د کابل او میوند ویر !

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله: د سیمې د عیني شاهدانو په حواله امریکايي او داخلي ګډو ځواکونو د تیرې چارشنبې په شپه د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کې پوځي عملیات ترسره کړي چې له امله یې ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بند تیمور د ولسي خلګو د خبر له مخې ګډو ځواکونو د پوځي عملیاتو په مهال لومړی خلګ له کورونو را ایستلي او بیايي په دیروحشیانه ډول وژلي دي.

که څه هم چې ګډ ځواکونه ادعاء لري چې په بند تیمور کې د دوی د تر سره کړو عملیاتو په ترڅ کې ټول وژل شوي کسان طالبان دي خو د سیمي عیني شاهدان وايي چې نه یواځې وژل شوي بلکې د بهرنیو ځواکونو لخوا نیول شوي خلګ هم ټول ولسي وګړي دي چې یواځې د لنګوټو او سیمه ییز لباس لرلو په تور د بهرنیو ځواکونو لخوا وژل شوي او نیول شوي دي.

د بند تیمور دا خونړۍ پیښه د کابل د خونړي برید په تعقیب په ډیرلنډ زماني واټن کې رامنځته کیږي ، خو له بده مرغه چې د دغې لويي غمیزې په اړه ټول هغه مراجع او سازمانونه چې د کابل ویر یې په کلکو توروغانده او له ملګروملتونو نیولې تر ناټو او ګڼو نورو جهتونو پورې ټولو ورباندې تقبیحي اعلامیې صادرولې نن یې د میوند په ویر چوپتیا غوره کړي او هیڅوک ورباندې ځان هم نه خبروي.

د ولسي خلګو وژل جنایت دی ، دا جنایت که د هرچا لخوا هرځای او د هرچا په وړاندې ترسره کیږي باید تقبیح اوغبرګون ورباندې وښودل شي.

تر امریکايي اشغال لاندې افغانان په هیڅ ځای کې هم له وژل کیدو او ژوبلیدو څخه خوندي نه دي.

همدا وجه ده چې د کابل او میوند په شمول د افغانستان هره سیمه له امریکايي اشغاله متضرره ده. په کابل کې چې څه پیښږي هغه په میوند کې د امریکايي یرغلګرو او د هغوی د ملاتړو د وحشت غبرګون دی چې رامنځته کیږي.

او دا د افغان وژنی خونړی تسلسل به تر هغو په افغانستان کې جاري وي چې تر څو مو په هیواد کې بهرني یرغلګرو د سولې او امنیت ساتلو په پلمه شتون لري .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمدغنی سیلاب
میلمه
احمدغنی سیلاب

سلام عـــــــلـيم ورحمت الله