نظــر

زوړ- هګیو پلورونکی…!

ژباړه- (اصلت شاه یاد)

په لاس کې یې ژیړ بکس نیولی وو او له زاړه هګیو پلورنکې څخه یې پوښتنه وکړه چې بوډا ! یوه دانه هګۍ په څو پیرئ؟

زوړسړي ورته د یوي هګۍ قیمت (5 ) روپۍ وویل.

اخیستونکې جیلۍ خپلي سترګې چوقي کړي او بوډا ته یې وویل چې (6) هګۍ به درنه په (25) روپۍ واخلم که دې زړه وي ښه ده . که نه نو لاړم،

زوړ سړي ورغبرګه کړه راځه په همدغه قیمت به یې درکړم ښاي دا زما لپاره دهګیو دخرڅ ښه شروعات وي ځکه له سهاره مې تراوسه یوه هګۍ هم نده پلورلي.

جیلۍ تري هګۍ واخیستي او داسي احساس یې وکړه چې ګټه مې وکړه. او خپل قیمتي موټرته ورپورته شوه او دخپل ملګري سره دیو مشهورهوټل په دروازه وردننه شوه.

دواړو دخپلي خوښي خواړه را وغوښتل لږه اندازه خواړه یې وخوړه او ډیرتري پاتي شوو، یعني ضایعه شول. جلۍ دخوړو دبیل دپری کولو په پار له خپله ځای پورته شوه. دخوړو دبیل قیمت (1400) روپۍ جمعه شوي وي خو هغي برعکس (1500) سوه روپۍ له خپل پرس سخه دهوټل مالیک ته ورکړي.

ښای دغه زیاتي پیسي دهوټلي لپاره یوه ساده خبره وه….. خو دهغه سپینګیري هګیو پلورنکې لپاره ډیره دردونکې وه.

دغه قیصه زمونږ دټولني په ډیرو خلکوکې مروج ده مونږ که چېرته دیو غریب پلورنکې څخه کم قیمته جنس اخلو نو ترخپله وسه ورسره ددې لپاره زور وهو چې په 20) کې راته پینځه ګون نور هم پریږدي وخت چې دهغه غریب خرڅونکې یاپلورنکې لپاره یوه روپۍ هم ډیره ده.او کله چې دیو مشهور او قیمتي دوکانه ترټولو قیمته اجناس اخلو دخپل ټاکلي قیمت څخه زیاتي پیسي په خلاص زړه ورکوو او مننه هم له دکاندارڅخه کوو. هرهغه څوک چې زمونږ سخاوت ته ضرورت ونلري دهغي سره دزړه له اخلاصه سخاوت کوو، او څوک چې ورته اړ وي دهغه سره دیوي روپۍ لپاره هم خپله شومتیا ښکاره کوو.

یو وخت مې چیرته لوستي وو:

چې زما والد صیب به هیمشه کوشش کوو چې دکور اړین شیان دسرک دسرپلورنکو څخه راونیسي. ترټول غریب پلورنکې چې به یې ولید له هغه به یې پیرل، او له ټاکلي نرخ څخه به یې یوه اندازه پیسي زیاتي ورکولی .ان کله کله به یې غیري ضروري شیان له همدغه ډول پلرونکو څخه رانیول چې خاص اړتیا به هم ورته نه لیدل کیده.

دهمدغه عادت لپاره مې له خپل پلارڅخه پوښتنه وکړه چې! تاسي ولی همیشه دسرک له سر څخه بی کیفیته اجناس اخلئ او ځیني وخت دخپل قیمت څخه زیاتي پسي پري ورکوئ؟ پلار مې وویل چې ځویه دا ځکه چې دا د اړ انسانانو سره مرسته کولو په معنی ده زکات او عبادت دی او غریب کارکونکې ته عزت ورکول دي.

(اصلت شاه یاد)
کابل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

ښکلې ليکنه ښکلى پيغام په زحمت مو برکت شه اهمه سکالو مو څېړلې، لومړى لکه څنګه چې تاسو ياده کړې ده د مرستې لپاره ښکلې لار ده او تر هرڅه يې قربان د دغه مشر سپین ږیري چې د تيار خوړونکي ځوان څخه يې همت دوه درې ځلې ډېر دى. دلته اروپا امريکا او پخپله افغانستان کې ډېرى ځوانان په دغسې با همته کارونو شرمېږي، بايد چې دا هېره نکړي چې د خپل خپلوانو څخه نيولې تر د ملګرو انډيوالانو او هوساينې دفاترو پورې پرته د ډېرې زياتې مجبورۍ څخه چې يا د چا د وجود غړي معىوبه وي يا… نور لوستل »

غ.حضرت

قسم په خدای که د نبی علیه السلام د ارشاداتو او کړنو له ستر زلال دریاب څخه فقط یو سطل روڼی اوبه د خپلی هر اړخیزی هستۍ پر پټی وپاشو په دواړو جهانو کی به بریالی او سرلوړی اوسو.
اولیاء د خدای چه ئې بولی دغه کسان دی کوم چه خپل ځان او بچانو ته حلاله ګوله لاسته راوړی او ښه خلګ هغه دی کوم چه ددې خواری کښانو درناوی لری.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx