نظــر

د ډاکټر نجیب الله پټ کړل شوی قاتل شخصیت

عبدالکریم زاهد

افغانستان د خپل جغرافیاوي بها له وجې هر وخت د زبر قوتونو تر یرغل لاندي راغلی. دا قوتونه هیڅکله د هدفه پر هیواد یرغل نه دی کړی. دلته نه د چنګیز راتګ بې هدفه وو نه د انګریز راتګ. نه روس بې مقصده یرغل وکړ او نه هم امریکا بې هدفه یرغل کړی.

خو دا زبر ځواکونه د خپل حاکمیت د بقا په خاطر او ددې لپاره چې په دې هیواد کې خپلې ریښې وغځوي، ځیني داسي اشخاصو ته اړ کیږي چې ددې قوتونو هر ډول امر ته تابع ولاړ وي. داسي څوک چې خپله له همدې ملته راپورته شوي وي، خو نه ورته د هیواد استقلال ارزښت ولري او نه ورته د ملت وینه، معنویات او ارزښتونه.

روسان د ځمکي په یوه داسي مقطع کې واقع دي چې شاوخوا یې وچې او یا کنګل نیولې ده. دا موقعیت ددې لامل شوی چې روسان د نړیوال تجارت او همدارنګه د نړۍ پر کلیدي هیوادونو د تسلط څخه بې برخي شي. د هند له لوري انګریزانو او د اروپا له لوري اروپایانو پر شوروي کړۍ راګرځولې وه. روسانو غوښتل د افغانستان په مستعمره کولو د هند تودو اوبو ته لاره پرې کړي تر څو هم د نړیوال تجارت په وسیله د نړۍ سیاسي واګي په لاس کې واخلي، هم منځني ختیځ ته لار پیدا کړي او هم د مدیترانه يي سمندرګي له لوري اروپا وګواشي.

ددې هدف لپاره روسان په افغانستان کې یوه داسي نظام قایمولو ته اړ ول چې په پوره معنی ددوی تر تسلط لاندي وي. روسانو همداسي وکړل او دلته یې د خلق په نوم د یوه نظام ډبره کښيښودل. خو دا چې دا نظام د خپل حاکمیت په وخت کې په هیواد کې د کومو جنایاتو مرتکب شو، دا جنایات په شعوري توګه زمونږ د ملت له ځوان قشر څخه پټ ساتل کیږي. زه په دې نیت چې د ولس د اګاهۍ په برخه کې مي خپلې غاړي پرانیستي وي او ځوان کهول مي لږ څه په خپل تیر باخبره کړی وي، د کمونستي نظام د اخیرنۍ کړۍ ( ډاکټر نجیب الله ) د حاکمیت د تاریخ یوه څنډه را اخلم تر څو دوی ته د مستقبل سره د تعامل په برخه کې لارښوونه وکړي او بیا بیا د هغو خطاوو مرتکب نه شي چې مخکي شوي وه.

د هیواد دننه ټول کمونستان ډاکټر نجیب الله د خپل فکر اتل ګڼي او د هغه لور ته د خلکو په را بللو لګیا دي. خو دا چې دا اتل د خپل حاکمیت په دوران کې د کومو اتلولیو مرتکب شوی لاندي یې لوستلی شئ.

پیژنده:

ډاکټر نجیب الله د شوروي اتحاد د تحت الحمایه افغان دولت اخیرنی مارکسیست او لننیسټپال رئیس جمهور وو. دی د اختر محمد زوی د ۱۳۲۵هـ ش کال د اسد د میاشتې پر ۱۵ نېټه د کابل د مراد خانیو په یوې پښتنه کورنۍکې، چې د پکتیا ولایت د ګردیز د احمدزي ټبر په غلجيو پوري اړه لري وزیږید. لومړنۍ زده کړي یې په حبیبې لېسه کې کړي او بیا یې د کابل پوهنتون طب پوهنځۍ ته لاره پیدا کړه .دی د خپلو ملګرو ترمینځ د خپلې لويې بدنې له امله په ( نجیب ګاو ) مشهوره وو.

