flood-ghor

په غور کې تازه سیلابونو ۸ ماشومان مړه کړي

نن ټکی آسیا: له غور څخه تر لاسه شوي خبرونه وایي، چې په دې ولایت کې د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له کبله خلکو ته پر درنو مالي زیانونو سربېره ځاني زیانونه هم اوښتې.

د غور سیمه یېز خلک او چارواکي وايي، چې په دولینه ولسوالۍ کې د پرون او وړمې ورځې د سیلابونو له امله ۸ تنه ماشومان مړه شوي دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي د یادو تلفاتو په باب ویلي، چې وړمه ورځ د دولینه ولسوالۍ په ریزقان سېمه کې د سیلابونو له امله اته ماشومان او شاوخوا ۱۲۰ څاروي له منځه تللي.

نوموړي زیاته کړې، چې د تلفاتو د کره شمېر د معلومولو لپاره سېمي ته پلاوی لېږل شوی.

ویل کېږي، چې د هېواد په لویدیځ کې په دې وروستیو کې د ورښتونو او سیلابونو له کبله له شلو زیات کسان وژل شوي؛خو تر اوسه پورې د عامو هېوادوالو او یا اړونده حکومتي او غیر حکومتي مرستندویه ادارو له لورې ورسره هېڅ مرستې نه دي شوي.
  

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د