د هند نریدرامودا د اسلامي نړۍ د ځیني واکمنو په پرتله

په هند کې د د ډيموکراسي ریښې مزبوتې دي، او هلته په دولتي سطحه ټولو ادیانو ته داحترام په نظر لیدل کیږي، بناء د B.J.P واک ته رسیدل د مسلمانانو له پاره ستونزه نده، اصلا د هند د مسلمانانو مشرانو یو مهم کار دا کړی ده چې مسلمانان یې په کوم ځانګړي ګوند پوري ندي تړلي بلکي په مختلفو ګوندونو یې ويشلي دي او بل د هند علماو مسلمانان پوه کړي دي چې د هند په سیاست کې د دوی له پاره ډيموکراسي غوره نظام ده او د دې نظام د ټینګښت له پاره مسلمانانو ډیر کوښښونه کړي دي او نن همدا نظام د دوی ژغورونکی او ساتونکی ده.

او داخبره چې b.j.p او موجوده لومړی وزیر یې شري نریدرا مودا د مسلمانانو دښمنان دي او د دوی په واک ته رسیدلو سره به مسلمانانو ته ستونزې رامنځته شي او له مسلمانانو سره د b.j.pد دښمنې له پاره د بابري جومات د نړولو خبره رامخې ته کوي، داخبره له حقیقته لري ده ځکه د بابري جومات موضوع دومره لویه نه وه لکه څومره چې سیمییزو مطبوعاتو او په ځانګړې توګه پاکستاني ميډيا او پاکستاني سیاستوالو وپړسوله او آن دا نن یې هم لا په خولو ګرځوي، حقیقت داده چې د بابري جومات له پیښې نه د اسلام اباد د سره جومات موضوع ډیره سخته او څو برخې خونړۍ وه.

د بابرې جومات خښتې او ديوالونه ونړول شوو او په سره جومات کې په سلهاو انسانان و وژل شول او هغه هم د حفصې مدرسې بې وسه پیغلې نجونه، خو پاکستاني ميډيا پخپل ظلم او وحشت خوله پته کړې ده، داراز پاکستاني سیاستوال د خپل فوځ قتلونه او وحشتونه هیروي او دهند د بابروی جومات د شاوخوا دوو لسیزو خبره لا اوس هم یادوي، ځکه خو خلکو نن د سره جومات خبره هیره کړې او د بابري جومات یاد لا تازه ده.

په عربي کې یو متل ده وایې د مکې خلکو ته د مکې درې له هرچا ښې معلوميږي دي، له څو هندي ملګرو سره مي د بي جي پي د واک ته رسیدلو خبره یاده کړه هغوی داموضوع هیڅ جدي نه بلله او ویل یې زموږ په هیواد کې ډيموکراتيک آرونه ډیر محکم دي هلته چې هر څوک واک ته ورسیږي له خپلو زړو بابولالو لاس په سرشي، داخبره کره ده او که فرضا په هند کې جمعیت علماء هند هم واک ته ورسیږي نشي کولی خپل دخوښي حکومتت رامنځته کړي بلکي هغه د مولانا فضل الرحمن په ګای د آئین مطابق چلند به خپلوي، په ټولیزه توګه په هند کې د مسلمانانو او هندوانو شخړې اصلاً دومره ندي لکه ميډيا چې څومره هوا ورکوي، دلته هم هغه د بابري جومات او سره جومات خبرې ته ورته کیسه ده، زه په یقین سره ویلی شم لکه په پاکستان کې چې د خپلو شبکو له لاسه پخپله پاکستاني ولس څومره کړیږې او قتلیږې د هند د مسلمانانو ستونزه له دې ډیره وړه او کمه ده.

بناءً په ډاډ سره ویلی شو چې په هند کې د b.j.p واک ته رسیدل د هندي مسلمانانو له پاره جدي ستونزه نده او په هندکې د نریدرامودا حکومت د هندي مسلمانانو له پاره هیڅکله دومره ستونزه نده لکه د افغانانو او پاکستانیانو له پاره خپل مسلمان خو پره ديپال او غربپال حکومتونه، داراز نریدرا مودا به له هندي مسلمانانو سره هیڅکله داسي چلند غوره نکړي لکه له مصریانو او شامیانو سره چې د خپلو بې رحمه واکمنو له خوا روان ده. په دې کې شک نشته چې نریدرا مودا به هیڅکله د بشارالاسد په څیر د خپل ولس په قتل عام لاس پوري نکړي او نه به د مصر د عبدالفتاح السیسي په څیر په یوه ورځ اووه سوه کسان په اعدام محکوم کړي.

لیکوال: نعمان منلی، کالم: نښتر- نن ټکی آسیا