ډاکټر نجیب الله د پوهنتون په دوران کې په کال ۱۹۶۵م کې د ډیمکراټیک کمونیست ګوند پرچم څانګې غړیتوب واخیست. بیا یې د مارکسیستې اثارو په ویلو شروع وکړه او د پوهنتون او حزب په غونډو کې یې د وینا لوړ مهارت ترلاسه کړ. دا جریره وینا یې ددې لامل شوه تر څو په پوهنتون او خپله ګوند کې زیات شهرت تر لاسه کړي او د ببرک کارمل د نژدو ملګرو حلقې ته داخل شي.

د پوهنتون په دوران کې د ظاهر شاهي دولت لخوا د خپلو نورو محصلینو ملګرو سره په ۱۳۴۸هـ ش کال کې په ګوندي سیاست کې د فعالې برخې اخیستلو له امله څلور میاشتي بندي شو او بیا په ۱۳۴۹هـ ش کې پوره نهه میاشتې د دویم ځل لپاره له دې امله بندي شو چې هغه وخت د امریکا د جمهور رئیس ریچارډ نېکسن د معاون سپيرو اګنیو چې هیواد ته مېلمه راغلی وو ، پر موټر د خوسا هګیو ګزارونه وکړل او بیا یې د هغه مخې ته د امریکې بیرغ وسوځاوه.

دې دوه ځلې بند هغه د نورمال تحصلي بهیر څخه درې کاله شاته ورغوځاوه. کله چې له طب پوهنځۍ نه فارغ شو، د ۶ میاشتو لپاره یې د قرغې د احتیاطي ضابطانو په ټولۍ عسکري ترسره کړه او بیا د کابل ښار د پرچم ګوند د ښاري کومېټې مشر وټاکل شو.

په کال ۱۳۵۷هـ ش کې هغه وخت چې خلقیانو او پرچمیانو په کډه پر سردار محمد داود خان د ثور خونړۍ کودتا وکړه، ډاکټر نجیب الله ته د کابل پوهنتون د محصلینو چارو د امریت ور په غاړه وو. کله چې خلقیان د واک پر ګدۍ کښیناستل، د پرچم سره د ځینو اختلافاتو پر بنیاد یې ډاکټر نجیب الله د افغان سفیر په توګه ایران ته ولیږه، خو له څه مودې وروسته له دندي ګوښه، له افغاني تابعته بې برخې او د روسانو تر یرغل پوري په اروپا کې میشت شو. له اروپا وروسته مسکو کډه شواو بیا هغه وخت چې په کال ۱۹۷۹ کې سرو لښکرو پر هیواد یرغل وکړ، ډاکټر نجیب الله بیرته کابل ته راستون شو او یو کال وروسته د د شوروي تر حمایې لاندي دولت د خاد ( خدمات اطلاعات/ امنیت دولتي) د رئیس په توګه وټاکل شو او تر ۱۹۸۶ کال پوري پر همدې پوست پاتي شو. دا اداره د دولت یوه له هغو مهمترینو ارګانونو څخه وه چې د کي جي بي سره یې نژدې اړیکې پاللې.

خو دا چې د خاد د رئیس په توګه د نجیب ټاکنه د چا لخوا شوې، په دې اړه د ( کي جي بي؛ د مرز هاخوا عملیاتو تاریخ) کتاب لیکوال او د کي جي بي یو تن افسر (اولگ گوردیفسکي) داسي لیکي: ( د امین تر وژل کیدو سمدستي وروسته د کي جي بي لخوا ۳۲ کلن نجیب د افغانستان د دولت اطلاعاتي خدماتو هغه ریاست ته، چې د امین د مخفي پولیسو پر ځای تأسیس شوی وو وټاکل شو.)

همدارنګه تر کارمل وروسته د هغه د جانشین په توګه د نجیب د ټاکنې په اړه د ( افغانستان په جیوپولیتیکي لومو کې ) کتاب روسي لیکوالان لیکي: ( د کارمل د جانشین په توګه د نجیب په ټاکنه کې شورویانو بارز رول درلود.)

امریکايي لیکوال هریزن لیکي: ( افراسیاب ختک ( د پاکستان یو تن چپګرا سیاسمدار) په کال ۱۹۹۳ کې ماته وویل چې نجیب الله د ګورباچف د حاکمیت په دوران کې په مسکو کې د رامینځته شویو تغیراتو اهمیت ډیر ژر درک کړ او د شوروي د نوي سیاست سره همغږي او تطابق یې د جمهوري ریاست د لاسته راوړلو لپاره ښه موقع وبلل .)

