د سولې دروغجنې هڅې درواغ ثابتې شوې

یاسر افغان

داشغال په پیل کې اشغالګرو دطالبانو ریښې له بیخه ویستلي غرونه ېي پسې لټول اوله منځه ېي وړل

خو هغسې ونه شول دهرې ورځې په تیریدو سره به بهرني اشغالګر تربمې اوموټربمې بریدونو لاندې راتلل په جګړه کې به په سلو کې اتیا سلنه مرګ ژوبله بهرنېو اشغالکرو ته اوښتله دکلو په تیریدو سره بهرنېو اشغالګرو دخپلو تلفاتو په کمولو او له افغانستانه دخپلو سرتیرو په ویستلو غور وکړ او له اکثرو ولایتونو ېي بهرني عسکر پدې بهانه روغی پښی ویستل چې دامنیت واګی مو افغان روزل شوېو عسکروته وسپارلی

دطالبانو منظمو اوتوندو بریدونو اشغالګر اودهغوي ملګرې دې ته اړ کړل چې په نړیواله مډیا کې دسولې غږ اوچت کړی اوپه طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره سوله وکړې او وسله پرځمکه کیږدې

خو طالبانو ېي په ځواب کې ېي دګڼو شرطونو په ایښودو سره یو مهم شرط داوه چې بهرني اشغالګر به له افغانستان وځې چې لاهم په اختریزو پیغامونه کې دبهرنېو اشغالګرو په وتلو اودجګړې په ختمولو ټینګار کوی

اوطالبانو له اولی ورځې ویلی چې دوی دګډ حکومت له چارواکو سره هیڅکله دسولې خبری نه پیلوي ځکه دجګړې اړخ امریکا ده اوګډ حکومت هیڅ په واک کې نلري

ګډ اوشړیدلي حکومت چې تش په نوم دسولې عالي شوری لري دعام اولس په سترګوکې خاورې شیندی هسې دسولې چغې او شعار بدر ګه کوی دکابل له ورستی اوخونړې برید وروسته دسولې اصلی واکمن ډولنډټرمپ هغه دسولې دروغجني هڅې په عمل کې ثابتی کړې اوپه ډاګه ېي وویل چې له طالبانو سره سوله نکوی اوپه جګړه ېي ټنګار وکړ اوزیاته ېي کړه چې طالبان به له منځه وړم تش په نوم دسولې شوری ګونګه خوله ده هیڅ نشی ویلي

دټرمپ په څوکۍ ناست غنی هم دهغه دخبرو په تړاو وویل چې طالبانو دسولی پرست له لاسه ورکړ اونور به وژل کیږی ته به واېي چې مرګ اوژوند ددوی په لاس کې ده

ته به واېي چې پخوا له طیارو نه په طالبانو دګلونو ګېډی پرې غورځولي

طالبانو هم ددوی په غبرګون کې وویل چې افغانان هم په تاسو دګلونو ګیډی نه شندي په خونړېو بریدونو کې به مو راحصاروي اوترهغه به مقدسه جګړه پرمخ وړي چې ترڅو یو بهرني اشغالګر هم وی اوپخپله سزا به مو رسوي

په جګړه کې دټرمپ ګټی دی دواړه لورو ته افغانان وژل کیږی یوه لور ته هغه افغانان وژل کیږی چې داشغال اود وطن ددفاع په خاطر ېي وسله اوچته کړې

بل لورته هغه افغانان وژل کیږی چې دټرمپ داشغالګرو مخته سپر ولاړ دی اودهغو ی لپاره دکمربند حیثیت لري

مونږ سوله غواړو خو دشریعت چوکاټ کې

مونږ نظام غواړو خوچې خپلواک اوشرعي نظام وي

مونږ جګړه نغواړو جګړه موځوان نسل راوژني جګړه موښځی ماشومان راوژني په جګړه کې زمونږ کلی بازارونه مدرسۍ مسجدونه بمباردکیږی

ربه نور دسولې او افغانستان دښمنان تباه کړه ربه په سوله اسلامي اوخپلواک نظام مو ونازوه ….

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د