کندهار: په بندتېمور کې څه تېر شول؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کندهار په لوېديځه ولسوالۍ ميوند کې د بند تېمور پر سيمه داخلي او بهرنيو ځواکونو په ګډه درې ورځي وړاندي ستره چاپه واچول.

بندتېمور ته داخلي ځواکونه چې د ملاصاب د سرای کمانډويي عسکرو هم په کې شتون درلود د بهرنيو ځواکونو او الوتکو په ملتيا له دریو طرفونو څخه داخل شول.

د سيمي اوسېدونکو نن ټکي اسیا ته منلې چې د چاپې په موخه سیمي ته د راغلي قوې د وېګو موټرو شمېر له ۱۱۰ نه زیات وو ، همدار راز ګڼ شمېر شوبلي او ټانګان هم ورسره وو او پر سر باندي يې الوتکي تاو را تاو کېدې چې تر ټاکلي هدف او سیمي به يې امنيتي ځواکونه رسول.

ځايي خبريالانو د حکومتي ځواکونو د عملياتو موده نژدې ۴۸ ساعتونه ياده کړې او زیاتوي چې د عملیاتو اصلي هدف د ميوند بندتېمور او د پنجوايي ولسوالۍ سره د رېګ سرحدي سيمه وه.

د نن ټکي اسیا خبريال د سیمي له یوه هغه ملکي کس سره د معلوماتو په موخه اړيکه نيولې چې د چاپې په مهال يې د تېښتي لار نيولې او خپل ژوند يې ژغورلی.

دا عیني شاهد چې خپل نوم رحمت الله او د پلار نوم ګل کاکا يادوي د سترګو ليدلی حال داسي بيانوي:

کله چې سيمي ته د دولتي ځواکونو ويګو موټران او شوبلي راغلې موږ د کلي ځوانانو له عادت سره سم په تېښته پيل وکړ او غوښتل مو ځان خوندي سيمي ته ورسوو خو هر لوری عسکر ، ټانګونه او موټر لیدل کېدل.

چاپه اوږده شول ، ډېر وخت مو رود او ځنګل سيمي ته څېرمه تېر کړ چیري چې د امنيتي ځواکونو د راتګ احتمال کم وو، خال خال ډزي مو اورېدې ، کله کله به درنې چاودني هم وشوې خو هغه مهال چې شپه په خلاصېدو او سهار په راتلو وو داسي ډزي واورېدل شوې چې انګېرل کېدل د طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ جګړه ونښتل.

سهار له لمر ختو سره سیمي ته بیرته را ستانه شوو ، ټوله سيمه غم ځپلې وه ، جنازې پرتې وې ، ګډو ځواکونو سخت وحشت تر سره کړی وو ، داسي ښکارېدل چې کليوال د شپې دوربین لرونکو کمانډويانو ويشتلي و.

د عام اولس کورونه دولتي ځواکونو يوازي او يوازي د شک پر بناء سوځلي او منفجر کړي وو.

د سیمي د اوسېدونکو د ورکړل شويو شمېرو له مخي ۲۹ تنه ولسي وګړي چې ډېری يې ځوانان دي د دولتي ځواکونو له لوري وژل شوي ، ۳۵ تنه نور يې د بنديانو په ډول له ځان سره وړي او په سيمه کې د ټولو کورونو موټرسايکلان او موټران چې د دوی لاس رسی ورته کېدی سوځلي.

رحمت الله وايي:ګاونډيانو مي راته وويل چې عسکرو د تلاشۍ په مهال زموږ له کور څخه قیمتي شیان له ځان سره یووړل او د سپين روبو هيڅ ډول ننواتي يې نه منلې.

دولتي امنيتي سرچينې د ترسره شويو عملياتو اړوند وايي:

د طالبانو هغه قوه چې له لس موټرو او پنځه دېرش موټرسايکلونو څخه جوړه وه او د ستر برید پلان يې درلود ، پلان ته له رسېدو وړاندي په نښه شول چې له امله يې تر ۵۰ تنو زیات طالبان ووژل ، ګڼ شمېر ټپيان شول او ځيني نور امنيتي ځواکونو له ځانو سره بنديان يووړل.