له دې څرګندیږي چې د کي جي بي اداره د خپلو ظالمانه اهدافو د تحقق لپاره د نحیب په ټاکنه کې څومره دقیقه وه.

وحشت او د افغانانو ډله ایزه وژنه:

هغه وخت چې ډاکټر نجیب الله د خاد د رئيس په توګه دنده اجرا کول، د خپلې دې دندي په جریان کې یې د زرګونو مؤمن افغانانو ژوند واخیست، په زرګونه تنه انسانان یې شهیدان، بندیان او د زندان په جریان کې په ډول ډول سختیو تعذیب کړل. دده د خاد دوره افغانانو ته ډیري بدي خاطرې پرېښودې.دده د خاد په دوره کې د دولت د مخالفینو تعذیب او د دسته جمعې وژنو تصویر د افغانانو په ذهنونو کې تر اوسه ژوندی پاتي دی. د هیواد په زیاتو مناطقو خصوصا د کابل د عسکرو په روزنیو مرکزونو کې دسته جمعي ژنو خاد یوه بدنامه دستګاه او نجیب د (کابل قصاب) په نوم معرفي کړ. لاندنی لړ د افغان ولس د هغو ډلوژنو او شهیدانولو لیست دی چې د ډاکټر نجیب الله په مستقیم او غیر مستقیم امر او پلان تر سره شوي دي.

په ۱۳۵۷ کال د حوت پر ۲۴ مه د ۲۴ زره هغو مسلمانو هیوادوالو وژل چې په هرات کې د ولسي پاڅون په توکه د کمونستي رژیم پر وړاندي راپورته شوي وه.

د ۱۳۵۷ کال د روژې په میاشت کې د بګرام په هوايي ډګر کې د ۲۰۰ صاحب منصبانو وژنه.

د ۱۳۵۷ کال په حوت کې د خوست په ۲۵مه فرقه کې د ۱۳۳ صاحبمنصبانو ډله ایزه وژنه.

د ۱۳۵۸ کال د حمل پر ۳۱ د کنړ په کېراله سیمه کې د تر زرو ډیرو مسلمانو هیوادوالو ډیز شهیدانول.

د ۱۳۵۸ کال د جوزا پر ۸مه د پوهاند غلام محمد نیازي، انجنیر سیف الدین نصرتیاراو استاد غلام رباني عطیش په شمول د اسلامي نهضت د ۱۳۵ غړیو ویرجن شهادت.

د ۱۳۵۸ کال د سنبلې پر ۱۵مه د لغمان د علیشنګ په قلعه نجیل کې د ۶۵۰ کسانو یو ځایي قتل.

د ۱۳۵۸ کال د عقرب پر ۳مه په داخله وزارت کې د ۱۲ زره وژل شویو هیوادوالو لیست رایستل.

د ۱۳۵۸ کال د جدي پر ۲۵مه د کندز په جهاردره کې د ۷۵۰ تنه مسلمانو هیوادوالو ډله ایز قتل.

د ۱۳۵۸ کال د دلوې پر ۱۶مه د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰۰کسانو ډله ایزه وژنه.

د ۱۳۵۸ کال د دلوې پر ۲۱ په دشت ارچه کې د ۲۵۰ مسلمانو هیوادوالو وژل.

په ۱۳۵۸ کال په پوځ کې د کودتا په تور د دوه زره صاحبمنصبانو ډله ایز اعدامول.

د ۱۳۵۹ کال د ثور پر ۹مه په کال کې د ښځینه پاڅون په ترڅ کې د دریو خویندو هرې یوې ناهید، وجیبه او جمیله مظلومانه شهادت.

د ۱۳۵۹ کال د اسد پر ۲مه د میدان وردګو ولایت په چک او سید اباد ولسوالیو کې د تر ۸۰۰ زیاتو مسلمانانو یوځايي وژنه.

د ۱۳۵۹ کال د جدي پر ۱۹ مه په خان اباد کې د ۲۰۰ کسانو ټپي او شهیدانول.

د ۱۳۵۹ کال په جدې کې پر خان اباد ولسوالۍ د هاوانونو د فیرولو له امله د ۲۰۰ څخه زیاتو مسلمانانو وژل.

د ۱۳۶۱ کال د جدې پر ۲۵مه په هرات کې د ۴۰ هیوادوالو یوځايي شهیدانول.

