
فقهي مصادر: لمړی درس / دفقهې شرعي مصادر
لیکوال: احمد الله عاطفي
الله سبحانه وتعالی دین دستر نعمت په توګه کامل او پوره کړی، عبادات، اوامر او نواهي ئې څرګند کړي.
قال الله تبارک وتعالی: الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا …(سورت المائده: ۳)
ژباړه: نن مو ستاسو دین درته بشپړ کړ او خپل نعمت مي درباندي پوره کړ او اسلام مي د دین په توګه درته غوره کړ…
حکیم او خبیر ذات (جل جلاله) په خپل حکمت دین بشپړ او ددین احکام روښانه کړل، دین په هر لحاظ پوره شو په قوت کي هم چې کفار ئې له مینځه وړلو نه مایوسه شول، احکام او قواعد ئې هم روښانه شول، خو د دي دا مطلب نه دی چې نور د اجتهاد ضرورت نشته، بلکه د قرآنکریم په متعددو لار ښوونو کې سپارښتنه شوي چې دقرآنکریم ځیني مطالب داسي دي چې په هغي پوهیدل د هر چا د توان برابره خبره نه دی بلکه پوهیدو لپاره قرآن پوهانو او متخصصینو (مجتهدینو) ته رجوع وکړئ.
داهم اړین دی چې پوه شو د عبادي چارو تر سره کول لکه لمونځ ، روژه ، او… له نواهیو او حرامونه ځان ساتل ، حدودو احترام ساتل عقاید سمول، اخلاق برابرول او ټول هغه چاري چې زمونږ ژوند پوري اړوند دي له کومه هدایت شوي مراجع ئې کوم دي او تفصیلات ئې چا ورکړي او له کومه شوي؟
ددي ټولو اړخونو روښانه کولو لپاره په شریعت اسلامي کې اسلامي فقه ځواب ورکوي، چې دهر حکم مرجع له کومه روښانه شوي، حکم قرآني دی، نبوي سنتو کې راغلي یا دبل کوم فقهي مصدر له چوکاټه اخستل شوی.
دحضرت عبد الله ابن عباس (رضی الله عنهما) په قول دا مبارک آیت دقرآنکریم داحکامو په اړوند وروستنی آیت دی، ددي له نزوله(۸۱) ورځي وروسته حضرت سرور کونین له فاني دنیا ولاړ او اسماني وحي چې قرآنکریم نازلیده دتل لپاره بنده شوه.
همدا راز د الانعام سورت په ۵۹ مبارک آیت کې دالله سبحانه وتعالی دقدرت مظهر بیان شوی او دقرآنکریم ستر والی، په دی مبارک کلام کي (وَلَا رَطْبٍ وَلَا يَابِسٍ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ) ټول هغه حقیقت بیان شوی چې شتون لري ، هغه چې دهر څه بیانونکی دی.
دین بشپړ شوی او احکام بیان شوي، ایمه کرامو چې شرعي فقهي مصادر بیان کړي دا هم د حکم الهي نه دباندي نه دی، دالله سبحانه وتعالی په علم کې دزمانو په توپیرونو د نویو مسائلو ټوکیدل وو چې د حل لپاره ئې اساس ایښی، یوه برخه ئې په قطعي نص سره بیان کړی چې په هغه کې نه دعقل دخل شته او نه ضرورت، دویم هغه چې په ظني توګه بیان شوي داسي مواردو کې دسلیم عقل دخل دتفصیل غوښتني لپاره ضرورت دی.
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : الْعِلْمُ ثَلَاثَةٌ ، وَمَا سِوَى ذَلِكَ فَهُوَ فَضْلٌ ، آيَةٌ مُحْكَمَةٌ ، أَوْ سُنَّةٌ قَائِمَةٌ ، أَوْ فَرِيضَةٌ عَادِلَةٌ.
ژباړه: دحضرت عبد الله بن عمرو بن عاص (رضی الله عنهما) نه روایت دی: حضرت رسول اکرم ( صلى الله عليه وآله وسلم) وفرمائیل: علم (دین پوهنه) دري دي، آيَةٌ مُحْكَمَةٌ (څرګند اوغیر منسوخ)، سُنَّةٌ قَائِمَةٌ ( مستند احادیث)، فَرِيضَةٌ عَادِلَةٌ ( اجماع او قیاس) پرته له دې چې نور دی ( دشریعت مصادر) هغه زیات دي .
دا مبارک حدیث دأبو داود ، ابن ماجه ا وحاكم سر بیره زیاترو محدثینو روایت کړی دالفاضو په کمی زیاتي سره چې مفهوم او مراد ئې یو دی، دابن ماجه په روایت کې (فما دون ذلك فهو زائد) ذکر شوی.
