افغانستان

د بودیجې د تصویب وروسته هم ۳۳ زره متقاعدینو ته خپل حقوق نه دي ورکړل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): که څه هم ولسي جرګې د راتلونکي مالي کال بودیجه دوه اوونۍ وړاندې تصویب کړې؛ خو تراوسه ۳۳ زره متقاعدینو ته خپل حقوق نه دي ورکړل شوې.

د کار، ټولنیزو او شهیدانو وزارت هم مني، چې د بودیجې د تصویب وروسته تراوسه ۳۳ متقاعدینو خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي.

د یاد وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت وايي، د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې لپاره دوه نیم میلیارده افغانیو ته اړتیا لري؛ خو د مالیې وزارت په بېلابېلو پلمو پیسې نه ورکوي او دغه چاره یې ځنډولې ده.

د عشرت په خبره، مالیې وزارت ته یې د اړتیا وړ بودیجه وړاندې کړې؛ خو دوی ته د اړتیا وړ افغانۍ نه دي ورکړل شوې.

دی وايي، اوسمهال ۱۴۰ زره متقاعدین لري، چې له ډلې ۳۳ زره متقاعدینو خپل حقوق تراوسه ترلاسه کړي نه دي.

ولسي جرګې د مرغومي پر ۲۷مه د راتلونکي ۱۳۹۷ کال بودیجه تصویب کړه، چې څه باندې ۳۷۷ میلیارده افغانۍ ټاکل شوې چې ۲۶۶،۱۰۳ میلیارده ‌یې عادي او ۱۱۰،۸۷۸ یې پراختیايي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x