د ۱۳۶۲ کال د قوس پر ۱۸مه په غزني کې د ۲۵۰ هیوادوالو ډله ایزه وژنه.

د ۱۳۶۳ کال د سنبلې پر ۲۸مه په پغلان کې د بمبارد له امله د ۱۵۰ ځايي اوسیدونکو شهیدانول.

د ۱۳۶۳کال په دلو کې د د کندوز په چهار دره کې د ۴۲۵ هیوادوالو وژل.

د ۱۳۶۳ کال د دلوې پر ۱۰مه په ننګرهار کې د ۸۰ مسلمانو هیوادوالو ډله ایز قتل.

د ۱۳۶۳ کال د حوت پر ۲۲مه په قره باغ او شکردره کې د ۵۰۰ کسانو یو مخیزه وژنه.

د ۱۳۶۴ کال د حمل پر ۶مه په کندز کې د ۹۰۰ مسلمانو هیوادوالو ډله ایزه شهادت.

د ۱۳۶۴ کال د حمل پر ۲۵ مه د پغمان په قرغه کې د درې زره بې ګناه هیوادوالو ډله ایزه وژنه.

په ۱۳۶۴ کال کې د میدان وردګو ولایت په نرخ او میدان کې د دریو بریدونو په اوږدو کې د ۶۰۰ کسانو یوځايي قتل.

په دې وروستیو کې د هالنډ یوه څارنوال د امان الله عثمان له درکه د هغو ۵۰۰۰ وژل شویو کسانو لیست خپور کړ چې په افغانستان کې تر کمونستي کودتا وروسته د کمونستانو لخوا وژل شوي وو چې راپور یې اوس هم په انټرنیټ کې موجود دی.

ولي د ډاکټر نجیب الله خوښونه؟

داکټر نجیب الله د خپلو دریو همفکره مخکنیو رئيس جمهورانو (ترکی، امین او کارمل) په پرتله په خلکو کې زیات نفوذ لري. دی چې کله په دې پوه شو چې د روسي اهدافو د تحقق لپاره دده د مخکنیو دریو همفکرانو افراطي مستبده تګلاره د افغاني حساسیت له امله نوره نتیجه نه ورکوي، د خپلې سیاسي بیدارۍ له امله یې نرمي غوره کړ. د نظام او سیاست د اصلاح ځیني اقدامات یې تر سره کړل، دخپل ګوند نوم ته یې تغیر ورکړ، ( حزب دموکراتیک خلق ) یې په ( حزب وطن ) تبدیل کړ او ددې سره سره یې د مخکنیو ملګرو پر ځینو تګلارو چلپا راکش کړل. په ۱۳۶۶ کال کې یې نوی اساسي قانون تأسیس کړ چې په پکې د هر ډول آزادۍ او د سیاسي احزابو د تشکیل اجازه ورکول شوې وه. د خپلو مخکنیو همفکرو رئیس جمهورانو په خلاف یې د اسلام د مقدس دین پر وړاندي د نرمۍ سیاست پیل کړ، په داسي حال کې چې دده نظریه د هغو مخکنیو څخه هیڅ تفاوت نه درلود. اساسي تفاوت چې دده او مخکنیو تر مینځ وو دا دی چې ترکي، امین او ببرک په ډیر ظلم بیله کوم تغیر او تبدلیه د روسي کمونیسټ ګوند ټول اصول دلته عملي کول، خو نجیب د خپل سیاسي بصیرت له مخي دا ټول په ډیر مهارت او د هیوادوالو حساسیتونو ته په کتلو په کراره عملي کول. کله به یې ځان د اسلام دین ته ډیر وفادار وښود، خو په بل طرف کې به یې روسانو ته د ځان نژدې کولو په خاطر د لینن هیکل ته سر ټیټاوه. یو وخت به یې په مساجدو او دیني مراکزو کې د خلکو سره په مجلسونو کې ګډون کاوه، خو بل طرف به یې د زرګونو مسلمانانو د قاتلو کمونستانو پر سینو د اتلولۍ مډالونه ټمبل. پښتون ادیب او شاعر سلیمان لایق چې یو چپي کمونیست مزاجه او د ډاکټر نجیب الله همفکره شخص دی په مرکه کې وايي: ( یوازنی هغه کس چې دا چپنه ( په هیواد کې د کمونیزم د عملي کولو تګلاره) یې بیرته سمه کړه هغه ډاکټر نجیب الله وو.)

