُمْ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ عَلَى شَيْءٍ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْكَاذِبُونَ (18). سورة المجادلة

ترجمه : (یاد کړه اې محمده!) هغه ورځ چې ژوندي پورته کړي (دوی) الله تعالی ټول نو قسمونه به خوري دوی هغه (الله تعالی) ته لکه چې قسمونه خوري دوی تاسې ته (په دنیا کې ای مسلمانانو) او ګمان به کوي (دوی) چې بېشکه دوی په کومه ښه لاره درومي واورئ خبر دار شئ ! چې بېشکه دوی هم دوی دي درواغجنان (چې له الله تعالی سره هم درواغ وايي) .

په بل ځای کې الله تعالی فرمایي : أَلَمْ تَر إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لِإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِنْ قُوتِلْتُمْ لَنَنْصُرَنَّكُمْ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ (11) . سورة الحشر
ترجمه : آیا نه ګورې ته هغو کسانو ته چې منافقان شوي دي وايي هغوی هغو وروڼو خپلو (یهودانو) ته چې کافران شوي دي له اهل د کتابو نو قسم دی که خامخا ووېستل شئ تاسې (له مدینې څخه) نو و به وزو مونږ خامخا له تاسې سره او نه به منو مونږ (خبره په ضرر د تاسې کې) د هېچا هېڅکله او که چېرې جنګ شروع کړ شي له تاسې سره نو مدد به وکړو مونږ خامخا له تاسې سره او الله تعالی ګواهي ورکوي چې بېشکه دوی دروغجنان دي (په دې خبرو کې) .

په احادیثو کې هم په مختلفو ځایونو کې درواغو ته د منافق عمل ویل شوی دی او د منافق له نښو څخه لویه نښه ګڼل شوې ده رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : أربع من كن فيه كان منافقاً خالصاً ومن كانت فيه خصلة منهن كانت فيه خصلة من النفاق حتى يدعها إذا حدث كذب .. الحدیث . صحیح البخاري

ترجمه : څلور خصلتونه دي چې په چا کې ټول موجود وي نو دا خالص منافق وي او په چا کې چې یو موجود وي نو په هغه کې به د نفاق یو خصلت موجود وي (اول یې دا دی) چې کله خبره کوي درواغ وایی .

په بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : آية المنافق ثلاث إذا حدث كذب وإذا وعد أخلف وإذا أؤتمن خان. متفق علیه

ترجمه : د منافق نښې دری دي کله چې خبرې کوي درواغ وايي ، چې وعده کوي مخالفت ورڅخه کوي ا و کله چې ورته امانت وسپارل شي خیانت پکې کوي .

په جګړه کې فجور

فجور ګناه ته ویل کیږي ، تر حد تجاوز ته ویل کیږي د منافقینو له نښو څخه یوه داده چې کله هغه په لانجه شي نو هغه تر حد تجاوز کوی ، ښکنځلې کوي ، له باطل نه حق او له حق نه باطل جوړوي .

داسې په هر وخت کې د منافقینو لویه نښه داده چې کله هغوی لانجه کوي نو هغوی بدې ښکنځلې کوي دا عادت د دوی له هغه وخت نه را شروع دی چې دوی پیدا شوي دي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې هم دوی همداسې کول ، پس شا به یې مسلمانانو ته ښکنځلې کولې ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیبیانې د دوی له مردارو خولو څخه په امن کې نه وې ، د هغوی په اړه به یې بدې خبرې کولې ، له ځانه به یې ورپسې خبرې جوړولې لکن الله تعالی په وحی سره د دوی خبرې باطلولې او رسول الله صلی الله علیه وسلم به یې د هغوی له هرې فتنې څخه خبرولو .

نو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې حتی نبوی خاندان د دوی له شر څخه په امن کې نه وو نو که په اوس زمانه کې منافقین په میډیا کې په دیني علماوو پسې ، په دیني خلکو پسې ، هرڅنګه تبلیغات وکوي نو دا به څه د حیرانتیا خبره نه وي دا په میډیا کې د دنیا په سویه درواغ ویل ، دا حق ته باطل او باطل ته حق ویل ، دا د یو بل په حق باندې د تجاوز کولو کوښښ کول ، د ا ټول د منافقینو له اصلی صفاتو څخه دي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی : أرْبَعٌ مَن كُنَّ فيهِ كَانَ مُنَافقًا خَالِصًا، ومَنْ كَانَتْ فيهِ خَصْلَةٌ مِنْهُنَّ كَانَتْ فيهِ خَصْلَةٌ مِن النِّفاقِ حتَّى يَدَعَها: إذا اؤْتُمِنَ خَانَ، وإذا حَدَّثَ كَذَبَ، وإذا عَاهَدَ غَدَر، وإذا خَاصَمَ فجَر . متفق علیه

ترجمه : څلور خصلتونه دي چې په چا کې موجود وي هغه کس به خالص منافق وي ، او په چا کې چې یو له هغو څخه موجود شي نو په دې کس کې به د نفاق یو خصلت موجود شي ترڅو یې چې پریښي نه وي (هغه څلور خصلتونه دادي )

۱. کله چې هغه ته امانت وسپارل شي هغه پکې خیانت کوي.

