غزل/طالب الهام

طالب الهام

که د وخت نمرود هر څو اورونه بل کړي
خو خلیل ېې په انګار اوړي را اوړي

افغانان که دا سپېڅلی جهاد پریږدي
بیا به څوک په دغه لار اوړي را اوړي؟

ما د دښتو،بیابان،په منځ کې خښ کړئ
چې کوچیان مې په مزار اوړي را اوړي

د وصال په سره غرمه مې غېږ کې ځانګي
چې مې سیوری پخپل یار اوړي را اوړي

د حلالو د حرامو توپیر نکړي
پښتانه دي په شغار اوړي را اوړي

د طورخم په دروازه به بیا ځواکمن شي
افغانان به ښه احرار اوړي را اوړي

مؤمنان به شي یو موټې فلسطین ته
په القدس چې کفار اوړي را اوړي

د شیرینې، د شیرینې مینې زور دی
مؤمن خان چې په ښامار اوړي را اوړي

ټوله شپه لکه طورخم زړګی مې بندوي
ستاغمونه پې سهار اوړي را اوړي

اوس طالب الهام راغلی خپل وطنته
اوس په غرونو،نه،په ښار اوړي را اوړي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د