دا په دې معنی چې د کمونستي اهدافو د نفاذ په لاره کې د ډاکټر نجیب الله سیاست د هغه نورو درو څخه ډیر منطقي او پر ځای وو.

د ډاکټر نجیب الله ټول پلویان کمونستان نه دي. په خلکو کې دده د رسوخ تر ټولو لوی لامل دده فصیحه لهجه او جریره وینا ده چې زیات ځوانان یې تر خپل تأثیر لاندي راویستي دي. همدارنګه د زیاتو هیوادوالو څخه دده اصلي شخصیت پټ ساتل شوی او ټولو ته د یوه هیوادپال شخصیت په توګه معرفي شوی دی. خو که چیري ځوانان دده د عقایدو، جرمونو او نظریاتو په اړه پوه شي، هیڅکله به یې په پلوۍ غږ پورته نه کړي.

آیا ډاکټر نجیب الله د روسانو په وتلو کې کوم رول درلود؟

هغه وخت چې روسانو پر ګران هیواد یرغل وکړ، خپل لاسپوڅي یې د لیبل په حیث د خپلو اهدافو د تحقق لپاره استعمال کړل. ترکی، امین ، ببرک او په پای کې نجیب الله هغه څېرې دي چې روسانو د خپلو کمونستي اهدافو د نفاذ په لاره کې د ربوټانو په توګه استعمال کړل. خو کله چې یې د خپلو مقاصدو د عملي کولو پر وړاندي د افغان ولس نه ستړي کیدونکی مقاومت ولید، نور یې له دوی استفاده بې ګټې ولیدل او همداسي یې پر میدان یوازي پریښودل.

د شوروي خارجه وزیر ( ادوارد شواردنادزه) د نجیب الله د بې ساري قربانیو سره سره د هغه سره د نه وفا او د هغه په یوازي پریښودلو ژور خفګان کوي او وايي: ( ما ددې قطع نامې ( د هیواده د روسانو د وتلو توافق نامې) د امضا په وخت ډیر بد احساس کاوه او دا کار زما لپاره ډیر مشکل وو. د بیرته تګ په وخت کې په طیاره کې پدې پوه شوم چې مونږ د ډاکټر نجیب سره خیانت وکړ.)

د ګورباچف د حاکمیت په دور کې د شوروي د وزارت خارجه لومړی معاون او د شوروي د کمونیسټ ګوند د مرکزي کمېټې خاص مشاور ( ګئورګي کورنینکو) ډاکټر نجیب الله د ( کي جي بي پرېښودل شوی اولاد ) یاد کړ.

ډاکټر نجیب الله د روسانو په وتلو کې هیڅ کلیدي نقش نه درلود. ځکه ده هیڅکله دا ګمان نه کاوه چې کمونستان به د افغان ولس د مقاومت له وجې د هیواد څخه وتلو ته اړ کیږي، په دې اړه ګورباچف هم د هیواده د روسانو تر وتلو ۲۰ کاله وروسته اعتراف کوي چې په لومړي کې نجیب الله د روسانو پر وتلو باور نه درلود، ګورباچوف وايي: ( زه چې کله په تاشکند کې د نجیب سره مخامخ شوم، هغه مطمئنه نه وو او باور یې نه کیدی چې مونږ په جدي توګه د افغانستان څخه د وتلو تصمیم نیولی.)

خو ډاکټر نجیب الله د خپل مکار سیاست له مخي او ددې لپاره چې په هیواد کې د خپلو پلویانو پر وړاندي یې خپل حیثیت ساتلی وي، د روسانو پر وتلو نمایشي خوښي څرګنده کړه او د خپل حکومت تر سقوط درې میاشتي وړاندي یې وویل چې د روسانو د نظامي تجاوز پر وړاندي د افغانانو ملي قیام بریالی شو او وروسته یې د دلو ۲۶ د ملي نجات ورځ یاده کړه. حال دا چې نجیب الله هیڅکله بغیر له قید او شرطه د روسانو د وتلو موافق نه وو، خو روسانو نجیب په دې شرط په خپلو وتلو راضي کړ چې درې کاله نور به د دده او حزب د حاکمیت د بقا لپاره مالي او نظامي مرستې ورلیږي.