ددین پوهني سترو بزرګانو قول دی: دديني امورو اصول او شرعي مسائیلو بنسټیز منبع او مرجع دري دي.
آيَةٌ مُحْكَمَةٌ: محکم آیتونه چې معنی او حکم ئې څرګند دي او منسوخ شوي نه دي، یو تاویل لري.
سُنَّةٌ قَائِمَةٌ: هغه احادیث مبارکه چې له حضرت رسول اکرم ( صلى الله عليه وآله وسلم) نه په صحي سند روایت شوي.
فَرِيضَةٌ عَادِلَةٌ: هر هغه حکم چې ریښتینی انصاف په ګوته کوي ددي مبارک لفظ مصداق دی، دابو داود شارح، عون المعبود له دي مبارک لفظ نه په څرګنده توګه اجماع او قیاس اخلي.
هغه استنباطي احکام، چې دقرآن او نبوي سنت دمنصوصو احکامو په نظائرو قیاس شوي وي او هم له دي لفظ نه اجماع مراد دی، چې شرعي ادله دمرقات المفاتیح دمشکات المسابیح شرحي په قول: وَالْحَاصِلُ أَنَّ أَدِلَّةَ الشَّرْعِ أَرْبَعَةٌ : الْكِتَابُ وَالسُّنَّةُ وَالْإِجْمَاعُ وَالْقِيَاسُ ، وَيُسَمَّى الْإِجْمَاعُ وَالْقِيَاسُ فَرِيضَةً عَادِلَةً.
وَمَا سِوَى ذَلِكَ فَهُوَ فَضْلٌ: ددي جملي په تاویلاتو کې علماوو زیات قولونه دي چې په عموم سره دوه دي یوه هغه ډله چې ددي لفظ نه مراد له پورته ذکر شوي مصادرو (قرآن ،سنت، اجماع اوقیاس) نه پرته دنورو ضرورت نشته.
فما دون ذلك فهو زائد) نه ځینې بزرګانو عصري علوم ښودلي.
دویم قول: ددي مبارک کلام په پراخ والي کې سربیره له قرآن ، سنت، اجماع اوقیاس نه ټول هغه مصادر چې داسلامي فقې له شرعي مصادرو څخه شمیرل کیږي په لاندي ترتیب ئې لیکو چې داسلامي شریعت داستنباطي مسائیلو په تشریح او نفاذ کې مرسته کوي او اسانتیا برابروي.
اول : دصحابه رضی الله عنهم قول.
دویم : استحسان.
دریم : د مدیني والاو عمل.
څلورم : عرف.
پنځم : مرسله مصالح (رواني ګټي تر لاسه کول).
شپږم : سد ذرایع (دوسیلو یا لاملونو بندول).
او وم : تیر شوي شریعتونه.
اتم : استقراء.
نهم : استصحاب ( پخپل حال پریښودل).
قرآنکریم او نبوي سنت پرته له شک او شبهي داحکامو اصلي مرجع دي په دویمه مرحله کې اجماع او قیاس په پورتني ترتیب د فقهي مسایلو د اثبات متفق علیه دلایل او حجت دي پر ته له دي نور مصادر داختلاف له کړاونو خالي نه دي، چا له یوه زیاته استفاده کړي چا له بله، لکه امام مالک (رحمه الله) چې دمدیني والاو عمل حتی په خبر واحد هم مقدم ګڼه او هم ئې له نورو نه مرسله مصالح او سد ذرایع ته زیات اهمیت ورکوو. جمهور قول: له قرآن او سنتو سربیره دغه ذکر شوي مصادر داسلامي شریعت داحکامو څرکندولو په اړوند په استنباط کې داسلامي فقې شرعي مصادر بولي او له دي پراخوالي پرته د وخت ټوکیدونکي ستونزي دحل لار میندل ستونزمن کار دی، دهمدي اصولو په برکت او دفقهاوو په زحمت اسلامي فقهي خپل لوړ مقام تر لاسه او حفظ کړ، چې بیلا بیلي پیښي او ستونزمن مسائل څرګند ،حل او وسپړل شول.
ما المقصود بحديث : ( العلم ثلاثة ..)؟ السؤال: أريد أن أسأل عن معنى الحديث التالي ، لأني متحير في معناه . روى عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : ( العلم من ثلاثة أشياء ، آيات محكمة وأحاديث صحيحة وما أخذ من الاثنين ، فما دون ذلك فهو زائد ) رواه بن ماجة 1/54، وأبو داود (2879) > ما معنى كلمة “زائد”؟ وهل يجوز لي أن أتعلم العلوم الدنيوية؟ حيث إني فهمت من هذا الحديث أن “زائد” أي لا يمكنني تعلمها ؟ الجواب : الحمد لله : أولاً… نور لوستل »