افغانستان

کابل: نن د افغانستان،پاکستان او آیساف درې اړخیزه غونډه پیل کېږي

نن ټکی آسیا: ټاکل شوې ده، چې نن د افغانستان، پاکستان او آیساف د لوړپوړو چارواکو تر منځ درې اړخیزه امنیتي غونډه په کابل کې پیل شي.

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چې په دې غونډه به کې د افغانستان او پاکستان لوی درستیز او د آیساف عمومي قوماندان ګډون وکړي.

د غونډې هدف ظاهرا د سرحدونو د امنیت او پر یوه او بل هېواد د وروستیو راکټي بریدونو ښودل شوی.

یوې باورې سرچینې ویلي، چې د غونډې د بحث په اجنډا کې د ټاکو د دوهم پړاو د امنیت موضوع هم شامله ده.

دا درې اړخیزه غونډه په داسې حال کې دایريږي، چې په دې وروستیو کې افغان لوري په نورستان، کونړ او تازه د کندهار پر معروف ولسوالۍ د بریدونو پړه پر پاکستان ور اچوي

همدارنګه پاکستان هم په ځينو قبایلي سېمو باندې د افغان ځواکونو له د حملو خبرونه ورکړي.

بل لور ته بیا د ښکېلو هېوادونو برعکس د تر بریدونو لاندې سېمو اوسېدونکي او شنونکي په دې اند دي،چې د دې پېچلې لوبې تر شا د پاکستان او امریکا ګډ لاس بولي، چې غواړي د کابل حکومت په خبرۍ یا ناخبرۍ کې د افغانستان د حریم پر سر معاملې او تلپاتې ستونزې ایجاد کړې.

د یادونې وړ ده ، چې د آیساف، افغانستان او پاکستان د لوړپوړو نظامي چارواکو تر منځ دا امنیتي غونډه د طالبانو له لورې د خیبر عملیاتو له اعلان څخه پوره یوه اونۍ وروسته را بلل کېږي.

طالبانو د تیرې دوشنبې په ورځ په ټول هېواد کې د خیبر په نامه خپل یو کلن نظامي عملیات اعلان کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x