نجیب الله د روسانو تر وتلو وروسته درې کاله په داسي ډول پر حاکمیت پاته شو چې لا ورڅخه روسي جنرالانو لاس نه وو اخیستی او په هره برخه کې یې ورسره مرسته کول، خو دا چې روسان نور د افغانستان د مالي حمایې له توانه لویدلي ول، نجیب یې همداسي پر میدان یوازي پریښود او د خپلې نوي لوبي لپاره یې احمد شاه مسعود ته لاس ورواچاوه.

له هغه وروسته چې مجاهدینو کابل په خپل تصرف کې واخیست، ډاکټر نجیب الله د تیښتي لار ونیول، خو هلته د دوستم د ملیشو لخوا راوګرځول شو. ډاکټر نجیب الله اړ شو تر څو د ملل متحد دفتر ته پناه وروړي او د ۱۳۷۵ کال د میزان په ۶ د کابل تر سقوط پوري هملته اوسي.

هغه وخت چې طالبانو کابل ونیو، د زرګونو افغان شهیدانو د انتقام په پار یې نجیب الله د ملل متحد د دفتره راویست، لومړی یې وواژه او بیا یې په اریانا څلور لاري کې راځوړند کړ.

هغه څوک چې نن د ډاکټر نجیب الله د نوم سره د شهید مختاړی استعمالوي، هغوی په اصل کې د هغو زرګونو افغان شهیدانو وینه هدر ګڼي چې د ډاکټر نجیب الله د حاکمیت په وخت کې توی شوې وه. دده سره د شهید کلمه استعمالول دده کمونیست همفکرانو بله لوبه ده چې غواړي د افغان ملت سترګو ته خاوري وشیندي او له حقایقو یې ناخبره وساتي. تعجب نه دی؟ هغه څوک چې د الله تعالی، قران او پيغمبر پر وجود شک څرګندوي او دین د ټولنې اپين ګڼې، هغوی به د شهید کلمې ته څنګه ژمن پاتي وي؟!

په اخر کې باید ووایم چې:

هغه کسان چې د نورو په اشاره له کلونو کلونو راهیسي د غم پر ټغر ناست د خوښۍ محرومه مظلوم افغان د نورو د اهدافو قرباني کوي، لیري نه ده چې الله تعالی به یې د ډاکټر نجیب الله ددې انتقامي سرنوشت سره مخامخ کړي.

و ما علینا الا البلاغ المبین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
19 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

— این سخنان ای اس ای و نماینده گان القاعده و جهاد گران یعنی « تروریسم »است که بر فرزند شهیم و ان اکبر شهیدان وطن . تهمتن تاریخ که بدست ای اس ای در ارگ به پادوی طالبان کشته نا مردانه بقتل رسید میباشد ٬ با پخش اکاذیب حقیقت را نمی توان پنهان کرد او هرچند به لحاظ فزیکی وفات کرده است اما مدفن او قلوب مردم افغان و در ان زنده جاوید است ..

احمدشاه

د وژنې په دې لیک لړ کې چې تاسو خپور کړی دی ،په لاندې وختونو کې ډاکتر نجیب اصلا په افغانستان کې نه وو: په ۱۳۵۷ کال د حوت پر ۲۴ مه د ۲۴ زره هغو مسلمانو هیوادوالو وژل چې په هرات کې د ولسي پاڅون په توکه د کمونستي رژیم پر وړاندي راپورته شوي وه. د ۱۳۵۷ کال د روژې په میاشت کې د بګرام په هوايي ډګر کې د ۲۰۰ صاحب منصبانو وژنه. د ۱۳۵۷ کال په حوت کې د خوست په ۲۵مه فرقه کې د ۱۳۳ صاحبمنصبانو ډله ایزه وژنه. د ۱۳۵۸ کال د حمل پر ۳۱… نور لوستل »

رفیع

۱۹۷۹م کال چې د ۱۳۵۷ه ش کال سره برابر دی، ډاکټر نجیب له روسیې راګرځیدلی او دا وژني یې له راتګ وروسته شوي دي چې د هغه وخت ټول خلک برې خبر دي.
فکر کوم د زاهد صاحب خبره سمه ده،
احمد شاه صاحب تاسو یې یو ځل بیا وګورئ

