
هرات: د ښځينه پولیسو پر موټر د لاسي بمونو برید شوی
نن ټکی آسیا: له هرات ولایت څخه تر لاسه شوی خبر کاږي، چې نن سهار په مرکز کې د ښځينه پولیسو پر لېږدونکي رینجر موټر د لاسي بمونو برید وشو.
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالروف احمدي وايي، چې د ښځینه پولیسو لېږدونکی موټر نن د ښار د نهمې حوزې اړوند د باباجي په سېمه کې د لاسي بمونو تر برید لاندې راغی.
نوموړي زیاته کړه ، چې په دې برید کې یوه پولیس پر لاس لګېدلې او ټپې شوې ده.
خو عیني شاهدانو وویل، چې له برید سمدستې وروسته سېمه د نورو پولیسو له لورې د ترافیکو او خلکو پر مخ وتړله شوه او د ټپيانو د لېږدولو لپاره سېمي ته امبولانسونه را ورسېدل.
همداراز طالبانو په خپله ویب پاڼه کې خبر ورکړی، چې نن سهار یې په هرات کې د پولیسو پر رینجر موټر د لاسي بمونو برید کړی؛خو د مرګ ژوبلې کره شمېر یې نه دی ورکړی.