۲. کله چې هغه خبره کوي درواغ وايي.

۳. کله چې هغه تعهد او تړون وکوي نو خیانت پکې کوي.

۴. کله چې هغه لانجه ، جګړه او رقابت کوي نو هغه فجور کوي.

امام حافظ ابن رجب رحمه الله فرمايي : کله چې یو څوک په خصومت کې داسې وي چې له باطل سره مرسته کوي ، د باطل آورېدونکي ته په ذهن کې ورکړي چې دا حق دی ، یو چا ته قناعت ورکړي چې باطل ورته حق معرفي کړي ، او حق سپک کړي هغه د باطل په شکل کې ورته ښکاره کړي نو همدغه شی سخت حرام دی او همدغه شی د منافق له خصلتونو څخه دی .

د حضرت ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی فرمایی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : مَنْ خاصَمَ في باطِلٍ وهو يَعْلَمُه لَم يَزَلْ في سَخَطِ الله حَتَّى يَنْزِعَ، ومَنْ قَالَ في مُؤْمِنٍ ما لَيْسَ فيهِ أسْكَنَه الله ردْغَةَ الخَبَالِ حَتَى يَخْرُجَ مِمَّا قَال. سنن ابی داود

ترجمه : چا چې د باطل په ننګه جګړه کوله او دی پدې پوهېدو چې دا باطل دی نو دا به تر هغه وخته پورې د الله په قهر کې وي ترڅو چې ترې وتلی نه وي او چا چې د کوم مؤمن په اړه داسې خبره وکوله چې په هغه کې نه وي نو الله تعالی به یې د دزوخیانو په زوو او د هغوی د بدن نه په تللیو زیمونو کې هستوګنځی ورکړي تردې چې دی له هغه خبرې ووزې چې ده کړې وي .

قاضی عیاض رحمه الله فرمایی : چې له کړې خبرې وتل دادي چې کومه خبره یې کړې وي د هغې به اړه د هغه کس او الله تعالی نه بښنه وغواړي او توبه ورڅخه وباسي .

نو ټول هغه کسان چې کله له چا سره رقابت او جګړه پر مخ وړي هلته له حق نه تجاوز کوي ، ښکنځلې کوي ، حق ته باطل او باطل ته حق وایي نو هغوی د پوه شی چې د منافقت صفت پکې دی .

هغه کسان چې په فیسبوک کې تر یوه عادي پوسټ لاندې چې د دوی په طبیعت نه وي ددې په ځای چې په معقول ډول خبرې وکوي او په معقوله لاره دلیل ووايي ، خپله رایه په دلیل سره په ا دبی الفاظو کې ښکاره کړي ښکنځل کوی نو هغوی د هم پوه شي چې که دوی یې مني او که یې نه مني د نفاق یو لوی صفت پکې دي .

هغه کسان چې د کومې واقعې په اړه غلط خبر مشهورول غواړي ، حق پټول او باطل ښکاره کول غواړي ځکه چې دا حق د دوی د ډلې ، د دوی د رایې سره برابر نه وي نو حق پټ کړي او باطل ته زور ورکړي او خپور یې کړي هغوی د هم پوه شي چې په دوی کې د منافقت صفت موجود دی . د هرچا د ځان اصلاح کول صرف دده لپاره ګټور دي که په مونږ کې څه بد صفت وي تر هرچا زیات تاوان یې مونږ ته رسیږي او که مونږ د هغه بد صفت څخه ځان خلاص کړو نو تر هرچا زیاته فایده یې مونږ ته رسیږي نو چې له یوه بد صفت څخه ځان خلاصوئ له ځپل ځان سره نیکي وکوئ…

نور بیا ان شاء الله

زما د بحث مراجع:

قرآن کریم، صحاح الستة، مسند الامام احمد بن حنبل رحمه الله، کابلی تفسیر (د آیتونو ټولې ترجمې له همدې څخه دي) .، فتح الباري، طریق الهجرتین، مدارج السالکین، الوابل الطیب، جامع العلوم و الحکم، احیاء علوم الدین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د