امان

دی ستا له لیکنی داسی معلومیږی چی پوخ دی پنجابی ### یی او دی کوم پ## یی باید ووایم چی ستاسوی دا حق نلری چی دی شهید داکتر نجیب الله نوم په خوله واخلی داکتر دی یو افغان بچی وه و په افتخار په خپله خاوره او ناموس. شهید شو لکه ستا پ##او هغه دی ### چی خپل## يه او قسمه په پنجابیانو خرڅه کړه له ستانه هغه دی چنګیز بچیان سل ځله شرف لری ###. خوله شی چی دی یو پاک او سپڅلی سړی نوم لکه شهید نجیب نوم پری اخلی

ش. بهیر

د نجیب په بیدینی کې شک نشته دی خو یو څه چې پدې لیکنه کې ممکن اشتباه شوي وي هغه نیټې یا تاریخونه دي مثلا ((په کال ۱۹۷۹ کې سرو لښکرو پر هیواد یرغل وکړ، ډاکټر نجیب الله بیرته کابل ته راستون شو او یو کال وروسته د د شوروي تر حمایې لاندي دولت د خاد ( خدمات اطلاعات/ امنیت دولتي) د رئیس په توګه وټاکل شو)) معنی دا چې نجیب په ۱۹۸۰ کې د خاد رئیس شو. چې د ۱۹۸۰ په اول هم رئیس شوی وي نو د ۱۳۵۸ د دلوې ۱۱ نیټې څخه د مخه ظلمونه ددې مربوط… نور لوستل »

نجیب الله کامران

بهیر صاحب ما دا نیټې وکتلې. ټولې صحیح دي. په کوم کال چې روسانو یرغل وکړ په هغه کال نجیب هم د خاد رئیس وټاکل شو. که تاسو یې په نیټ کې سرچ کړئ ټولي نیټې به درته معلوميږي شي.

ش. بهیر

زما مطلب دا نوو چي دغه ظلمونه نجیب ندي کړي! زما مطلب دا وو چې لیکنه په ښه شکل نده شوې لوستونکو (هغه لوستونکي چی په غور یی لولی او تحقیق کوي) شکوک پیدا کیږي. بل مطلب مې دا وو چې هغه وروڼه چې د لیکلو څخه یې مطلب یواځې معلومات وړاندې کول نه بلکي یو نوعه د اسلام خدمت یې په ذهن کې دی باید زیات تحیق وکړي او داسي ولیکي چې د شک ځای پکې پاتې نوي، خو متأسفانه چې دغه ډول لیکل ډير کم تر سترګو کیږي.

عبدالله خان

د میلادي کالپه وسیله د شمسي کال معلومول طریقه لري، که د ۱۹۷۹ کال اوایل شي نو تاریخ کې هیڅ ستونزه نه پیښېږي، خو که یې اواخر راواخلئ بیا غلطي رامنځته کیږي، نو په لیکنه کې چې کوم تاریخونه ذکر شوي ټول سم دي، تاسو یې په محاسبه کې تیروتي یاست او د ۱۹۷۹ په اواخرو مو محاسبه کړې ده او دا کلونه په اوایلو کې دي.

Mayak khan

ریښتاهم داهرڅه هغه حقائق دي چی نن له ځوان نسل څخه پټ ساتل کیږي هغه څک چی پدغه لیکنه شک کوي هغه باید دروسي جنرال لیکلی کتاب چی داود جنبیش ژباړلی ده او دريښتیا په افغانستان کښی څه تیریدل ترسرلیک لاندی خپور شوی ده په ژور نظر مطالعه کړي. دیوچا دومره تائید چی دبندګي ترحدهرسیږي ندی پکار. نجیب زمونږ دمنطقی ده زه په پوره معنا پیژنم اودتوری کودتا ا:وجنګونو په جریان کښی لوی شوی یم هر څه لکه لمر داسی راته معلوم دي. نه یواځی نجیب بلکه هر ګوندي کمونست قاتل وطن فروش دهري او پردی پال وو اودي کمونستان… نور لوستل »

غ.حضرت

دردند ورور ع.کریم زاهد صاحب! پر روښانه ګوتو مو نور هم برکت شه. ډېره ښکلی او جامع لیکنه ده خو د لیکنی خوږوالی ئې راته د یو څو شیبو لپاره د پورتنی دوو کسانو په غولوونکی کامنټ، لږ غوندی ځنډنئ شو. وروره! دا څلور واړه غوایان یو تر بل وحشی او مغرور او متکبر وه خو ح.امین او دا نجیب ګَو ئې تر ټولو ستر خبیثان وه.ح.امین ځان یو کمونسټ باله خو په حقیقت کی د امریکایانو یو پټ مزدور ؤ او بدنامه کمونیزم ئې ښه بدنام کړ لکه داعش او نورو چه پخپلو بدو کړنو ښکلی اسلام بدنام!! کړ،… نور لوستل »

