غزل/ الهام

طالب الهام

مخه ښه کړي لدې ښاره قدم اخلي
هسکه غاړه ځي ترداره قدم اخلي

دا د مینې د جنون څپو اخستی
ځنګېدلی ځي پرلاره قدم اخلي

شیخ چې څنګه؟میخانې ته مخه وکړه
ځي د مینې له درباره قدم اخلي

په تڼاکو کوي یون دعشق له زوره
ځي په غرونو،په هواره قدم اخلي

دخیبرپلیدې پښې که غوڅې نشي
بیا نو ځي تر ننګر هاره قدم اخلي

ځي دمینې له اقصی دسترګورپ کې
تر معراجه ، له انګاره قدم اخلي

ستا دعهد دراتلو ژمنې پوره شي
سم مې وژني انتظاره قدم اخلي

چې طالب الهام فارغ شي له جنګونو
بیا تر بلخه ، تر مزاره قدم اخلي

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د