شعـــــرونه

غزل / زیارمل

فضل الحق زیارمل

ځمکه تبۍ ده، ځمکې اور اخیستی
ظلم، وحشت بیا څومره زور اخیستی

راشه منظر د دغه ځوان وګوره!!
وجود یې نشته لاس یې مور اخیستی

ستا نڅېدا ژونده او غېږه د درد!
ستا نڅېدا بیا له موږ شور اخیستی

د سر څادر دې را پېرزو هم نه کړ
غربته ورک شې دا مې پور اخیستی

اوس په لمرمخیو پسې مخ نه اوړي
دلته لمرمخیو هم رنګ تور اخیستی

زیاره بس زغمه، زغمه، زغمه ژوندون
زیاره چې ژوند درنه خپل زور اخیستی.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close