نورالدین

چا چی ھم دپردویو داشغال حمایہ کړ‎ی وی ھغہ پہ ټولو قتلونو دھغو شریک دی – دا اوسنی مردہ ګوان ھم دقلمہ مہ بی برخی کوی

فرهاد افریدی

دیره د شرم خبره ده،چه تاسی اوس هم د شهید داکتر نجیب الله په هکله پوچ او د حقیقت نه لری خبری کوی،او بیا فرض کره که دا کار د کری هم وی،نو که هر چاته یو مسوولیت وسپارل شی باید اجرا یی کری،که هغه نجیب وو او که هر سوک وی،د وخت د حکومت په مقابل کی چه هر سوک بعاوت کوی هغه باغیان دی او د حکومت وظیفه ده چه باغیان وژنی،دغه کومی وژنی چه تاسی لیکلی دا باغیان وو او باید وژل شوی وای،که داسی نه وی نو طالبان ولی د مسعود پر زد جنگیدل او په… نور لوستل »

غ.حضرت

افریدی صاحب! څومره قوی!!!! منطق دی کار کړیدی.
د وخت د حکومت پر ضد چه هر څوک بغاوت کوی باید ووژل شی.
که ستاسی دا پورتنۍخبره سمه وی نو د نجیب او بی حبا خلقیانو او پرچمیانو مرګ د ظاهرشاه او داؤدشاه په وخت کی هم روا ؤ، دوی باید هغه وخت لا نه وای ژوندی پاتی ځکه دوی د وخت د حکومتونو پر ضد بغاوت او کودتاګانی کړیدی.
باور وکی ستاسی پر ځای زه شرمېږم چه د نانجیب غوندی خبیثانو خلګو دفاع کوی.

غوربندی

حضرت صاحب د مجرم او کمونست نجیب په اړه ستاسو موقف د ستاینې او تقدیر وړ دی. دا چې ولې د نجیب ذلیل پاته شوني په خپلو مجرمو اسلافو د ویاړ جرات کوي ماته ډېره هیښوونکې نه بریښي او ځواب او اسباب یې روښانه دی. که د پخوانیو مجاهدینو خاینو مشرانو او ځینو د شیطان او خپل نفس پر نیلۍ سپرو سست عنصره اتباعو یې د غربي ښکېلاک په وړاندې د جهاد او مقاومت له سپېڅلي صف څخه لاره نه وای بیله کړې او په فکر، عمل، …. کې د کفارو په صف کې نه وای ولاړ، او یا یې… نور لوستل »

فرهاد افریدی

غ،حضرت صاحب،ستا خبره نانجيب كمونست وو قاتل وو،د روسانو ملگری وو او نور که تاسی پسی زیاتوی هغه به هم ومنو،خو سوال دادی چه،ستاسو په نظر ملایکه سوک ده،گلبدین،راکتیار،برهان،ربانی،نا صیاف،مجددی،گیلانی،مزاری،ملا عمر،ملا منصور.ملا هبت الله،کرزی،او که اشرف غنی،وخت به دیر ونیسی او بله دا چه زه مبایل کاروم د لیکنی لپاره دیر زای نلری،کنه ما به درته ددی تولو کارنامی یوه یوه په گوته کری وی،زه د ۱۳۵۰ نه تر اوسه پوری ژوندی تاریخ یم تا به د روسی لیکوال کتاب ویلی وی خو زه درته د لیدو وایم.

نا پيژاند

دوا دي سه

غوربندی

……. میلیون شهیدانو د قاتل ستاینه او لمانځنه نه شوای ….

فرهاد افریدی

غوربندی صاحب،گذاره کوه کنزلی کول د انسان د فامیلی تربیی نماینده گی کوی،

غوربندی

اقریدی صیب
مکر له کمونست او خاین نجیب ګاو څخه ستا ملاتړ ستا د عقیدې نمایندګي نه کوي؟؟

Back to top button
19
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x