د کندهار د لوېدیځو ولسوالیو اوپراتیفي قومندان سلطان محمد وايي وسله والو په سيمه کې پر شته پوستو باندي د ستر بريد پلان درلود چې د امنيتي ځواکونو له خوا شنډ شو.

د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق له رسنیو سره د خبرو په مهال په بند تیمور سیمه کې د لسګونه طالبانو د وژلو ادعاء کړې او زياتوي چې تر ۳۰ تنه ډېر د عملياتو په مهال نيول شوي.

دولتي چارواکو او رسنيو تر دې دمه د عملياتو په مهال د ولسي مرګ ژوبلي اړوند هيڅ نه دي رسنيز کړي.

طالبان او د بند تېمور بريد اړوند يې غبرګون:

که څه هم حکومتي چارواکي طالب لوري ته د عملیاتو په مهال د درنې مرګ ژوبلي راپورونه خپروي خو طالبان يې له خپل رسنيز ممبر نه په کلکو ټکو ردوي.

طالبان وايي زموږ ځواکونو د عملياتو په مهال په سيمه کې شتون نه درلود ، هغه مهال چې د عملیاتو نيمه موده په تېرېدو وه سیمي ته را ورسېدل او له دولتي ځواکونو سره په جګړې بوخت شول.

د الاماره ویب پاڼي له راپور سره سم د جګړې په مهال ۳ وېګو موټر د کمینونو په بریدونو او چاودنو کې له منځه لاړل ۱۴ تنه سپيشل فورس عسکر ځای پرځای قتل او ګڼ نور ژوبل شول.

طالب ویندوی قاري يوسف احمدي وايي : ((دښمن چې له مجاهدینو سره يې د جګړې په میدان کې کوم پرمختګ تر لاسه نه کړ او پرلپسې د ځپلو لاندې دی نو اوس غچ له ولسي خلکو اخلي او په دا ډول جنایاتو لاس پوري کوي)).

ښاغلی احمدي وايي:کله چې دولتي ځواکونو په سيمه کې ولسي وګړي بنديان او ووژل وروسته يې په ډېره ((سپين سترګۍ)) دې عملياتو ته د طالبانو په وړاندي د عملیاتو نوم ورکړ او په رسنيو کې يې د لسګونو ((مجاهدينو د شهادت)) آوازې خپرې کړې چې چورلټ دروغ دي.

د طالبانو د وياند په غبرګون کې راغلي:((اسلامي امارت د دښمن دغه بزدلانه او ظالمانه عملیات په کلکو ټکو غندي، دا ګام د ولس څخه د کسات اخیستلو شرمونکی کار بولي او د یوې بشري فاجعې په ډول يې د امریکايي اشغالګرو او د هغو د لاسپوڅو د متعددو جنایاتو یوه بیلګه ګڼي)).

طالبانو ټولي بې طرفه رسنۍ مخاطبي کړي او ترې غوښتي يې دي چې راشئ ، سيمه له نژدې وګورئ او نړۍ او افغان اولس ته د پيښي اصلي حقیقت ورسوئ تر څو جوته شي د پيښي اصلي قربانیان څوک دي؟ او ګډو ځواکونو څومره وحشت کړی؟

طالبانو په وروستي غبرګون کې د بند تېمور د عام اولس د ځورول شويو د انتقام او غچ اخیستني کلک هوډ څرګند کړی.

دوی وايي : ((اسلامي امارت به د خپل ولس د مدافع ځواک په توګه د دښمن دغه بزدلانه عمل بې ځوابه پرینږدې، له اشغالګر او مزدور دښمن څخه به يې په ښه ډول کسات واخلي. ان شاءالله)).

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ذبیح الله
میلمه
ذبیح الله

په زړه پوری لیکنی مودی. مننه الله ج دی دنورخدمت توفیق هم درکړی